• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نورستان پخوانی والي: پوهنتونونه د ملت علمي پانګه ده، د له منځه وړلو پر ځای دې پیاوړي شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۰ GMT+۱

د نورستان پخواني والي حافظ عبدالقیوم د طالبانو د یوه چارواکي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نورستان د پوهنتون اړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې، ویلي چې پوهنتونونه د هر ملت علمي پانګه ده. هغه ټینګار کړی چې د دغو بنسټونو د له منځه وړلو پر ځای باید د هغوی پیاوړتیا ته کار وشي.

حافظ عبدالقیوم د چهارشنبې په ورځ پر فېسبوک پاڼه لیکلي، هېڅ هېواد د سپکاوي له لارې نه ابادېږي او هېڅ فکر د نورو په سپک ګڼلو نه لوړېږي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د کلمات تحقیقاتي ادارې د مسول سیف الله معتصم څرګندونو ته په اشاره کړي دي.

د طالبانو د کلمات تحقیقاتي ادارې د مسوول مفتي سیف‌الله معتصم تېره ورځ، د کانکور مخکښو ګډونوالو ستاینغونډه کې ویلي و په ختیځ زون کې کنړ، لغمان، ننګرهار او نورستان جلا پوهنتونونه لري، خو ځینې داسې پوهنتونونه شته چې د استادانو او کارکوونکو شمېر یې له محصلینو زیات دی.

هغه پوښتنه کړې چې، ایا د نورستان په څېر ولایت کې، چې د هغه په وینا شاوخوا ۲۰۰ یا ۲۵۰ محصلان لري او کلني لګښتونه یې ۳۰ تر ۴۰ میلیونو افغانیو رسېږي، د جلا پوهنتون اړتیا شته که نه. نوموړي وړاندیز کړی چې دا بودیجه د ننګرهار پوهنتون، په ځانګړي ډول د طب پوهنځي، یا د کابل پوهنتون د پیاوړتیا لپاره دې ولګول شي.

په غبرګون کې حافظ عبدالقیوم ویلي، که د کوم پوهنتون د کیفیت، مدیریت یا علمي کچې په اړه نیوکې موجودې وي، باید دا موضوع د علمي بحثونو او رغنده حل‌لارو له لارې وڅېړل شي، نه دا چې د یوه ولایت د علمي بنسټ د موجودیت حق تر پوښتنې لاندې راوستل شي.

د نورستان پخواني والي ټینګار کړی، چې د هېواد د لوړو زده‌کړو بنسټونه د ټولنې د علمي او بشري پانګې مهمه برخه جوړوي او د هغوی پیاوړتیا د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده.

نوموړي په خپله څرګندونه کې دا نه ده روښانه کړې چې د چا یا کومې څرګندونې په غبرګون کې یې دغه دریځ خپل کړی دی.

ترویج لرونکی

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟
۱

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۲

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۳

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۴

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

۵

جېسوال: د کابل او ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې سوداګري عادي روانه ده

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لري. د دغه وزارت ویاند حامد کرزي ته په اشارې ویلي، چې هېواد ته یې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ضیاءالله هاشمي د پخواني ولسمشر حامد کرزي د هغو څرګندونو په غبرګون کې چې د نجونو او هلکانو پر زده‌کړو یې ټینګار کړی و، ویلي: «د لوړو زده‌کړو د چارو په اړه نظر ورکول له هغو کسانو سره ښه ښایي چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د ملک د پرمختګ لپاره عملي او مثبت میراث پرې ایښی وي».

دغه طالب چارواکي په کلکه حامد کرزي ته په خطاب کې پر اېکس پاڼه لیکلي:« ته د افغانستان د مسایلو په اړه د نظر ورکولو حق نه لرې. افغانستان ته دې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی».

یاد طالب چارواکي دغه غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د چهارشنبې په ورځ په هېواد کې د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره د ټولو نجونو او هلکانو پر عمومي زده‌کړو ټینګار وکړ.

ښاغلي کرزي د یونېسف راپور ته په اشارې، چې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، پر خپل اېکس لیکلي وو چې د بې‌سوادۍ له منځه وړل او د مسلکي بشري ځواک روزنه د ټولنې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.
طالبانو په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د نجونو پر وړاندې د شپږم ټولګي څخه پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي. که څه هم حامد کرزي په خپلو خبرو کې په مستقیم ډول د طالبانو د بندیزونو نوم نه و اخیستی او یوازې یې د خوارځواکۍ د مهارولو لپاره زده‌کړې یو اصل ګڼلی و، خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند دغه څرګندونې د خپلې تګلارې پر وړاندې نیوکه بللې او په شخصي برید سره یې د پخواني ولسمشر د نظر ورکولو حق رد کړی دی.

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۶ GMT+۱
100%

اروپايي ټولنې د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د زده‌کړو، مسلکي او کاري روزنې له لارې د افغانستان پر ځوانانو پانګونه کوي. د دغې ټولنې په وینا، د دې هڅو موخه د افغان نجونو او هلکانو د وړتیاوو پیاوړي کول دي ترڅو وکولای شي د خپلو ټولنو په پرمختګ کې ونډه واخلي.

په افغانستان کې د اروپایې ټولنې استازولی پر خپل اېکس لیکلي، له افغانان ځوانانو سره د زده کړو او مسلکي روزنې له لارې مرسته کوي، څو مهارتونه ترلاسه کړي، سوداګرۍ پیل کړي او دوامدار معیشت رامنځته کړي.

یادې ټولنې زیاته کړې چې د دغو پروګرامونو موخه دا ده څو نجونې او هلکان وکولای شي پرمختګ وکړي او د خپلو ټولنو په ملاتړ او پرمختګ کې ونډه واخلي.

د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ هر کال د جولای په ۱۵مه د ملګرو ملتونو له لوري نمانځل کېږي. د دې ورځې موخه ځوانانو ته د تخنیکي، مسلکي او کاري مهارتونو د ارزښت څرګندول او د کارموندنې، کار جوړونې او دوامدار پرمختګ لپاره د هغوی د وړتیاوو پیاوړتیا ده.

امیرخان متقي د قطر د پخواني امیر تر مړینې درې ورځې وروسته دوحې ته لاړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۳۴ GMT+۱
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د چارشنبې په ورځ د قطر د پخواني امیر پر مړینه د غمرازۍ لپاره دوحې ته لاړ. طالبانو ویلي، متقي په دوحه کې له ځینو لوړپوړو قطري چارواکو سره لیدني هم کړې دي.

د طالبانو دبهرنیو چارو وزرات د خبرپاڼې له مخې د دې سفر په لړ کې متقي د قطر دولت د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د دفاع له وزیر، شیخ سعود بن عبدالرحمن بن حسن ال ثاني، او همدارنګه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت له وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخليفي، سره لیدلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویلي دغو لیدنو پر مهال نوموړي یادو قطري چارواکو ته د قطر د پخواني امیر د مړینې له امله د طالبانو د مشرتابه له لوري د خواخوږۍ، تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړي دي.

خو د قطر د پخواني امیر د خاورو سپارلو او جنازې په مراسمو کې هېڅ طالب چارواکي شتون نه درلود.

قطر د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته د طالبانو له مهمو سیمه‌ییزو شریکانو څخه ګڼل کېږي او ددغې ډلې سیاسي دفتر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې فعالیت لري همدارنګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د دوحې هوکړه هم په همدې هېواد کې لاسلیک شوه.

طالب ډیپلوماټ: افغان محصلین له پاکستان څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱
100%

په کراچۍ کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري وايي چې په سند ایالت کې د ګڼو افغان محصلانو د ویزو موده پای ته رسېدلي، خو تر اوسه له کومې جدي ستونزې سره نه دې مخ شوي. خو نوموړي زیاته کړې چې د پاکستان په نورو ایالتونو کې افغان محصلان د جبري اېستلو له خطر سره مخ دي.

په کراچۍ کې د طالبانو قنسول عبدالجبار تخاري د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، په سند ایالت کې د افغان محصلینو د ویزو موده پای ته رسېدلې خو تر اوسه له کومې جدي ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان په نورو ایالتونو کې افغان محصلین د قانوني ویزو د نشتوالي له امله د نیول کېدو او ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي ځکه د پاکستان حکومت د هغوی ویزې نه دي تمدید کړې.

د دغه وضعیت په دوام، په پاکستان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې چې پولیسو په پنجاب ایالت کې ۱۳ افغان ډاکټران او یو د طب پوهنځي محصل نیولي او د ایستلو مرکز ته یې لېږدولي دي. د معلوماتو له مخې، دغو کسانو شاوخوا یو کال وړاندې د خپلو ویزو د تمدید غوښتنه کړې وه، خو د پاکستاني چارواکو له لوري ورته هېڅ ځواب نه و ورکړل شوی. د طالبانو د کډوالو وزارت هم تېره اونۍ ویلي و چې پاکستان یو شمېر افغان ډاکټران تر بند وروسته افغانستان ته شړلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له پرېکړې وروسته له دغه هېواده غوښتي چې له خطر سره د مخ افغانانو له شړلو ډډه وکړي. نړیوالو سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې افغانستان ته د پخواني حکومت د سرتېرو، خبریالانو، فعالانو او هغو خلکو ستنول خوندي نه دي چې ژوند یې تر ګواښ لاندې دی.

سرچینې: طالبانو په غور کې له «زرغون بهیر» سره د همکارۍ په تور څه باندې لس کسان نیولي دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۲۳ GMT+۱
100%

په غور ولایت کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو استخباراتو په تېرو دوو ورځو کې په فیروزکوه کې د امرالله صالح په مشرۍ له «زرغون بهیر» سره د همکارۍ په تور لږ تر لږه ۱۳ ځوانان نیولي دي.

ځايي سرچینو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو په پوځي موټرو کې د فیروزکوه ښار په اتوس سفلا کلي کې پر کورونو او د خلکو پر کارځایونو چاپه وهلي او شاوخوا ۱۳ تنه یې له ځان سره بیولي دي. د سرچینو په وینا، په نیول شویو کسانو کې لږ تر لږه درې تنه د تېر جمهوري نظام مامورین دي چې د کرنې، کار او ټولنیزو چارو او ملي بانک په ریاستونو کې یې دندې لرلې او له خپلو کارځایونو څخه نیول شوي دي.

په ورته مهال د زرغون بهیر سیاسي غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو په غور کې لسګونه ځوانان د دغه بهیر په «شنه قطعه" کې د غړیتوب په تور نیولي دي. خو زرغون بهیر په رسمي ډول د دغو نیول شویو کسانو غړیتوب نه دی تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو دا جنایت تر څار لاندې لري. بل خوا، د غور شاوخوا ۲۰ تنو قومي مشرانو د طالبانو له والي سره لیدلي او د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنه یې کړې، خو د طالبانو ځايي چارواکو د هغوی له نیول کېدو بې‌خبري ښودلې ده.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې،زرغون بهیر څه موده وړاندې د غور په دولت‌یار ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې راکټي برید کړی و چې په پایله کې یې بریدګر وتښتېدل او طالبانو اوس د غبرګون په توګه د دغه بهیر د پخوانیو غړو پر نیولو لاس پورې کړی دی. زرغون بهیر د چنګاښ په ۱۷مه په یوې ویډیو کې د دغه برید د مسوولیت اخیستو خبر ورکړی و. طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغو نیونو په اړه څه نه دي ویلي او د نیول شویو کسانو کورنۍ د هغوی د برخلیک په اړه سختې اندېښمنې دي.