عیني شاهدانو بېړنيو خدماتو ته زنګ وهلی او پولیسو ته یې ویلي چې یوه چاقو په لاس کس یو بل تن وهلی او له سیمې تښتېدلی دی.
ژغورونکو هڅه وکړه چې د محصل ژوند وژغوري او روغتون ته یې ولېږداوه، خو د سختو ټپونو له امله لږ وروسته ومړ.
پولیسو له پېښې لږ وروسته شکمن افغان کس نیولی دی. ویل شوي چې شکمن کس په ټریر کې ثبت شوی دی.
د جرمني رسنیو د رپوټ له مخې، د برید اصلي انګېزه تر اوسه روښانه نه ده. د قتل ځانګړې څانګه د پېښې د څرنګوالي، د برید د هدف او د کارول شوې وسلې په اړه پلټنې کوي.
له دې وړاندې د باویریا ایالت په روهپولډینګ ښار کې هم یو افغان چاقو را اېستلی و. همداراز په ډریسدن ښار کې یو ترکي وګړي د «الله اکبر» له ویلو وروسته پر پولیسو د ټوپک ډزې کړې وې.
د ټریر پوهنتون پر خپله وېبپاڼه د خواشینۍ پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې «په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان مو خبر ترلاسه کړ چې زموږ د پوهنتون یو محصل د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۵مه د وژنې قرباني شوی دی. د هغه له لاسه ورکول زموږ په ټولنه کې دردناکه تشه رامنځته کوي».
د ټریر سي ډي یوګوند هم په ټولنیزو رسنیو کې د خواخوږۍ پیغام خپور کړی او ویلي یې دي، چې « په دې هېواد کې یو بل وحشیانه چاقو برید وشو چې هېڅ توجیه نه لري او دا د بیړنیو اقداماتو اړتیا ښيي».
په جرمني کې د چاقو بریدونو له امله، چې په ګڼو پېښو کې یې افغان تابعیت لرونکي ښکیل بلل شوي، د افغانانو په ټولنه کې اندېښنې پیدا کړې دي. له دې وړاندې شوي بریدونه په غونډو او انفرادي ډول افغان ټولنې او افغان کډوالو غندلي دي او له قربانیانو سره یې خپلې خواخوږۍ ښودلې دي.