پاکستاني پولیسو په ملتان کې نیول شوي ۱۳ افغان ډاکټران په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل

د پاکستان د پنجاب ایالت د ملتان ښار د نشتر روغتون ۱۳ افغان ډاکټران چې یوه ښځینه ډاکټره هم پهکې شامله ده، له نیول کېدو وروسته نن د تورخم له لارې په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړل.
له دې ډلې یو افغان ډاکټر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، پولیسو ورته ویلي و چې د ویزې مودې پای ته رسېدو له امله نیول شوي او اوس به بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
د هغه په وینا؛ له یو کال راهیسې یې د ویزې غځولو غوښتنلیک سپارلی، خو تر اوسه یې د نامعلومو لاملونو له امله ویزه نهده غځول شوې. هغه زیاته کړې، افغانستان ته د بېرته ستنېدو په صورت کې به یې د کلونو زدهکړې او مسلکي راتلونکی له ګواښ سره مخ شي؛ ځکه که بېرته پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورنه کړل شي، نو د دوی ټولې هڅې به بېپایلې پاتې شي.
دغه افغان ډاکټر ویلي، د ستونزې د حل لپاره یې په وار، وار په اسلاماباد کې د طالبانو له سفارت سره اړیکه نیولې؛ خو غوښتنو ته یې مثبت ځواب نهدی ورکړل شوی. هغه زیاته کړه، له نیول کېدو وروسته یې یو ځل بیا د طالبانو له سفارت سره اړیکه ونیوله او د سفارت چارواکو ورته ویلي چې د پاکستان حکومت ورته خبر ورکړی چې افغان محصلینو ته که ډاکټران وي او که د نورو څانګو زدهکړیالان، نه نوې ویزې ورکول کېږي او نه هم د اوسنیو ویزو موده غځول کېږي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو ۱۱ هغه افغان ډاکټران او د طب زدهکوونکي نیولي وو، چې د دغه ایالت په بېلابېلو طبي پوهنتونونو او ښوونیزو روغتونونو کې یې تخصصي او طبي زده کړې کولې.
د دغو ډاکټرانو له ډلې لس تنه د بهاولپور ولسوالۍ د قايداعظم طبي کالج او بهاولپور ښوونیز روغتون کې په تخصصي زدهکړو بوخت وو او هملته نیول شوي وو، چې وروسته افغانستان ته ستانه کړای شول.
