• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني ځواکونو په بنو کې په یوه کالج کې د وسله والو پر «پټنځي» هوايي برید کړی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۴۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې پر یوه دولتي کالج چې ویل کیږي وسله‌والو په ولکه کې نیولی و، هوايي برید شوی. ځینې سرچینې وایي، دا برید د پاکستاني جیټ الوتکو له خوا شوی دی.

د خیبر پښتونخوا په سویلي ولسوالۍ بنو کې دولتي سرچینې وایي چې د وسله والو پر یوه پټنځای ډرون برید شوی چې پکې د مرګ‌ژوبلې وېره ښودل کېږي.

د بنو ځايي خبریالان وایي چې دا برید د پنجشنبې په ورځ د بکاخیل تحصیل په مداروپ نرمي خیل سیمه کې پر یوه دولتي کالج شوی دی. هغوی وویل چې د ډزو لړۍ وخت په وخت روانه وه او غږونه یې تر لیرې لیرې اورېدل شوي دي.

ځینو ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د وسله والو پټنځایونه د پاکستاني جیټ الوتکو له خوا په نښه شوي دي خو د ځايي سرچینو له خوا یې پخلی نه دی شوی.

عیني شاهدان وایي چې په برید کې د دغه کالج ودانۍ په نښه شوې او ړنګه شوې ده.

حکومتي سرچینو ویلي، چې له دغه کالج نه وسله والو د پټنځي په توګه کار اخېست.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۴

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

۵

محمودخان اڅکزی: څوک چې د افغانستان پر استقلال خوا نه بدوي، نه پښتون دی او نه مسلمان

•
•
•

نور کیسې

د خیبر پښتونخوا حکومت له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل دوه ګونې پالیسي وبلله

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره تجارت پرانېستی دی خو له افغان ورور هېواد سره لارې تړل شوې دي. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات د مرکزي حکومت کار دی او دوی ورسره تړاو نه لري.

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند او ایالتي وزیر شفیع جان له افغانستان سره د سوداګرۍ بندول دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره سوداګري خلاصه ده خو له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل چې «موږ د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ منځګړیتوب کوو چې دا یو ښه کار دی، خو زموږ د خپل مسلمان ګاونډي او ورور هېواد افغانستان پر وړاندې له پوره ځواک څخه کار اخیستل کېږي».

نوموړي وویل چې که له افغانستان څخه وسله وال ورځي، نو باید پر وړاندې یې خامخا اقدام وشي خو زیاته یې کړه، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په وار وار له مرکزي حکومت سره د افغانستان د لارو پر پرانیستلو خبرې کړې دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا لارې به تر کله تړلې ساتل کېږي.

شفیع جان د افغان کډوالو پر وړاندې د روانو عملیاتو په اړه وویل چې دا د مرکزي حکومت موضوع ده او دوی پکې ښکیل نه دي.

ټي‌ټي‌پي: په کوز دیر کې مو پر پاکستاني ځواکونو برید کې ۶ عسکر وژلي او تر ۲۰ زیات ټپیان کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۱۷ GMT+۱
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې چې د خیبر عملیاتو په لړ کې یې د پښتونخوا د کوز دیر ولسوالۍ د خال سیمې د لړم په غرونو کې پر پاکستاني ځواکونو غلچکی برید کړی دی. دغه برید کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شوي، تر شلو زیات نور ټپیان شوي او پنځه پوځي موټر هم ویجاړ شوي دي.

ټي‌ټي‌پي همداراز ویلي، څلور پاکستاني سرتېري یې ژوندي نیولي وو، خو وروسته یې په دې شرط خوشې کړي چې بیا به د دې ډلې پر ضد په پوځي فعالیتونو کې برخه نه اخلي.

د ډلې په وینا، د برید پر مهال یې درې کلاشینکوفونه او یو سپکه ماشینګڼه هم د پاکستاني ځواکونو څخه ترلاسه کړې ده.

ټي‌ټي‌پي د خپلو احتمالي مرګ‌ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

سوات کې د وسله‌والو د حضور په اړه اندېښنې؛ ځایي خلکو د اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۴ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۰ GMT+۱
100%

د خیبربښتونخوا د سوات او بر دېر ترمنځ په غرنیو سیمو کې د وسله‌والو د بیا راڅرګندېدو راپورونو له خپرېدو وروسته په ټوله دره کې د ناامنۍ زیاتېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د سوات ځایي اوسېدونکو، مشرانو او قومي مخورو له ځایي امنیتي ادارو غوښتي، چې د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. د دوی په وینا؛ د کلونو قربانیو په پایله کې ټینګ شوی امن باید له ګواښ سره مخ نه‌شي.
د راپور له مخې؛ په وروستیو ورځو کې د مټې ولسوالۍ د روډینګار او د چارباغ د لرو پرتو غرنیو سیمو په اړه داسې ادعاوې شوې، چې هلته مشکوک وسله‌وال لیدل شوي دي. که څه هم دغه راپورونو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې؛ خو تراوسه یې په خپلواکه توګه پخلی نه‌دی شوی.

اندېښنې هغه مهال لا زیاتې شوې، چې څو ورځې وړاندې د مټې په شکردرې سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه سیمه‌ییز مشر برید وشو. ځايي مشران وايي، په سوات کې اوسنی امن د امنیتي ځواکونو، پولیسو او ولس د ګډو قربانیو پایله ده او هر ډول امنیتي ګواښ باید په جدي توګه وڅېړل شي. د دوی په خبره؛ خلک نه غواړي سیمه یو ځل بیا د تېرې ناامنۍ حالت ته ستنه شي.

په خوازه خېلو کې سلګونه کسانو د وسله‌والو د ادعا شوي حضور پر ضد احتجاج وکړ. د غونډې ویناوالو مختیار یوسفزي، خورشید کاکاجي او عجب خان وویل، د سوات خلک د خپلې سیمې د سولې د ساتنې لپاره یو موټی دي او هېڅ وسله‌والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د سیمې امن ګډوډ کړي.

دوی زیاته کړه، که امنیتي ادارې خپله دنده ترسره نه‌کړي خلک به خپله د سولې د دفاع لپاره ودرېږي. ویناوالو ټینګار وکړ، چې له ۲۰۰۷کال سوات او د ۲۰۲۶کال سوات ترمنځ لوی توپیر شته او اوس خلک د هر ډول وضعیت بشپړ درک لري.

د بر سوات د پولیسو مشر مشتاق احمد خان بیا ویلي، چې په ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ډاډمن دی او پولیس د هر ډول احتمالي امنیتي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري. هغه له خلکو غوښتي، چې پر اوازو او په خواله رسنیو کې پر خپرېدونکو ناتایید شویو معلوماتو باور ونه کړي.

د خیبر پښتونخوا حکومت: په ايالت کې د نوو پوځي عملیاتو د پیلولو ادعاوې بې‌بنسټه دي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۷ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا حکومت ویلي چې په دغه ايالت کې د کوم نوي پوځي عملیاتو د پیل منظوري نه ده ورکړل شوې او په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه خپرېدونکې ادعاوې او اوازې بې‌بنسټه او د حقایقو پر ضد دي.

د ايالتي حکومت د کورنیو او قبایلي چارو سلاکار طارق سعید مروت په يوه خبرپاڼه کې وويل، د ادعا شوي پوځي عملیاتو په اړه خپرېدونکي راپورونه ناسم او ګمراه کوونکي دي.

هغه وویل چې په بودجه کې ځانګړي شوي بودجه له کوم نوي پوځي عملیاتو سره تړاو نه لري، بلکې دغه پيسې د بېړنیو حالاتو، طبیعي افتونو، احتمالي بې‌ځایه کېدو، مرستو، بیا رغونې او نورو اداري اړتیاوو لپاره ځانګړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د خیبر، ټانک، کورمې، باجوړ، کوهاټ، لکي مروت، بنو او وزیرستان په ګډون په هېڅ سیمه کې د نوي پوځي عملیاتو منظوري نه ده ورکړل شوې.

طارق سعید په خلکو غږ کړی چې پر غیرمصدقو معلوماتو او د ټولنیزو رسنیو پر اوازو باور ونه کړي او یوازې د مستندو او رسمي سرچینو له خوا خپرېدونکو معلوماتو ته پام وکړي.

هغه وویل، د امن او نظم او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره ایالتي حکومت له ټولو اړوندو ادارو سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.

نوموړي دا نه دي ويلي چې ادعا چا کړې خو د فېس بک په ځينو پاڼو داسې ادعاوې شوي چې د خيبرپښتونخوا ایالتي حکومت په اتوو ولسوالیو کې د استخباراتو پر اساس د عملياتو منظوري ورکړې ده.

دا ادعاوې په داسې مهال شوي چې په ایالت کې د ناامنۍ پېښو زور اخيستی دی.

د خېبرپښتونخوا په کوهاټ کې د چت پرېوتو له امله ۱۰ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۰ GMT+۱
100%

د خيبرپښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې د شديد توپان او باران له امله د يوه کور د چت راپرېوتلو له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه شوي او لس نور ټپيان شوي دي.

په کوهاټ ولسوالۍ کې د ژغورنې ادارې (رېسکيو ۱۱۲۲) مشر نورالامين افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د پېښې په اړه وويل، دا پېښه مازيګر د کوهاټ او کرک ولسواليو په پوله پرته د مالګين په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دغه کور کې چې د پېښې ښکار شوی يوه مېلمستیا روانه وه او ګڼه ګوڼه جوړه وه او د کوهاټ په لاچۍ سيمه کې په دغه وخت شديد باران او توپان راغلی چې له امله یې د دغه کور يوه خونه راغورځېدلې ده.

نوموړي په پېښه کې د مړه شوو او ژوبلو جزيات د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره شريک کړي چې له مخې، په مړه شوو کسانو کې زياتره ښځې او ماشومان شامل دي.

همداراز په پېښه کې زياتره هم ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د ژغورنې د ادارې مشر وويل، په پېښه کې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي چې پکې د یو تن روغتيايي حالت نازک دی.