شهرزاد اکبر ویلي: «پیغام باید روښانه وي؛ که طالبان مشروعیت غواړي، باید هغه ترلاسه کړي، او دا بهیر باید د افغان ښځو او نجونو د تر ټولو بنسټیزو حقونو او انساني کرامت له بېرته اعادې پیل کړي».
نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کړې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو لا هم پر ښځو او نجونو د زدهکړو، کار، ټولنیز حضور او ګڼو نورو اساسي حقونو پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
طالبانو تر اوسه د ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو په اړه کومه عملي پرېکړه نه ده کړې، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې، د بشري حقونو د بنسټونو او ملګرو ملتونو له پرلهپسې نیوکو سره مخ شوي دي.
د بشري حقونو مدافعین باور لري چې د ښځو او نجونو د حقونو تأمین، د افغانستان د نړیوال تعامل او هر ډول مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره له مهمو شرطونو څخه ګڼل کېږي.
د برېتانیا حکومت اعلان کړی چې د افغانستان د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه مرسته ځانګړې کړي او دغه مرستې به د باوري شریکانو له لارې د افغانستان تر ټولو زیانمنو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، ته ورسول شي.
د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ورځ، په ایکس کې د برېتانیا د حکومت د اعلان په شریکولو سره لیکلي: «نن برېتانیا د افغانستان له خلکو سره د خپلې دوامدارې ژمنې تایید کوي. برېتانیا به په راتلونکو درېیو کلونو کې هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه ځانګړې کړي او د باوري شریکانو له لارې به د ژوند ژغورنې مرستې وړاندې کړي.»
د برېتانیا د پارلمان په راپور کې راغلي چې دغه هېواد به د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۹ کلونو ترمنځ هر کال ۱۰۵ میلیونه پونډه د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره ځانګړې کړي او افغانستان به په دې موده کې د برېتانیا د رسمي پراختیايي مرستو له تر ټولو لویو پروګرامونو څخه پاتې شي.
په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې پنځه کاله وروسته، د افغانستان بشري وضعیت لا هم «خورا خراب» دی او د لا خرابېدو له خطر سره مخ دی. د راپور له مخې، سږ کال نږدې ۲۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري چې له ډلې یې ۱۷،۴ میلیونه کسان له شدیدې خوړو ناامنۍ سره مخ دي.
د برېتانیا د حکومت په وینا، افغانستان د ماشومانو او میندو د خوارځواکۍ له پلوه په نړۍ کې له تر ټولو لوړو کچو سره مخ دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې نږدې پنځه میلیونه ښځې، نجونې او هلکان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
د راپور له مخې، د برېتانیا نوې مرستې به د روغتیا او تغذیې په برخو کې د ژوند ژغورنې خدمتونو، اساسي زدهکړو، د زیانمنو خلکو د ساتنې، د معیشت پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو لپاره ولګول شي.
د برېتانیا حکومت ویلي چې د ښځو او نجونو حقونه او اړتیاوې به د دې مرستو په مرکز کې وي او ژمن دی چې لږ تر لږه د برېتانیا د مرستو له نیمايي څخه ګټهاخیستونکي به ښځې او نجونې وي.
په راپور کې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه، په ځانګړي ډول زدهکړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون محدودول، د افغانستان د بشري حقونو او اوږدمهاله پرمختګ پر وړاندې جدي خنډ بلل شوي دي.
د برېتانیا د پارلماني راپور له مخې، د ۲۰۲۴–۲۰۲۵ مالي کال په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۲،۷ میلیونه کسانو ته ملاتړ رسولی چې له ډلې یې څه باندې ۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې وې.
د برېتانیا حکومت ټینګار کړی چې له افغان خلکو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي، د ښځو او نجونو له حقونو به ملاتړ وکړي، اساسي خدمتونه به د خپلو شریکانو له لارې وساتي او د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او مقاومت د پیاوړتیا لپاره به هڅې وکړي.
د کابل ښاروالۍ د اعلان شوې نرخنامې له مخې، د یوه لیټر پټرولو بیه ۷۹ افغانۍ، د یوه لیټر ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ او د یوه کیلو مایع ګاز بیه ۷۴ افغانۍ ټاکل شوې، خو د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، په عملي بازار کې په ځینو سیمو کې بیې له ټاکل شویو نرخونو لوړې دي او د ګاز د موندلو ستونزې هم زیاتې شوې دي.
د پکتیکا او خوست ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې د مایع ګاز د کمښت راپورونه ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، په ډېرو سیمو کې ګاز یا نه پیدا کېږي او یا هم په محدوده اندازه پلورل کېږي.