• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

دوجاریک: یوناما به په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څار جاري وساتي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۸ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت به د امنیت شورا له لوري د ټاکل شوي ماموریت له مخې دوام وکړي او د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څارنه به یې د لومړیتوبونو په ډله کې وي.

دوجاریک د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې یوناما به د مرستو همغږي، له اړخونو سره سیاسي تعامل، د منځګړیتوب رول، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو څارنه او د افغانستان د وضعیت په اړه پراخ راپور ورکولو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د بشري حقونو د څارنې او راپور ورکولو برخه به هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ورکړل شوي ماموریت له مخې پر مخ ولاړ شي.

دوجاریک همداراز ویلي چې تر اوسه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه د رباب فاطمې د دندې د پیل نېټه نه ده ټاکل شوې. د هغه په وینا، نوموړې به خپل نوی ماموریت هغه مهال پیل کړي چې په نیویارک کې خپلې اوسنۍ دندې بشپړې کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټرېش په دې وروستیو کې د بنګله‌دېش تجربه لرونکې ډیپلوماټه رباب فاطمه په افغانستان کې د خپل ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه ټاکلې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره میاشت د یوناما ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه او له دې ماموریت څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت، په ځانګړي ډول د بشري حقونو، د ښځو او نجونو د حقونو او سیاسي تحولاتو په اړه خپل راپورونه او فعالیتونه دوامداره وساتي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۷ GMT+۱
•
خبرخونه
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کندهار کې د طالبانو د نظامي منسوبانو په یوه سیمینار کې د ددې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي ویلي، چې «که هبت‌الله اخوندزاده نه وي، د امارت ځینې وزیران به ډېر ژر نېکټایۍ واچوي».

د طالبانو د عدلیې وزیر مولوي عبدالحکیم شرعي د کندهار د امني، عبور او مرور شُرطې ځواکونو په یوه روزنیز سمینار کې ویلي، چې «که د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده نه وي، د حکومت ځینې وزیران به ډېر ژر خپله اوسنۍ ظاهري بڼه بدله کړي او نېکټایۍ به واچوي».

شرعي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې د طالبانو د شاوخوا ۸۰۰ نظامي منسوبانو په سیمینار کې وکړې.

نوموړي، چې د مشرۍ د رول او د طالبانو د ادارې د اصولو د ساتنې په اړه خبرې کولې، د هبت‌الله اخوندزاده حضور د طالبانو د اوسنۍ ادارې د دوام او د چارواکو د التزام لپاره مهم وباله.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر همداراز وویل چې ځینې وزیران د «مجاهدینو» پوښتنې ته نه ورځي، خو د کرکټ د ستورو د لیدو او پوښتنې لپاره وخت پیدا کوي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر اشاره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته وه، چې د کرکټ د یوه لوبغاړي شاپور ځدراڼ د فاتحې لپاره د هغه کور ته ورغلی و. حقاني له دې وړاندې هم د ورزش د ستورو هرکلی کړی او هغوی یې ستایلي دي.

په دغه سیمینار کې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزیر مولوي نورمحمد ثاقب، د ارشاد، حج او اوقاف وزارت مسلکي معین مولوي محمدحامد حسیب، د کندهار والي ملا محمدشیرین اخوند، د طالبانو د جهادي مدرسو عمومي رییس مولوي عبدالواحد طارق، د سترې محکمې نظامي مرستیال مولوي سردارمحمد ابوالفیضان، د مرکزي دارالافتا رییس شیخ مولوي خیرجان، د کندهار والي مرستیال ملا محمدصادق انقلابي او د طالبانو یو شمېر نورو چارواکو او دیني عالمانو ګډون کړی و.

په سیمینار کې د پلټنځایونو د اصولو، مسلکي دندو، له خلکو سره د چلند، د مسوولیت احساس، د شریعت د احکامو د رعایتولو او د نظامي منسوبانو د اخلاقي مکلفیتونو په اړه هم خبرې شوې دي.

ویناوالو له ګډونوالو غوښتي، چې خپل مسوولیتونه په رښتینولۍ ترسره کړي، له اختلافاتو او غیبت کولو ځان وساتي او د دیني زده‌کړو، تقوا او د شریعت د پلیتابه لړۍ پیاوړې کړي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دغه سیمینار ۱۱ ساعته جریان درلود او ګډونوالو د سیمینار تالار ته د ټیلیفون او کمرې د وړلو اجازه نه درلوده.

د طالبانو د عدلیې وزیر دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې له دې وړاندې د حزب اسلامي د مشر ګلدبن حکمتیار د کور او دفتر د تخلیې او دغه راز د ځینو سوداګرو تر فشار لاندې راوستلو له امله هم د سراج الدین حقاني او شرعي ترمنځ د اختلافاتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

سراج‌الدین حقاني، چې هممهاله د حقاني شبکې مشر هم دی، د طالبانو په دننه کې له هغو څېرو شمېرل کېږي چې ګومان کیږي ددې ډلې په پالیسیو کې د اصلاحاتو او په کوردننه او بهر د تعامل پلوی دی.

خو د شنونکو په باور، د طالبانو مشرتابه ته نږدې کسان، چې د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم او د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هم پکې شاملیږي، د حقاني د تعامل پلوه دریځونو مخالف دي.

په تېرو دریو کلونو کې هبت الله اخوندزاده په کابل او ولایتونو کې د حقاني شبکې فعالیتونه محدود کړي، ددې ډلې د بدري ۳۱۳ ځانګړې قطعې یوه برخه تجهیزات یې کندهار ته انتقال کړي او په ګومارنو کې یې هم د هغه صلاحیتونه کم کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال په فبروري کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې هبت الله د سراج الدین حقاني ورور حافظ عزیزالدین حقاني د بدري ۳۱۳ قطعې د فعالیتونو له امله کندهار ته احضار کړی و او وروسته له دندې لرې شو.

طالبانو په وار وار په خپلو لیکو کې د اختلافاتو رپوټونه رد کړي دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال: ټولنه او هېواد ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱
100%

د طالبانو د پوهنې وزارت مرستیال عبدالمالک حقاني د ۱۴۰۵ کال کانکور او دیني مدرسو د ازموینو د لسو مخکښ زده‌کوونکو ستاینغونډه کې ویلي، ټولنه او هېواد ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري. خو د افغان ښځو سیاسي شبکه وايي، هېڅ ملت د نجونو غږونو په چُپ کولو سره پرمختګ نه‌شي کولی.

سږکال د څلورم پرلپسې کال لپاره طالبانو له نجونو زده‌کوونکو پرته د کانکور ازموینه واخیسته. طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

د افغان ښځو د سیاسي مشارکت شبکې غړې انتیلا براتي وايي، سږنۍ کانکور ازموینه واخیستل شوه، خو په وینا یې، دا کانکور د ټولو لپاره نه‌وو، ځکه له څو کلونو راهیسې په ازموینو کې د هغو نجونو زده‌کوونکو چې په زرګونو هیلو سره یې درسونه ویل، ځای خالي وو.

انتیلا براتي زیاته کړه: «هېڅ ملت د نجونو د غږونو په چُپ کولو سره پرمختګ نه‌شي کولی. راتلونکې هغه مهال جوړېږي، چې کتاب د ټولو په لاسونو کې وي، نه د ګوتو په شمار د خلکو په لاسونو کې. داسې ورځ به راشي چې د زده‌کړو دروازې د ټولو پر مخ پرانېستل شي». او زیاته یې کړه: «په هغه ورځ به کانکور یوازې یوه ازموینه نه‌وي، بلکې د عدالت او برابرۍ جشن وي».

له دې سره سم، د طالبانو پوهنې وزارت د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو زده‌کوونکو د ستاینې لپاره د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۴مه) ځانګړي مراسم جوړ کړي وو.

په دې مراسمو کې د طالبانو د ښوونې او رزونې مرستیال عبدالمالک حقاني مخکښو زده‌کوونکو ته له مبارکۍ ویلو سربېره وویل: «د دیني علومو ترڅنګ عصري علوم ځانګړی اهمیت لري او د اسلامي تمدن د لا غوړېدو او پرمختګ لامل ګرځي».

هغه د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو له یادونې پرته زیاته کړه: «ټولنه او مُلک ښوونیزې ټکنالوژۍ او مسلکي کادرونو ته جدي اړتیا لري او موږ باید د همدې مخکښو طلابو او زده‌کوونکو له لارې دې موخې ته ورسېږو».

100%

په دې غونډه کې د دغه وزارت د کیفیت تضمین مرستیال عبدالخالق صادق وویل: «تاسو د مُلک د راتلونکي معماران او رهبران یاست؛ نو باید د خپل ولس او ټولنې پر وړاندې د مسوولیت احساس ولرئ او د خپلو زده‌کړو له لارې دا کړېدلی ملک د پرمختګ او ودانۍ پر لور رهبري کړئ».

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰ زره کسانو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې به ۷۴ زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي. دا په داسې حال کې ده، چې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.

د ښځو یو شمېر نورو ټولنو او شبکو د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي وو، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف رسمي سند دی.

په رسمیت د جنسیتي اپارتاید پېژندنې هڅې؛د افغان ښځو ملاتړ لپاره تر ۱۰۰زرو ډېر لاسلیکونه شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۰ GMT+۱
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي بکتاش سیاوش ویلي، له اروپايي ټولنې څخه په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت پېژندلو او همداراز طالبان د ترهګرې ډلې په توګه د پېژندنې د غوښتنې لپاره د لاسلیکونو د راټولونې بهیر له ۱۰۰ زرو څخه واوښت.

د لاسلیک ټولونې دغه بهیر درې میاشتې وړاندې په رسمي ډول د اروپايي پارلمان د عریضو د ثبت پروسې له لارې دغه بنسټ ته وړاندې شوی و او د دغه پارلمان له خوا یې ترلاسه کول تایید شوي دي.

بکتاش سیاوش د چنګاښ په ۲۳مه په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د دغه کمپاین ملاتړ په بې‌ساري ډول زیات شوی او د لاسلیکونو شمېر له ۱۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پورې لوړ شوی دی.

د دغه کمپاین له لارې له اروپايي ټولنې او د هغې له پارلمان څخه په کلکه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان وضعیت د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني، د طالبانو له عادي کولو ډډه وکړي او دغه ډله په رسمي ډول د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړي.

همدا راز زیاته شوې چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو سیستماتیک ځپل، له کار، زده کړو او ټولنیز ژوند څخه د هغوی محرومول یوازې یو بشري ناورین نه دی، بلکې یو سازمان شوی جنسیتي اپارتاید دی چې نړیوالې سیاسي او حقوقي پېژندنې ته اړتیا لري.

د دغه کمپاین تنظیموونکي ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه نه شي کولای د افغان ښځو او نجونو د ځپلو په وړاندې چوپه خوله پاتې شي، ځکه دا ډول چوپتیا له ظلم سره همکاري ده.

د دغه کمپاین د وړاندې کوونکو په وینا، د ۱۰۰ زره لاسلیکونو څخه تېرېدل د عدالت غوښتنې په لاره کې یو مهم پړاو دی او دا ښيي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو د ملاتړ لپاره غږ پورته کوي. هغوی له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دغه سند په لاسلیکولو او شریکولو کې یې برخه اخیستې او زیاته کړې یې ده چې د لسګونو زرو انسانانو غږ نادیده نیول کېدای نه شي.

دا کمپاین په داسې حال کې د ۱۰۰ زرو لاسلیکونو کچې ته رسېږي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع کړې دي. د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د طالبانو له خوا پر ښځو لګول شوي محدودیتونه او د هغوی د کار او زده کړو بندیز د افغانستان پر اقتصاد سخت منفي اغېز کړی او د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو د سخت کمښت لامل شوی دی.

د محمد محقق لور: اسلامي هېوادونه باید د افغان ښځو ژغورلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۴۹ GMT+۱
100%

د محمد محقق لور ذکيه محقق وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېرېږي، خو په افغانستان کې د ښځو د حقونو حالت ورځ تر بلې خرابېږي. هغې وويل، اسلامي هېوادونه بايد د چوپتيا پر ځای د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه واخلي او څرګندې حل‌لارې وړاندې کړي.

ذکیې محقق د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې وويل، تر اوسه په دې تړاو اسلامي هېوادونو اغېزناک اقدام نه‌دی کړی او طالبانو هم له خپلو دريځونو شاتګ نه‌دی کړی.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند د مشر لور، د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۳مه)، په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو په غونډې کې وینا هم کړې ده.

ذکيې محقق ټينګار وکړ، چې د ښځو او همداراز قومي او مذهبي لږکيو په اړه د طالبانو کړنې د اسلام له دين سره هېڅ تړاو نه‌لري او په باور یې، دا ډله د اسلام له نوم څخه ناوړه ګټه اخلي. هغې همدارنګه په افغانستان کې د خلکو پر اراده ولاړ او ولسواک حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

هغې وويل، افغان ښځې له تېرو پنځو کلونو راهيسې له خپلو ټولو بنسټيزو حقونو بې‌برخې شوې دي او د افغانستان د اوسني حالت تر ټولو ستر زيانمن کسان ښځې دي. د هغې په وينا، هغه زيانونه چې په دې موده کې ښځو او ټولنې ته اوښتي، په راتلونکو کلونو کې به يې جبران اسانه او ممکن نه‌وي.

نوموړې د طالبانو د روانو تګلارو د دوام پايلو ته په اشارې سره وويل، په افغانستان کې داسې نظام نه‌شته چې د عزت او کرامت لرونکو انسانانو په توګه د ښځو ساتنه وکړي. هغې زياته کړه، که دا حالت همداسې دوام وکړي، ټولنه به د اخلاقي او ټولنيز زوال تر ټولو ټيټې کچې ته ورسېږي.

ذکيې محقق د اسلامي هېوادونو د ښځو د غونډې په تړاو وويل، افغان ښځو بايد په دې غونډه کې ګډون درلودای، څو له اسلامي هېوادونو سره خپلې اړيکې پياوړې کړي او د افغان نجونو او ښځو غږ نړۍ ته ورسوي.

د محمد محقق لور وويل، اوس مهال هېڅ هېواد د عملي اقدام لپاره چمتو نه‌ښکاري، خو هيله يې څرګنده کړه، چې په نږدې راتلونکې کې به پراخه نړيواله اجماع رامنځته شي او اسلامي او لوېديځ هېوادونه او همداراز هغه دولتونه چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د افغانستان له خلکو سره عملي مرسته وکړي.

د اسلامي همکارۍ سازمان، چې د ۵۷ اسلامي هېوادونو ګډه ټولنه ده، په اسلام‌اباد کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو لګول شوي بنديزونه د اسلامي ارزښتونو او اسلامي فرهنګ خلاف وبلل او خبرداری يې ورکړ، چې دا ډول تګلاره د اسلام سپېڅلي انځور ته زيان رسوي.

فوزیه کوفي: د طالبانو واکمني د افغانستان د تاریخ «توره دوره» ده

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د طالبانو پر سیاستونو په سختو نیوکو سره ویلي، چې دغې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د افغان ښځو ژوند په «جهنم» بدل کړی او نظام یې د هېواد د تاریخ «توره دوره» ده.

فوزیې کوفي د سې‌شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې افغانستان د یوې داسې ډلې په منګولو کې «اسیر» شوی، چې نه مشروعیت لري او نه د خلکو د استازولۍ وړتیا لري.

نوموړې زیاته کړې، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغان ښځو استعدادونه، تجربې او د مشرتابه وړتیاوې له پامه غورځول شوي او هغوی یوازې له طالبانو سره د هېوادوالۍ په جرم له خپلو حقونو بې‌برخې شوې دي.

کوفي د پوښتنې په توګه مطرح کړې، چې ولې باید افغان ښځې له نړۍ څخه په نړیوالو ناستو کې د خپل ګډون غوښتنه وکړي، په داسې حال کې چې د نورو اسلامي هېوادونو ښځې په ویاړ سره د خپلو حکومتونو استازولي کوي.

د ولسي جرګې دغه پخوانۍ غړې د هېواد پر هغو نارینه‌وو او مېرمنو هم سختې نیوکې کړې دي، چې د اوسني وضعیت لپاره توجیهات لټوي. هغې ویلي، چې په هېواد کې د ښځو د حذفولو او د یوه ملت د «تحقیرولو» پر وړاندې چوپتیا د «شرم وړ» ده او د تاریخي هېواد د ژغورلو لپاره باید دا وضعیت بدل کړل شي.

مېرمن کوفي طالبان د افغانستان د معاصر تاریخ د دغه «تور فصل» مستقیم مسوولین وبلل او ټنیګار یې وکړ، چې دغې ډلې د ملت حیثیت او اعتبار له منځه وړی دی. هغې زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته به کلونه وخت او سخت کار ته اړتیا وي، څو هغه اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او کلتوري زیانونه جبران شي چې پر افغان ښځو تپل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې په وار وار ویلي، چې په هېواد کې د شریعت پر بنسټ د ښځو ټول حقوق خوندي دي او په دې ټړاو یې هر ډول څرګندنې رد کړې دي.