د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر وايي افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درمنلې مرکز د رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او وايي چې افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درمنلې مرکز د رغنیزو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی او وايي چې افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي، د کابل د طبي علومو پوهنتون اړوند د علياباد تدریسي روغتون کې د افغانستان تر ټولو لوی د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د بشپړېدو وروستي پړاو ته رسېدلی او له تجهیز او د متخصصینو له ګومارنې وروسته به فعالیت پیل کړي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د چهارشنبې په ورځ د یاد مرکز له چارو لیدنه وکړه او مسوولانو ته یې د پاتې کارونو د ژر بشپړېدو سپارښتنه کړې ده.
ندیم د لیدنې پر مهال ویلي، افغانان معیاري روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري او د دغه مرکز په فعالېدو سره به د سرطان ناروغانو ته د درملنې اسانتیاوې برابرې شي او د درملنې لپاره به بهرنیو هېوادونو ته د تګ اړتیا کمه شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۴۱۷ میلیونه افغانۍ لګول شوې او ساختماني چارې یې بشپړې شوې دي.
وزارت زیاتوي، د مرکز د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو لپاره ۹۶۴ میلیونه افغانۍ او د نورو طبي تجهیزاتو لپاره ۱۱۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. د راډیولوژۍ او انکولوژۍ د تجهیزاتو د تدارکاتي پروسې چارې بشپړې شوې او د نورو وسایلو د تدارک بهیر به هم ژر پیل شي.
ندیم د مرکز مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د اړتیا په صورت کې له هېواده بهر متخصص تخنیکي کارکوونکي هم استخدام کړي. هغه وویل، په دې برخه کې د سیمې له یو شمېر هېوادونو سره هم خبرې شوې دي.