• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران یمني وسله والو ته ویلي چې که امریکا د برېښنا شبکه وولي د سره سمندرګي لار دې وتړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۱ GMT+۱

رویټرز د دریو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ایران د یمن له وسله والو غوښتي، که متحده ایالات د ایران د برېښنا پر بنسټونو برید وکړي، په سره سمندګري کې د باب‌المندب تنګی دې د کښتیو پر مخ وتړي.

د راپور له مخې، دوو لوړپوړو ایراني سرچینو او یوې سیمه‌ییزې سرچینې، چې د موضوع په اړه معلومات لري، ویلي دا موضوع د ایران د مشرتابه په کچه تر بحث لاندې نیول شوې او اړوند پیغام د تهران حوثي متحدانو ته رسول شوی دی.

سرچینو رویټرز ته ویلي، حوثیان په دې وروستیو کې د ایران له دې غوښتنې خبر کړل شوي، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي چې پیغام څنګه او څه وخت لېږدول شوی دی.

د رویټرز په وینا، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او د حوثي ډلې ویاند د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته سملاسي ځواب نه دی ورکړی.

راپور د حوثیانو د یوې نږدې سرچینې له قوله زیاتوي چې دې ډلې د باب‌المندب تنګي ته نږدې په هغو سیمو کې چې پر حدیده او د عدن پر خلیج برلاسي لري، توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې ځای پر ځای کړې او د بېړیو پر ضد د بریدونو لپاره چمتووالی یې بشپړ کړی دی. د سرچینې په وینا، دوی یوازې د برید د پیل امر ته انتظار باسي.

د راپور له مخې، همدا سرچینه وایي، په یمن کې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) استازي به پرېکړه کوي چې باب‌المندب تنګی څه وخت وتړل شي.

رویټرز لیکلي، که د هرمز تنګی له تړل کېدو وروسته باب‌المندب هم د بېړیو پر مخ وتړل شي، د منځني ختیځ د تېلو دواړه مهمې صادراتي لارې به په یو وخت کې له خنډ سره مخ شي او دا به د انرژۍ پر رسونې او بازارونو پراخ اغېز ولري.

راپور زیاتوي چې سعودي عربستان د خپلې انرژۍ شاوخوا ۷۰ سلنه صادرات د سره سمندرګي د ینبع بندر له لارې لېږدوي او د سیمې دوو سرچینو ویلي، ریاض د ایران او حوثیانو احتمالي ګواښونه جدي نیولي او باور لري چې حوثیان د سره سمندرګي په اړه له ایران سره نږدې همغږي لري.

رویټرز د امریکا د دریځ په اړه لیکلي چې واشنګټن ایران د حوثیانو په وسلو، مالي ملاتړ او روزنه تورنوي، خو تهران دا ادعا رد کړې ده.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین د دفاع وزیر د ګوښه کېدو په غبرګون کې لاریونونه شوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
100%

د اوکراین په پلازمېنه کیېف او یو شمېر نورو ښارونو کې سلګونه کسان د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د هغې پرېکړې پر ضد سړکونو ته راوتلي چې له مخې یې د دفاع وزیر میخایلو فېدوروف له دندې ګوښه شوی دی. فیدوروف ویلي، چې د ولسمشر د سلاکارۍ وړاندیز یې رد کړی.

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له خوا د دفاع وزیر میخایلو فېدوروف ګوښه کولو په دغه هېواد کې خلک پارولي او لاریونونه یې کړي دي. فېدوروف د پوځ لوی درستیز د داخلي اختلافاتو په پارولو تورن کړی، خو زېلېنسکي د کابینې بدلون د حکومت د «نوي کېدو» لپاره اړین بولي.

دغه بدلون د زېلېنسکي د کابینې د دویم لوی بدلون برخه ده او داسې مهال ترسره کېږي چې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې له یوه حساس پړاو سره مخ دی.

فېدوروف، چې د ټکنالوژۍ ۳۵ کلن متخصص او د اوکراین د پوځ د ډیجیټلي کولو او د بې‌پیلوټه الوتکو د پروګرام له مهمو څېرو ګڼل کېږي، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر د سلاکارۍ وړاندیز یې رد کړی او د پوځ لوی درستیز اولیکساندر سیرسکي یې د دفاع وزارت د اصلاحاتو په مخنیوي تورن کړ.

هغه وویل، « د دې پر ځای چې د روسیې د ماتولو لپاره لارې ولټوي، هېواد یې په داخلي اختلافاتو وېشلی دی».

رویټرز راپور ورکړی چې فېدوروف دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې وکړې چې له ولسمشر سره یې په یوه نابریالۍ غونډه کې ګډون کړی و.

د سیرسکي دفتر تر اوسه د دغو تورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۲ GMT+۱
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو ادارې د افغانستان او ایران په ګډون د نړۍ ۲۳ هېوادونو ته د سفر په تړاو تر ټولو سخت خبرداری اعلان کړی دی. دغې ادارې پر امریکايي وګړو غږ کړی چې په هېڅ توګه دغو هېوادونو ته سفر ونه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د خطر څلورمه کچه په دې مانا ده چې امریکايي وګړي باید دغو هېوادونو ته له سفر کولو په کلکه ډډه وکړي.

د دغې ادارې په وینا، یاد هېوادونه د خرابو امنیتي شرایطو او هلته د امریکايي وګړو د مرستې لپاره د سفارتي امکاناتو د نشتوالي له امله خورا خطرناک دي.

په هغو هېوادونو کې چې امریکا ورته د سفر د بندیز (څلورمه کچه) خبرداری ورکړی، لومړی نوم د افغانستان دی او همدارنګه په ترتیب سره ایران، شمالي کوریا، روسیه، اوکراین، عراق، سوریه، یمن، بېلاروس، برما، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او د افریقا د وچې یو شمېر نور هېوادونه لکه مالي، نایجر، بورکینافاسو او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت شامل دي.

په سوریې کې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال د کیمیاوي وسلو متخصص ونیول شو

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۴۹ GMT+۱
100%

د سوریې د کورنیو چارو وزارت د بشارالاسد د رانسکور شوي حکومت د کیمیاوي وسلو متخصص ډګروال احمد حبیب علي له نیولو خبر ورکړی دی. دغه وزارت زیاته کړې، دغه کس د بشارالاسد د حکومت پر مهال د سارین ګازو د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.

د سوریې کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کیمیاوي وسلو دغه متخصص په لاذقیه ولایت کې په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې نیول شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، احمد حبیب علي د قرداحې ولسوالۍ د «حرف المسیتره» د کلي اوسېدونکی دی، چې د علمي څېړنو او مطالعاتو د مرکز د مشر په توګه یې دنده ترسره کوله او په ۴۱۷ قطعه کې د سارین ګاز د ډیپوګانو او کیمیاوي وسلو د تولید مسوول وو.

وزارت زیاته کړې، د لومړنیو تحقیقاتو د پایلو پر بنسټ، تورن شخص یو له هغو افسرانو څخه ګڼل کیږي، چې په سارین ګاز د بار شاوخوا شلو بمونو د جوړولو نظارت یې کاوه، چې د هر یوه وزن ۲۵۰ کیلوګرامه وو او په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو کې پر سوري ښارونو او ښارګوټو په بریدونو کې کارول شوي وو.

وزارت په ډاګه کړې، چې له نیول شوي کس څخه لا هم پوښتنې روانې دي او د پوښتنو او ګروېږنو له بشپړېدو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالب پلاوي د بروکسل له سفر وروسته د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر پارلمان ته وربلل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۶ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر مګنوس برونر د طالبانو د یوه پلاوي او د اروپايي کمېسیون د چارواکو ترمنځ د لیدنې د برابرولو له امله د اروپايي پارلمان له‌خوا د وضاحت ورکولو لپاره وربلل شوی دی.

فرانسوي خپرونې مډیاپارټ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۴مه، راپور ورکړی چې برونر د اروپايي پارلمان د مدني ازادیو کمېټې په یوه تړلې غونډه کې د دغې لیدنې په اړه معلومات وړاندې کړي، خو د غونډې جزییات نه دي خپاره شوي.

دغه غونډه وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په دویمه، د طالبانو یوه پنځه کسیز پلاوي په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له چارواکو سره ولیدل. د دې غونډې ګډه مشري د اروپايي کمېسیون او سویډن پر غاړه وه او د اروپايي ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو استازو هم پکې ګډون کړی و.

راپورونه وایي، دا لیدنه د اروپايي ټولنې له رسمي ودانیو بهر ترسره شوې وه.

اروپايي کمېسیون ویلي، د دغو خبرو موخه د هغو افغان وګړو د بېرته ستنولو پر څرنګوالي بحث و چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د استوګنې قانوني حق نه لري. د کمېسیون په وینا، تمرکز پر هغو کسانو و چې په درنو جرمونو محکوم شوي یا امنیتي ګواښ بلل کېږي.

خو یو شمېر اروپايي رسنیو راپور ورکړی چې طالبانو ته په لېږل شوې بلنه کې یوازې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع یاده شوې وه چې د استوګنې قانوني حق نه لري او د جرمي سابقې یا امنیتي ګواښ په اړه هېڅ یادونه نه وه شوې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دغه پلاوي مشري کوله. نوموړي دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې دواړو لوریو په اروپا کې د طالبانو د ډیپلوماټیک حضور، د قونسلي خدمتونو د بیا پیل، د باور جوړونې او د افغان وګړو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړې دي. بلجیم هم د دې پلاوي غړو ته د یوې ورځې ویزې صادرې کړې وې.

دا د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته لومړی ځل و چې اروپايي ټولنې په بروکسل کې د طالبانو د یوه رسمي پلاوي کوربه‌توب وکړ. اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا لیدنه یوازې تخنیکي بڼه لرله او د طالبانو د رسمیت پېژندنې معنا نه لري.

په همدې حال کې، د اروپايي پارلمان جرمنې غړې هانا نیومن د برونر له څرګندونو وروسته ویلي، له طالبانو سره د «تخنیکي اړیکو» په نوم هېڅ شی شتون نه لري. هغې خبرداری ورکړی چې دا ډول خبرې اترې ښایي په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلیو استازولۍ د طالبانو استازو ته د سپارلو لامل شي.

نیومن له اروپايي کمېسیون غوښتي چې روښانه کړي کوم افغانان به افغانستان ته ستنېږي، په اروپا کې مېشت افغانان به د طالبانو له احتمالي فشارونو څنګه خوندي کېږي، او طالبان د کډوالو د بېرته ایستلو په بدل کې له اروپايي ټولنې څه امتیازات غواړي.

له افغانستان څخه وتل او د سپینې ماڼۍ رازونه؛ د جو بایډن د خاطراتو کتاب خپرېږي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۴ GMT+۱
100%

د امریکا د ولسمشر په توګه د جوبایډن څلور کلنه دوره د غزې او اوکراین د جګړو او له افغانستان څخه د وتنې شاهده وه. بایډڼ په سپينې ماڼۍ کې د خپلې څلور کلنې دورې د څرنګوالي په تړاو د «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» په نوم یو کتاب لیکلی او ۴ میاشتې وروسته به خپور شي.

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن چې دمګړۍ د پروستات سرطان له یوې خطرناکې او پرمختللې بڼې سره مبارزه کوي وايي، چې د ده نوی کتاب «امریکا، له ما سره ژمنه وکړه» به د هغو «ننګونو په اړه وي چې موږ د یوه ملت په توګه ورسره مخ وو، د هغو پرېکړو په اړه چې ما وکړې، او دا چې ما ولې دا پرېکړې وکړې».

هغه وویل، دا کتاب به د هغه د ولسمشرۍ د دورې مهمو پېښو ته ځانګړی شوی؛ هغه دوره چې د غزې او اوکراین جګړه او همداراز له افغانستان څخه د امریکا وتل په‌کې شامل وو.

د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې، له واک څخه د تر ټولو د زاړه ولسمشر په توګه له وتلو یوازې څلور میاشتې وروسته، بایډن څرګنده کړه، چې پر هغه د پروستات داسې یو خطرناک سرطان تشخیص شوی چې د هغه هډوکو ته هم خپور شوی دی. هغه له دې وروسته د راډیوټراپي (شعاعي درملنې) بهیر پیل کړ.

۸۳ کلن بایډن د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه د خپل کتاب په تړاو په یوه تبلیغاتي ویډيويي پیغام کې ویلي: «له هغه وخته چې ما ولسمشري پرېښې، ډېرو خلکو له ما څخه پوښتنه کړې، جو، څه کوې»؟

هغه له خپلو مینه‌والو او هغو کسانو څخه مننه کړې، چې د ده د ښې روغتیا هیله یې کړې او زیاته یې کړه: «ما خپل ډېر وخت له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی. زه د سرطان له تشخیص سره لاس او ګرېوان یم او درملنه مې روانه ده، چې ډېره ښه پر مخ روانه ده».

جوبایډن په دې ویډيويي پیغام کې څرګنده کړې، د خپلې ولسمشرۍ (۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵) پر مهال، د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه د ډونالډ ټرمپ د پلویانو له‌خوا د امریکا پر کانګرس د برید، د اوکراین جګړه او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو څو مهمې شېبې یادې کړي دي.

بایډن زیاته کړه، چې په دې کتاب کې به دا هم راشي چې «ما ولې پرېکړه وکړه چې بیا ځلي ځان نوماند کړم او ولې مې پرېکړه وکړه چې له نوماندۍ تېر شم».

د کتاب په اړه د هغه په دې تبلیغاتي ویډیو کې د محاصره شویو فلسطینیانو او په‌کې د امریکا د رول په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر په توګه د هغه د روغتیا په اړه له پرله پسې پوښتنو سره سره، ۸۱ کلن بایډن پرېکړه وکړه، چې په ۲۰۲۴ کال کې د دویمې دورې لپاره ځان کاندید کړي.

خو د ۲۰۲۴ کال په جون کې د ټرمپ پر وړاندې په یوه ناکامه او کمزورې ټاکنیزه مناظره کې تر راڅرګندېدو او د ډیموکراتانو د بې‌ساري فشارونو له امله، بایډن له ټاکنیزې سیالۍ څخه د وتلو اعلان وکړ.

ورپسې ټرمپ د بایډن پر ځای د معرفي شوې کاندیدېد هغه د وخت مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس ته ماتې ورکړه. ټرمپ، چې د جون په میاشت کې ۸۰ کلن شو، تر هغه وخته چې په ۲۰۲۹ کال کې خپله کاري دوره پای ته رسوي، د بایډن د عمر ریکارډ به مات کړي.

د بایډن د خاطراتو دا کتاب د روان زیږیز کال د نومبر په ۱۷مه خپرېږي، چې د منځمهاله حساسو ټاکنو څخه یوازې څو اونۍ وروسته وخت دی.

کاملا هرېس هم تېر کال خپل د خاطراتو کتاب خپور کړی وو. دغه کتاب چې «۱۰۷ ورځې» نومېږي، د هغې د هغو لنډو ټاکنیزو هڅو او کمپاین په اړه دی چې د بایډن له وتلو وروسته یې د ټرمپ پر وړاندې ترسره کړې وې.

100%
کاملا هرېس له خپل کتاب سره

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې، د امریکا جګپوړو ډیموکراټ چارواکو چې په ۲۰۲۴ کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند د ماتې ارزونه کوله، دې پایلې ته ورسېدل چې د غزې په اړه د بایډن د ادارې دریځ د پخوانۍ مرستیالې ولسمشرې کاملا هرېس لپاره یو «بشپړ منفي» او زیانمنونکی فکتور وو.