• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکی او د ننګرهار طالب والي د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا غږېدلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۱ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو مرستیال وحید جلال‌زاده، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د طالبانو له والي محمد نعیم اخند سره لیدلي او د دواړو لوریو ترمنځ یې د سوداګرۍ، کرنې، روغتیا او زده‌کړو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د ننګرهار د طالب والي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې په جلال‌اباد کې د ایران سرقونسل هم ګډون درلود او دواړو لوریو د ننګرهار او ایران د سیمه‌ییزو ادارو ترمنځ د اړیکو د پراخولو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا، د کرنې او روغتیا په برخو کې د همکاریو، د روزنیزو پروګرامونو، د تحصیلي بورسونو د برابرولو او د سیمه‌ییزو کادرونو د ظرفیت لوړولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وشو.

په دې غونډه کې د ننګرهار د بېلابېلو ادارو یو شمېر طالب مسوولانو هم ګډون کړی و.

ننګرهار د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او د افغانستان د ختیځو سوداګریزو لارو د مهمې څلورلارې په توګه د سیمه‌ییزو اقتصادي اړیکو له مهمو ولایتونو څخه ګڼل کېږي. ایران په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.

په ورته وخت کې، د پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو د کمزوري کېدو او پر پوله د پرله‌پسې ستونزو له امله، ایران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لپاره په مهم اقتصادي شریک بدل شوی دی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

تښتونه که کورنی تاوتریخوالی؛ د شاپور حسنزوی د کورنۍ د تري تم کېدو تر شا څه کیسه ده؟

۳

طالبانو پر کونړ سیند د برېښنا بند لپاره د پنځو سیمو د سروې بشپړولو خبر ور کړی

۴

ندا محمد ندیم د تحصیلي ادارو پر اصلاح او پرمختګ ټینګار کړی

۵

طالبانو د اسلام‌اباد غونډې اعلامیه رد کړه؛ غربي فرمایشونه نه منو

•
•
•

نور کیسې

هانا نیومن: اروپا کې کونسلګریو ته د طالبانو د لاسرسي هڅې د جلاوطنه افغانانو ژوند ګواښي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۹ GMT+۱
100%

د اروپایي پارلمان غړې هانا نیومن خبرداری ورکړی چې اروپا کې افغان کونسلګریو ته د طالبانو د لاسرسي هڅې د هغو کډوالو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کولای شي چې له افغانستان څخه وتلي دي.

مېرمن نیومن په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د کډوالو د بېرته شړلو په تړاو د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو بلنه او افغان کونسلګریو ته د هغوی د لاسرسي هڅې د اندېښنې وړ دي. د هغې په وینا، دا چاره به هغه افغانان له خطر سره مخ کړي چې د طالبانو له ځپلو او ظلمونو تښتېدلي او په اروپا کې مېشت شوي دي.

د اروپا پارلمان دغه غړې د دې ټولنې لپاره د ایرلینډ د بهرنیو چارو وزیر توماس برن څخه وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د شورا د ریاست له لارې د دغو قانوني تشو مخه ونیسي. هغې ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه باید د داسې پرېکړو مخنیوی وکړي چې د کډوالو امنیت ګواښي.

د مېرمن نیومن په وینا، د طالبانو له حکومت سره د کډوالو د بېرته شړلو په اړه هر ډول معامله او هغوی ته په اروپا کې د افغان ډیپلوماتیکو استازولیو سپارل به په اروپا کې د مېشتو افغان پناه غوښتونکو پر ژوند ناوړه اغېز وکړي او هغوی به له نویو ګواښونو سره مخ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې نږدې ۵۰ افغان پناه غوښتونکي د داوطلبانه ستنېدو د پروګرام په چوکاټ کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ستانه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وايي افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۵ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درمنلې مرکز د رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او وايي چې افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د علي‌اباد تدریسي روغتون کې د افغانستان تر ټولو لوی د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلی او له تجهیز او د متخصصینو له ګومارنې وروسته به فعالیت پیل کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ د یاد مرکز له چارو لیدنه وکړه او مسوولانو ته یې د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه کړې ده.

ندیم د لیدنې پر مهال ویلي، افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دغه مرکز په فعالېدو سره به د سرطان ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره به بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴۱۷ میلیونه افغانۍ لګول شوې او ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.

وزارت زیاتوي، د مرکز د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو لپاره ۹۶۴ میلیونه افغانۍ او د نورو طبي تجهیزاتو لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو د تدارکاتي پروسې چارې بشپړې شوې او د نورو وسایلو د تدارک بهیر به هم ژر پیل شي.

ندیم د مرکز مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د اړتیا په صورت کې له هېواده بهر متخصص تخنیکي کارکوونکي هم استخدام کړي. هغه وویل، په دې برخه کې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره هم خبرې شوې دي.

طالبانو د څه باندې ۱ میلیارد افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه وسوځول

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۸ GMT+۱
100%

د طالبانو په واک کې د افغانستان بانک ویلي، د څه باندې ۱ میلیارد او ۱۴۱ میلیون افغانیو په ارزښت له شمال او شمال ختیځ زون څخه راټول شوي زاړه بانک نوټونه یې په بلخ کې سوځولي دي.

د افغانستان بانک ویلي، په سوځول شویو بانک نوټونو کې لس ګون، شل ګون، پنځوس ګون، سل ګون، پنځه سویز او زرګون افغانیو نوټونه شامل وو..

دیاد بانک دویم مرستیال محمد اخند ویلي، د هېواد د بانکي او مالي سکتور پیاوړتیا ته ژمن دی او هڅه کوي چې هېوادوالو ته معیاري، اسانه او شفاف بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

هغه له هېوادوالو غوښتي چې د بانک نوټونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو د بانکنوټونو له ژر زړېدو او د نوو پیسو د چاپ له اضافي لګښتونو مخنیوی وشي.

سراج‌الدین حقاني له ورزشکارانو سره په لیدنه کې پر یووالي ټینګار وکړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۳۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دغه وزرات د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره په لیدنه کې ویلي، چې وزرشکاران باید د تعصب او بدبینۍ پر ځای د یووالي پیغام خپور کړي.

دطالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د فوټبال لوبډلې په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

حقاني له لوبغاړو وغوښتل چې ورزش ته لا ډېره پاملرنه وکړي، خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي او د هېواد اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي.

هغه همداراز سپارښتنه کړې چې لوبغاړي د ښو اخلاقو بېلګه وګرځي، د ورورولۍ، اتحاد او ملي یووالي پیغام خپور کړي او له تعصب او بدبینۍ څخه لرې واوسي.

د نوموړي په وینا، د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به د کورنیو چارو وزارت ملاتړ له لوبډلې سره دوام ولري.

د پاکستان د ولسمشر ویاند: اسلام‌اباد د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ له ګواښه اندېښنه لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۲ GMT+۱
100%

د پاکستان د ولسمشر ویاند مرتضی سولنګي وایي، اسلام‌اباد له افغانستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د سوله ییزو او باثباته اړیکو غوښتونکی دی. خو نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ ګواښ لا هم د پاکستان اصلي اندېښنه ده.

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري ویاند مرتضی سولنګي د چهارشنبې په ورځ د «پاکستان په یوه داسې جیوپولیټیک چاپیریال کې چې د بدلون په حال کې دی» تر سرلیک لاندې کنفرانس کې د سیمې د بدلونونو، له افغانستان سره د اړیکو او د خپل هېواد د امنیتي ننګونو په اړه وینا وکړه. سولنګي په دغه ناسته کې وویل: «د پاکستان اصلي اندېښنه لا هم له پولې اخوا ترهګري ده چې د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او زموږ د ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو لپاره مستقیم ګواښ دی.»

مرتضي سولنګي دغه راز د چین، قطر، سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو د هغو منځګړیتوبونو او هڅو هرکلی وکړ چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تلپاتې امنیتي تفاهم د رامنځته کولو لپاره یې د خبرو اترو اسانتیاوې برابرې کړې دي. دغه پاکستاني چارواکي ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د پولو د مدیریت او د کډوالو د بېرته ستنېدو په برخو کې د همکارۍ لپاره د حقیقي او عملي چوکاټونو جوړول اړین دي.

اسلام‌اباد په ځانګړي ډول په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په وار وار په خپل هېواد کې د وسله‌والو بریدونو او ناامنیو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او طالبان یې د ټي‌ټي‌پي غړو ته په پناه ورکولو او له هند سره په همکارۍ تورن کړي دي. خو طالبانو دا تورونه تل رد کړي او ټینګار کوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد په زیان وکاروي. د دواړو لورو ترمنځ کړکېچ په تېر کال کې زیات شوی چې کله ناکله په مرګونو نښتو، هوايي بریدونو او سرحدي جګړو هم اوښتی دی.