دوی افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، دا ځمکې د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې اړوند دي او د دوی کورنۍ له شاوخوا ۱۰۰ تر ۱۲۰ کلونو راهیسې په همدې سیمه کې ژوند کوي. د دوی په خبره، سیمه ښه موقعیت او اساسي سړکونه لري او د ځمکو د ملکیت قبالې او نور قانوني اسناد هم ورسره شته.
دوی د خپلو ملکیتونو د ادعا په ملاتړ له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره د قبالو، د ملکیت اسنادو او د بېلابېلو دولتي ادارو رسمي مکتوبونو کاپۍ هم شریکې کړې دي.
د اوسېدونکو په وینا، طالب چارواکو د پنجشنبې په ورځ په لوډسپیکرونو کې اعلان کړی چې اوسېدونکي دې خپل کورونه تخلیه کړي، ځکه د دوی په خبره دا ځمکې دولتي دي. دوی ادعا کوي چې ورته ویل شوي، که خپله کورونه وران نه کړي، دوی به یې په زور ونړوي.
د سیمې د خلکو په وینا، شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ په دې سیمه کې ژوند کوي او ټولو ته د تخلیې خبر ورکړل شوی دی. دوی زیاتوي، په دغو کورنیو کې هغه کډوالې کورنۍ هم شاملې دي چې له کلونو راهیسې هلته مېشتې دي.
د افغانستان انټرنشنل له لوري د لیدل شویو مکتوبونو له مخې، د دغې ځمکې د مالکیت او حقوقي شخړې موضوع د جمهوري نظام پر مهال د څو دولتي ادارو ترمنځ هم څېړل شوې وه. په اسنادو کې د کورنیو چارو وزارت، لویې څارنوالۍ، د ننګرهار ولایت مقام، د خلکو او حکومت د اړیکو او شخړو د حل خپلواک کمېسیون او د افغانستان د ځمکو خپلواکې ادارې رسمي مکتوبونه شامل دي.
په دغو مکتوبونو کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې د خلکو وړاندې شوې قبالې او نور اسناد وارزوي، د ځمکو حقوقي وضعیت د نافذه قوانینو او تخنیکي سروې له مخې وڅېړي او د شخړې د قانوني حل لپاره لازم اقدامات وکړي. په ځینو مکتوبونو کې د موضوع د حساسیت له امله د خلکو د حقونو د خوندي کولو او د هر ډول غیرقانوني اقدام د مخنیوي یادونه هم شوې ده.
خو د افغانستان انټرنشنل - پښتو له لوري د لیدل شویو اسنادو له مخې، داسې کوم وروستی قضايي حکم یا رسمي پرېکړه نه تر سترګو کېږي چې د دغو ځمکو د ملکیت په اړه یې وروستۍ فیصله کړې وي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، له دې ټولو اسنادو او پخوانیو مکتوبونو سره سره اوس د طالبانو تر واک لاندې ښاروالۍ غواړي ځمکې یې د دولتي ځمکو په نوم ضبط کړي. دوی زیاتوي، بېلابېلو ادارو ته یې عریضې او شکایتونه کړي، خو په خبره یې تر اوسه یې غږ نه دی اورېدلی.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د ننګرهار ولایت د مقام او د جلال اباد ښاروالۍ نظر نه دی ترلاسه کړی. که د طالبانو چارواکي په دې اړه خپل دریځ شریک کړي، راپور به ورسره تازه شي.