• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ماین پاکۍ موسسه: په کندهار کې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف او شنډ شو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۴ GMT+۱

د هېلوټرسټ په نوم د ماین پاکۍ موسسې د کندهار په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې یو ۵۰۰ کیلوګرامه بم کشف او شنډ کړی دی.د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وايي، دغه بم له تېرو جګړو پاتې شوی وو. د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د ماینونو د چاودنو له امله ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي دي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د هېلوټرسټ د ماین پاکۍ موسسې د چټک غبرګون ټیم د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ د ویاند کلي په یوې سیمه کې له تېرو جګړو پاتې شویو اېف‌اې‌بي ۵۰۰ کیلویي بمب کشف او په خوندي ډول یې شنډ کړ.

دغې ادارې له ټولو هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لاس وروړلو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسوولو ادارو ته خبر ورکړي، څو لازم اقدامات ترسره شي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې تر دې مخکې ویلي وو، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو ۴۹ پېښې رامنځته شوي او له امله یې ۳۰ کسان مړه او ۷۰ نور ټپيان شوي او په دې موده کې د همکارو بنسټونو په همکارۍ ۲۲ کیلومتره مربع سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده.

یادې ادارې زیاته کې وه، چې لا هم ۱۰۱۹ کیلومتره مربع سیمې د ماینونو او ناچاودو توکو له ککړتیا سره مخ دي او پاکول یې اړین دي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

تر اختلافاتو او جرګو وروسته؛ جمعه خان فاتح کابل ته تللی او له طالب مشرانو سره یې کتلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۵ GMT+۱
100%

د طالبانو یو مخکښ سيمه ييز قوماندان او د زابل پخوانی مرستیال والي جمعه‌خان فاتح په کابل کې ارګ ماڼۍ ته غوښتل شوی او هلته یې د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

نوموړی چې په بدخشان کې د طالبانو یو له نفوذ لرونکو قوماندانانو څخه دی، له خپلې دندې څخه د استعفا لامل په زابل ولایت کې له پښتو ژبې سره نابلدتیا او د افهام او تفهیم نشتوالی ښودلی دی.

ښاغلي فاتح له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې کابل ته د طالبانو د پوځ د لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت او د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف سره یوځای راغلی او د دغه ډلې د رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره یې لیدلي دي.

هغه د رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې نوموړی له مرکزي حکومت سره جدي اختلافات لري او زیاته یې کړه چې د طالب مشرانو هر ډول پرېکړې او نوې دندې ته چمتو دی.

د زابل دغه پخواني مرستیال والي وویل چې په زابل کې یې شاوخوا یوه میاشت کار وکړ، خو د ژبني ستونزو ترڅنګ، د کورنۍ د یوازېوالي او خراب روغتیايي حالت له امله یې د تېر جون په ۲۲مه استعفا وکړه. د هغه په وینا، د تېر حکومت پر وړاندې په جګړو کې یې چپ لاس ټپي شوی او کار نه کوي، خو د روغتیا له ښه کېدو وروسته په هر ځای کې «خدمت» ته چمتو دی.

جمعه‌خان فاتح د تېر جمهوري نظام پر وړاندې په بدخشان کې وسله‌واله مبارزه کوله او د دروازونو ولسوالیو په سقوط کې یې مهم رول درلود، چې اوسمهال هلته څو دیني مدرسې هم لري.

دغه لیدنه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د بدخشان نسي ولسوالۍ ته د احتمالي پاڅون د مخنیوي لپاره د طالبانو ځواکونه استول شوي وو او تر هغه وروسته نوموړی فیض‌اباد او بیا کابل ته سفر وکړ.

د بدخشان ولایت په هکله د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د سرو زرو د کانونو پر سر د قندهاري او بدخشي طالبانو ترمنځ پټې نښتې او اختلافات شتون لري. د سرچینو په وینا، د کانونو پر سر دغه پټې جګړې او د سیمه ییزو طالبانو ترمنځ ناندرۍ په دغه ولایت کې د ناامنیو او بې ثباتۍ یو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

په رسمیت د جنسیتي اپارتاید پېژندنې هڅې؛د افغان ښځو ملاتړ لپاره تر ۱۰۰زرو ډېر لاسلیکونه شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش ویلي، له اروپايي ټولنې څخه په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پېژندلو او همداراز طالبان د ترهګرې ډلې په توګه د پېژندنې د غوښتنې لپاره د لاسلیکونو د راټولونې بهیر له ۱۰۰ زرو څخه واوښت.

د لاسلیک ټولونې دغه بهیر درې میاشتې وړاندې په رسمي ډول د اروپايي پارلمان د عریضو د ثبت پروسې له لارې دغه بنسټ ته وړاندې شوی و او د دغه پارلمان له خوا یې ترلاسه کول تایید شوي دي.

بکتاش سیاوش د چنګاښ په ۲۳مه په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه کمپاین ملاتړ په بې‌ساري ډول زیات شوی او د لاسلیکونو شمېر له ۱۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې لوړ شوی دی.

د دغه کمپاین له لارې له اروپايي ټولنې او د هغې له پارلمان څخه په کلکه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني، د طالبانو له عادي کولو ډډه وکړي او دغه ډله په رسمي ډول د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړي.

همدا راز زیاته شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل، له کار، زده کړو او ټولنیز ژوند څخه د هغوی محرومول یوازې یو بشري ناورین نه دی، بلکې یو سازمان شوی جنسیتي اپارتاید دی چې نړیوالې سیاسي او حقوقي پېژندنې ته اړتیا لري.

د دغه کمپاین تنظیموونکي ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه نه شي کولای د افغان ښځو او نجونو د ځپلو په وړاندې چوپه خوله پاتې شي، ځکه دا ډول چوپتیا له ظلم سره همکاري ده.

د دغه کمپاین د وړاندې کوونکو په وینا، د ۱۰۰ زره لاسلیکونو څخه تېرېدل د عدالت غوښتنې په لاره کې یو مهم پړاو دی او دا ښيي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کوي. هغوی له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دغه سند په لاسلیکولو او شریکولو کې یې برخه اخیستې او زیاته کړې یې ده چې د لسګونو زرو انسانانو غږ نادیده نیول کېدای نه شي.

دا کمپاین په داسې حال کې د ۱۰۰ زرو لاسلیکونو کچې ته رسېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او د هغوی د کار او زده کړو بندیز د افغانستان پر اقتصاد سخت منفي اغېز کړی او د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د سخت کمښت لامل شوی دی.

هرات اوسېدونکي: له ژمنو سره لا هم د نفتي موادو بیې نه‌دي راټيټې شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۹ GMT+۱
100%

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې څو ورځې وړاندې د هرات د نفتي موادو ټولنې په راتلونکو ورځو کې د نفتي موادو د بیو د راټيټولو خبره کړې وه، خو لا هم په بیو کې څه بدلون نه‌دی راغلی. د دوی په وینا، دمګړۍ د یو لیټر پټرول بیه ۸۱ افغانۍ او د یو کیلو ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ده.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، څو ورځې مخکې ولایتي ادارې او د نفتي موادو ټولنې اعلان کړی وو، چې په راتلونکو ورځو کې به د نفتي موادو په بیو کې د پام وړ کمښت راشي، خو د څو ورځو په تېرېدو لا هم بیې په خپل ځای دي او د مرکزي سیمو پر تله په ځینو لرو پرتو سیمو کې بیې لا لوړېږي.

دوی د تېلو او ګازو د بیو په تړاو وايي:

د یو لیټر روسي پټرول بیه: ۸۱ افغانۍ

د یو لیټر ایراني پټرول بیه: ۷۷ افغانۍ

د یو لیټر ډیزل بیه ۷۲ افغانۍ

د یو لیټر ګازو بیه: ۶۵ افغانۍ ده.

د هرات د اوسېدونکو په وینا، د نفتي موادو د بیو په لوړېدو سره لګښتونه یې لوړ شوي او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د تېلو او ګازو د بیو راټيټولو ته په جدي توګه پام وکړي.

له دې سره سم، د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلام‌جار د دغه ولایت د نفتي موادو له واردونکو سره په کتنه کې وویل، عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړيتوب ولري او له هغو یې وغوښتل چې د نفتي موادو بیې راټيټې کړي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور احمد اسلام‌جار د نفتي موادو له واردونکو او سوداګرو سره په کتنه کې زیاته کړه: «د نفتي توکو بیې باید په بازارونو کې راټیټې شي او ټول مسوولین او سوداګر مکلف دي، چې د خلکو د اسانتیا، هوساینې او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي».

هغه زیاته کړه: «عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړیتوب ولري او ټول لوري باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي».

دغه طالب چارواکي همدارزا څرګنده کړه، په داسې شرایطو کې چې خلک له اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي، سوداګر باید د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د مسوولینو په همکارۍ د ستونزو د کمولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.

د نفتي موادو واردوونکو سوداګرو هم د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په یادولو سره ژمنه وکړه، چې د لا زیاتو هڅو او اړینو تابیاوو په نیولو سره به په راتلونکو ورځو کې د نفتي توکو د بیو د راټیټولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو د ګټو د خوندي کولو او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره به هر اړخیزه همکاري وکړي.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د نفتي موادو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره له سوداګرو وغوښتل چې د نفتي موادو واردات زیات کړي.

امرالله صالح: امریکا تېره اوونۍ طالبانو ته ۲۵ میلیونه ډالر نغدې پیسې ورکړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۶ GMT+۱
100%

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا کړې، چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په اوومه نېټه د امریکا متحده ایالاتو او د هغوی احتمالي متحدینو طالبانو ته ۲۵ میلیونه ډالر نغدي پیسې ورکړې دي.

ښاغلي صالح پر ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د دغو نغدو پیسو د ورکړې په اړه کره او پیاوړي اسناد په لاس کې لري.

نوموړي د طالبانو پر لوېدیځ ضد څرګندونو او شعارونو نیوکه کړې او له خلکو یې غوښتي چې د دغو نغدو پیسو د کڅوړو د تسلیمولو تر شا پرتو لاملونو باندې جدي غور وکړي. د هغه په وینا، هر ځل چې د طالبانو لوېدیځ ضد خبرې یا برعکس د هغوی په تړاو څرګندونې اورئ، باید د دغو نغدو پیسو د ورکړې اصلي علت وپوښتئ.

امرالله صالح همداراز په خپل یادښت کې پوښتنه کړې، چې ولې امریکا اوسمهال یوازې له طالبانو سره یو پټ تړون لري او بل هېڅ لوري سره داسې هوکړه نه لري. نوموړي ټینګار کړی چې د دغو پټو معاملو او نغدو پیسو د لېږد په اړه باید له دواړو لوریو څخه جدي پوښتنې مطرح شي.

د مخکېني نظام دغه جګپوړي چارواکي ویلي، چې د دوی موندنې ښيي چې دغه ۲۵ میلیونه ډالر په بشپړ ډول په نغدي بڼه طالبانو ته سپارل شوي دي. تر اوسه پورې د امریکا متحده ایالاتو رسمي چارواکو او یا په کابل کې د طالبانو حکومت د امرالله صالح د دغو تازه ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امرالله صالح پر سیاسي پلویانو فشارونه زیات شوي دي. د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې د طالبانو استخباراتو په غور ولایت کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ځوانان د امرالله صالح په مشرۍ د «زرغون بهیر» سیاسي جریان سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

ایراني چارواکی او د ننګرهار طالب والي د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال‌زاده، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ننګرهار د طالب والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې په جلال‌اباد کې د ایران سرقونسل هم ګډون درلود او دواړو لوریو د ننګرهار او ایران د سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا، د کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو، د روزنیزو پروګرامونو، د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د سیمه‌ییزو کادرونو د ظرفیت لوړولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.

په دې غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو ادارو یو شمېر طالب مسوولانو هم ګډون کړی و.

ننګرهار د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د افغانستان د ختیځو سوداګریزو لارو د مهمې څلورلارې په توګه د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. ایران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمزوري کېدو او پر پوله د پرله‌پسې ستونزو له امله، ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره په مهم اقتصادي شریک بدل شوی دی.