د طالبانو او ایران د بهرنیو چارو وزارتو مسوولان د کډوالو د ستونزو پر حل غږېدلي

دطالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویلي چې له ایراني چارواکو سره یې د قونسلي ګډې کمېټې پنځمه غونډه کې د کډوالو د ستونزو، قونسلي خدمتونو او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې او ایران د افغان کډوالو د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.
