د پاکستان د ولسمشر ویاند: اسلاماباد د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښه اندېښنه لري

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وایي، اسلاماباد له افغانستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د سوله ییزو او باثباته اړیکو غوښتونکی دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ لا هم د پاکستان اصلي اندېښنه ده.
