د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې ویلي، چې په عملیاتو کې پنځه وسلهوال وژل شوي، خو یو شمېر نور په تېښته بریالي شوي دي. د ادارې په وینا، د تښتېدلو وسلهوالو د نیولو لپاره د هغوی تعقیب او په سیمه کې د لټون او پاککارۍ عملیات لا هم روان دي.
د پولیسو په وینا، له وژل شویو وسلهوالو څخه پنځه کلاشینکوفونه، ۱۰ شاجورونه، پنځه مرمۍدانۍ، دوه لاسي بمونه او په زیاته اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د عملیاتو پر بریا د ترهګرۍ ضد مبارزې ادارې د ځانګړو وسلو او تاکتیکونو ډلې او سیمهییزو پولیسو د مسلکي وړتیا او زړورتیا ستاینه کړې ده.
هغه ویلي: « د ترهګرو او د هغوی د همکارانو او ملاتړو شبکو پر وړاندې به استخباراتي عملیات لا اغېزناک شي. ترهګر به د هغوی تر خوندي پټنځایونو پورې تعقیب او د قانون منګولو ته وسپارل شي».
خیبر پښتونخوا په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان له تر ټولو ناامنو سیمو څخه ګڼل کیږي. د شخړو او امنیتي مطالعاتو د مرکز د راپور له مخې، یوازې د روان کال په دویمه ربع کې په دغه ایالت کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۴۷۵ کسان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.
د خیبر پښتونخوا پولیسو هم ویلي، چې د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د وسلهوالو پر وړاندې څه باندې دوه زره استخباراتي عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۸۲ وسلهوال وژل شوي او ۵۰۴ نور نیول شوي دي. دا عملیات په داسې حال کې دي چې په همدې موده کې پر پولیسو نږدې ۳۰۰ بریدونه شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره تجارت پرانېستی دی خو له افغان ورور هېواد سره لارې تړل شوې دي. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات د مرکزي حکومت کار دی او دوی ورسره تړاو نه لري.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند او ایالتي وزیر شفیع جان له افغانستان سره د سوداګرۍ بندول دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره سوداګري خلاصه ده خو له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.
د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل چې «موږ د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ منځګړیتوب کوو چې دا یو ښه کار دی، خو زموږ د خپل مسلمان ګاونډي او ورور هېواد افغانستان پر وړاندې له پوره ځواک څخه کار اخیستل کېږي».
نوموړي وویل چې که له افغانستان څخه وسله وال ورځي، نو باید پر وړاندې یې خامخا اقدام وشي خو زیاته یې کړه، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په وار وار له مرکزي حکومت سره د افغانستان د لارو پر پرانیستلو خبرې کړې دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا لارې به تر کله تړلې ساتل کېږي.
شفیع جان د افغان کډوالو پر وړاندې د روانو عملیاتو په اړه وویل چې دا د مرکزي حکومت موضوع ده او دوی پکې ښکیل نه دي.
د سوات ځایي اوسېدونکو، مشرانو او قومي مخورو له ځایي امنیتي ادارو غوښتي، چې د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. د دوی په وینا؛ د کلونو قربانیو په پایله کې ټینګ شوی امن باید له ګواښ سره مخ نهشي. د راپور له مخې؛ په وروستیو ورځو کې د مټې ولسوالۍ د روډینګار او د چارباغ د لرو پرتو غرنیو سیمو په اړه داسې ادعاوې شوې، چې هلته مشکوک وسلهوال لیدل شوي دي. که څه هم دغه راپورونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې؛ خو تراوسه یې په خپلواکه توګه پخلی نهدی شوی.
اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې، چې څو ورځې وړاندې د مټې په شکردرې سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه سیمهییز مشر برید وشو. ځايي مشران وايي، په سوات کې اوسنی امن د امنیتي ځواکونو، پولیسو او ولس د ګډو قربانیو پایله ده او هر ډول امنیتي ګواښ باید په جدي توګه وڅېړل شي. د دوی په خبره؛ خلک نه غواړي سیمه یو ځل بیا د تېرې ناامنۍ حالت ته ستنه شي.
په خوازه خېلو کې سلګونه کسانو د وسلهوالو د ادعا شوي حضور پر ضد احتجاج وکړ. د غونډې ویناوالو مختیار یوسفزي، خورشید کاکاجي او عجب خان وویل، د سوات خلک د خپلې سیمې د سولې د ساتنې لپاره یو موټی دي او هېڅ وسلهوالې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د سیمې امن ګډوډ کړي.
دوی زیاته کړه، که امنیتي ادارې خپله دنده ترسره نهکړي خلک به خپله د سولې د دفاع لپاره ودرېږي. ویناوالو ټینګار وکړ، چې له ۲۰۰۷کال سوات او د ۲۰۲۶کال سوات ترمنځ لوی توپیر شته او اوس خلک د هر ډول وضعیت بشپړ درک لري.
د بر سوات د پولیسو مشر مشتاق احمد خان بیا ویلي، چې په ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ډاډمن دی او پولیس د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. هغه له خلکو غوښتي، چې پر اوازو او په خواله رسنیو کې پر خپرېدونکو ناتایید شویو معلوماتو باور ونه کړي.