• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

۲۹ هېوادونو د مصنوعي ځیرکتیا په تړاو د همکارۍ سازمان د جوړېدو هوکړه لاسلیک کړې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۴۸ GMT+۱

د چین په نوښت ۲۹ هېوادونو د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په برخه کې د نړیوالې همکارۍ او د دې ټکنالوژۍ د نړیوال مدیریت لپاره د یوه نوي بین‌المللي سازمان د جوړېدو هوکړه لاسلیک کړه. د دغه سازمان مرکز به د چین په شانګهای ښار کې وي.

د رویټرز د راپور له مخې، ۲۹ هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د «نړیوالې مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ سازمان» د جوړېدو تړون لاسلیک کړ.

چین ویلي، د دغه بین‌الحکومتي سازمان هدف دا دی چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې نړیواله همکاري پیاوړې کړي او د دې چټکې پرمختګ کوونکې ټکنالوژۍ لپاره د نړیوالې ادارې او اصولو په جوړولو کې مرسته وکړي.

د تړون لاسلیک کوونکو هېوادونو کې روسیه، بېلاروس، سربیا، کیوبا، برازیل، وینزویلا، د افریقا لس هېوادونه او د اسیا ۱۲ هېوادونه شامل دي.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا ویلي، د دغه سازمان مرکزي دفتر به د چین په شانګهای ښار کې جوړېږي.

چین تېر کال د مصنوعي ځیرکتیا د همکارۍ د نړیوال سازمان د جوړېدو وړاندیز کړی و، خو تر دې مخکې هېڅ هېواد په رسمي ډول د غړیتوب اعلان نه و کړی.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

رویټرز: پاکستان د امریکا او ایران په جګړه کې له ښکېلېدو اندېښمن دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۹ GMT+۱
100%

رویټرز په خپل یوه راپور کې ویلي چې پر سعودي عربستان د یمن د وسله والو تازه بریدونو پاکستان سخت اندېښمن کړی او داسې احتمال شته چې اسلام اباد به هم په دغه کړکېچ کې ښکیل شي.

حوثي وسله والو وروسته له هغه پر سعودي عربستان توغندیز بریدونه وکړل چې ریاض یې د دوی تر ولکې لاندې د یوه هوايي ډګر په بمبارولو تورن کړ. دغو بریدونو د دواړو خواوو ترمنځ څلور کلن اوربند مات کړ. د یاد اوربند له ماتېدو وروسته یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي رویټرز ته وویل:«زموږ ملکي او نظامي مشرانو ایران ته په لوړه کچه پیغام رسولی چې پر سعودي عربستان بریدونه پر پاکستان برید دی او دا زموږ سره کرښه ده».

سعودي عربستان تېر کال له پاکستان سره د ګډې دفاع تړون لاسلیک کړی چې له مخې یې په زرګونو پاکستاني سرتېري او جنګي جېټ الوتکې په سعودي کې مېشتې دي. امنیتي شنونکي وايي، دا اندېښنې شته چې د جګړې د غځېدو په صورت کې به پاکستان تر خپل دفاعي تړون لاندې پوځي مداخلې ته اړ شي.

پاکستاني چارواکي وايي، د ایران د کورني وضعیت او د تصمیم نیونې بهیر له نږدې څاري.

د راپورونو له مخې، په ایران کې د ولسمشر مسعود پزشکيان او بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ملکي ادارې د لیدلورو او د سپاه پاسداران د نظامي تګلارو ترمنځ اختلافات په زیاتېدو دي او داسې ښکاري چې هلته د پرېکړو کنټرول تر ډېره د نظامي برخې په لاس کې دی.

د رویټرز د راپور له‌مخې، پاکستان په سیمه کې د یوه مهم ډیپلوماتیک لوبغاړي په توګه د ځان ښودلو هڅه کوي او په همدې چوکاټ کې یې د تېرې میاشتې په منځګړيتوب کې د امریکا او ایران ترمنځ د یوه لنډمهالي تړون په لاسلیکولو کې هم مرسته کړې وه.

امریکا د بهرنیو محصلانو، ژورنالیستانو او کلتوري استازو د ویزو موده محدودوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۴ GMT+۱
100%

د ډونالډ ټرمپ اداره د یوې نوې پرېکړې له مخې د بهرنیو محصلانو، کلتوري استازو او خبریالانو د ویزو موده محدودوي. د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دغه اقدام د هغو کسانو د څارنې په موخه کوي چې د ډېر وخت لپاره په دغه هېواد کې پاتې کېږي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د اعلان شوي نوي قانون له مخې، د بهرنیو محصلانو لپاره (اېف ویزې)، د کلتوري تبادلې د پروګرامونو د ګډونوالو لپاره (جي ویزې) او د رسنیو د کارکوونکو لپاره (ای ویزې) کټګوریو لپاره یو ځانګړی او محدود وخت ټاکل شوی.

تر دې وړاندې، یادې ویزې د زده‌کړو د دورې یا په امریکا کې د دندې تر پایه پورې د باور وړ وې.

دغه نوی قانون به په رسمي جریده کې له خپرېدو ۶۰ ورځې وروسته د کانګرس دارزونې له مخې نافذ شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د نویو مقرراتو پر بنسټ، د محصلانو او کلتوري تبادلي پروګرامونو د ویزو موده به تر څلورو کلونو زیاته نه وي. د خبریالانو ویزه چې پخوا به کلونه کلونه د اعتبار وړ وه اوس تر ۲۴۰ ورځو پورې او د چینايي وګړو لپاره تر ۹۰ ورځو پورې محدوده شوې ده خو د ویزې لرونکي کولی شي د خپلې مودې د غځولو غوښتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې واک ته له رسېدو سره سم د کډوالۍ په برخه کې سخت محدودیتونه وضع کړل. د نوموړي ادارې پر قانوني کډوالۍ د څارنې کچه لوړه کړې، د ځینو محصلانو ویزې او ګرین کارتونه یې د هغوی د ایډیالوژیکو لیدلورو له امله لغوه کړي او د سلګونو زرو نورو کډوالو قانوني دریځ یې هم سلب کړی دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په ۲۰۲۴ کال کې د زده‌کړې د ویزو په کچه کې د ۱۱ سلنې ډېروالي خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دغه کال کې ۱،۸ میلیونه بهرني محصلان امریکا ته ورغلي دي. دغه راز په همدې کال کې ۵ سوه زره د کلتوري تبادلې مېلمانه او له ۳۷ زرو څخه زیات خبریالان هم امریکا ته داخل شوي دي.

په غزه کې د برېدونو زیاتوالی: ډاکتران وايي چې په تازه بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۲۳ GMT+۱
100%

د فلسطین روغتیايي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسراییل بریدونو په غزه کې لږ تر لږه پنځه فلسطینیان وژلي او له لسو ډېر ټپیان دي. بل خوا د اسراییلي بریدونو په کچه کې د داسې زیاتوالي راپور ورکول شوی، چې د وروستي اوربند له نافذېدو وروسته ساری نه لري.

د غزې روغتیايي چارواکو ویلي، د توفح سیمې ته نږدې په شمال کې د یوه اسراییلي هوايي برید له امله دوه کسان وژل شوي او درېیم تن د غزې ښار ختیځ کې په زیتون سیمه کې د ټانک په برید کې وژل شوی دی.

د لوېدیځې غزې ښار په خېمه‌ځای کې په بله هوايي حمله کې یو تن وژل شوی او څو تنه ټپیان دي. همداراز په خان یونس کې په یوه موټر د برید له امله یو کس وژل شوی دی.

د اسراییل پوځ تر اوسه د دغو پېښو په اړه تبصره نه ده کړې.

ایران یمني وسله والو ته ویلي چې که امریکا د برېښنا شبکه وولي د سره سمندرګي لار دې وتړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱
100%

رویټرز د دریو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران د یمن له وسله والو غوښتي، که متحده ایالات د ایران د برېښنا پر بنسټونو برید وکړي، په سره سمندګري کې د باب‌المندب تنګی دې د کښتیو پر مخ وتړي.

د راپور له مخې، دوو لوړپوړو ایراني سرچینو او یوې سیمه‌ییزې سرچینې، چې د موضوع په اړه معلومات لري، ویلي دا موضوع د ایران د مشرتابه په کچه تر بحث لاندې نیول شوې او اړوند پیغام د تهران حوثي متحدانو ته رسول شوی دی.

سرچینو رویټرز ته ویلي، حوثیان په دې وروستیو کې د ایران له دې غوښتنې خبر کړل شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي چې پیغام څنګه او څه وخت لېږدول شوی دی.

د رویټرز په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د حوثي ډلې ویاند د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

راپور د حوثیانو د یوې نږدې سرچینې له قوله زیاتوي چې دې ډلې د باب‌المندب تنګي ته نږدې په هغو سیمو کې چې پر حدیده او د عدن پر خلیج برلاسي لري، توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې او د بېړیو پر ضد د بریدونو لپاره چمتووالی یې بشپړ کړی دی. د سرچینې په وینا، دوی یوازې د برید د پیل امر ته انتظار باسي.

د راپور له مخې، همدا سرچینه وایي، په یمن کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) استازي به پرېکړه کوي چې باب‌المندب تنګی څه وخت وتړل شي.

رویټرز لیکلي، که د هرمز تنګی له تړل کېدو وروسته باب‌المندب هم د بېړیو پر مخ وتړل شي، د منځني ختیځ د تېلو دواړه مهمې صادراتي لارې به په یو وخت کې له خنډ سره مخ شي او دا به د انرژۍ پر رسونې او بازارونو پراخ اغېز ولري.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان د خپلې انرژۍ شاوخوا ۷۰ سلنه صادرات د سره سمندرګي د ینبع بندر له لارې لېږدوي او د سیمې دوو سرچینو ویلي، ریاض د ایران او حوثیانو احتمالي ګواښونه جدي نیولي او باور لري چې حوثیان د سره سمندرګي په اړه له ایران سره نږدې همغږي لري.

رویټرز د امریکا د دریځ په اړه لیکلي چې واشنګټن ایران د حوثیانو په وسلو، مالي ملاتړ او روزنه تورنوي، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.

د اوکراین د دفاع وزیر د ګوښه کېدو په غبرګون کې لاریونونه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
100%

د اوکراین په پلازمېنه کیېف او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونه کسان د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د هغې پرېکړې پر ضد سړکونو ته راوتلي چې له مخې یې د دفاع وزیر میخایلو فېدوروف له دندې ګوښه شوی دی. فیدوروف ویلي، چې د ولسمشر د سلاکارۍ وړاندیز یې رد کړی.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خوا د دفاع وزیر میخایلو فېدوروف ګوښه کولو په دغه هېواد کې خلک پارولي او لاریونونه یې کړي دي. فېدوروف د پوځ لوی درستیز د داخلي اختلافاتو په پارولو تورن کړی، خو زېلېنسکي د کابینې بدلون د حکومت د «نوي کېدو» لپاره اړین بولي.

دغه بدلون د زېلېنسکي د کابینې د دویم لوی بدلون برخه ده او داسې مهال ترسره کېږي چې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې له یوه حساس پړاو سره مخ دی.

فېدوروف، چې د ټکنالوژۍ ۳۵ کلن متخصص او د اوکراین د پوځ د ډیجیټلي کولو او د بې‌پیلوټه الوتکو د پروګرام له مهمو څېرو ګڼل کېږي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر د سلاکارۍ وړاندیز یې رد کړی او د پوځ لوی درستیز اولیکساندر سیرسکي یې د دفاع وزارت د اصلاحاتو په مخنیوي تورن کړ.

هغه وویل، « د دې پر ځای چې د روسیې د ماتولو لپاره لارې ولټوي، هېواد یې په داخلي اختلافاتو وېشلی دی».

رویټرز راپور ورکړی چې فېدوروف دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې چې له ولسمشر سره یې په یوه نابریالۍ غونډه کې ګډون کړی و.

د سیرسکي دفتر تر اوسه د دغو تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.