د هرات یو شمېر اوسېدونکي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، څو ورځې مخکې ولایتي ادارې او د نفتي موادو ټولنې اعلان کړی وو، چې په راتلونکو ورځو کې به د نفتي موادو په بیو کې د پام وړ کمښت راشي، خو د څو ورځو په تېرېدو لا هم بیې په خپل ځای دي او د مرکزي سیمو پر تله په ځینو لرو پرتو سیمو کې بیې لا لوړېږي.
دوی د تېلو او ګازو د بیو په تړاو وايي:
د یو لیټر روسي پټرول بیه: ۸۱ افغانۍ
د یو لیټر ایراني پټرول بیه: ۷۷ افغانۍ
د یو لیټر ډیزل بیه ۷۲ افغانۍ
د یو لیټر ګازو بیه: ۶۵ افغانۍ ده.
د هرات د اوسېدونکو په وینا، د نفتي موادو د بیو په لوړېدو سره لګښتونه یې لوړ شوي او له اړوندو مسوولینو غواړي، چې د تېلو او ګازو د بیو راټيټولو ته په جدي توګه پام وکړي.
له دې سره سم، د هرات لپاره د طالبانو والي نور احمد اسلامجار د دغه ولایت د نفتي موادو له واردونکو سره په کتنه کې وویل، عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړيتوب ولري او له هغو یې وغوښتل چې د نفتي موادو بیې راټيټې کړي.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نور احمد اسلامجار د نفتي موادو له واردونکو او سوداګرو سره په کتنه کې زیاته کړه: «د نفتي توکو بیې باید په بازارونو کې راټیټې شي او ټول مسوولین او سوداګر مکلف دي، چې د خلکو د اسانتیا، هوساینې او سوکالۍ لپاره هڅې وکړي».
هغه زیاته کړه: «عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړیتوب ولري او ټول لوري باید په دې برخه کې خپل مسوولیت په ښه توګه ترسره کړي».
دغه طالب چارواکي همدارزا څرګنده کړه، په داسې شرایطو کې چې خلک له اقتصادي او معیشتي ستونزو سره مخ دي، سوداګر باید د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د مسوولینو په همکارۍ د ستونزو د کمولو او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
د نفتي موادو واردوونکو سوداګرو هم د خپلو سوداګریزو فعالیتونو پر وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په یادولو سره ژمنه وکړه، چې د لا زیاتو هڅو او اړینو تابیاوو په نیولو سره به په راتلونکو ورځو کې د نفتي توکو د بیو د راټیټولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د خلکو د ګټو د خوندي کولو او په بازار کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره به هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده، چې شاوخوا ۱۰ ورځې مخکې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په هېواد کې د نفتي موادو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره له سوداګرو وغوښتل چې د نفتي موادو واردات زیات کړي.