د خیبر پښتونخوا د حکومت ویاند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د پاکستان دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره تجارت پرانېستی دی خو له افغان ورور هېواد سره لارې تړل شوې دي. نوموړي ویلي، چې د افغان کډوالو پر ضد عملیات د مرکزي حکومت کار دی او دوی ورسره تړاو نه لري.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویاند او ایالتي وزیر شفیع جان له افغانستان سره د سوداګرۍ بندول دوه ګونې پالیسي بللې او ویلي یې دي چې له هند سره سوداګري خلاصه ده خو له افغانستان سره ټولې لارې د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.
د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال نوموړي وویل چې «موږ د امریکا او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ منځګړیتوب کوو چې دا یو ښه کار دی، خو زموږ د خپل مسلمان ګاونډي او ورور هېواد افغانستان پر وړاندې له پوره ځواک څخه کار اخیستل کېږي».
نوموړي وویل چې که له افغانستان څخه وسله وال ورځي، نو باید پر وړاندې یې خامخا اقدام وشي خو زیاته یې کړه، چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر په وار وار له مرکزي حکومت سره د افغانستان د لارو پر پرانیستلو خبرې کړې دي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دا لارې به تر کله تړلې ساتل کېږي.
شفیع جان د افغان کډوالو پر وړاندې د روانو عملیاتو په اړه وویل چې دا د مرکزي حکومت موضوع ده او دوی پکې ښکیل نه دي.
د خیبرپښتونخوا په بنو او دير سیمو کې د پولیسو پر پوستو د موټربم او وسلهوالو ډلهییزو بریدونو له امله ۲ پولیس وژل شوي او د ملکي وګړو په ګډون ۲۶ تنه نور ټپیان دي. شنونکي وايي، په دغو بریدونو کې ټي ټي پي د افغان طالبانو په څېر جنګي تکتیکونو نه کار اخیستی دی.
امنیتي چارواکو ویلي، چې وسلهوالو په چاودیدونکو توکو بار یو موټر ته د بنو ولسوالۍ د میریان سیمې د پولیسو پوستې ته نږدې چاودنه ورکړې او بیا یې پر پوستې ډلهییز برید کړی دی.
د بنو د پولیسو مشر محمد فرقان بلال وویل، بریدګرو غوښتل موټربم د پوستې منځ ته دننه کړي، خو موټر پوستي ته تر ننوتو وړاندې وچاودېد. د سیمې د روغتون د مسوولانو په وینا، له دغه برید څخه ورته د ۶ پولیسو او ۴ ملکي وګړو په ګډون ۱۰ ټپیان ور وړل شوي دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، په سمرقند او بخارا کې اسلام یوازې په نوم پاتې دی. یاد وزارت زیاته کړې، چې دا څرګندونې «ناسم معلومات» دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند امانالله فیضییف ویلي، د خالد حنفي په نوم خپرې شوې څرګندونې «په بشپړه توګه بېبنسټه» دي. د هغه په وینا، دا څرګندونې نه په رسمي ډول اعلان شوې او نه هم د طالبانو رسمي رسنیو خپرې کړې دي.
فیضییف زیاته کړه چې د ازبکستان سفیر په کابل کې د دې موضوع په تړاو له طالب لوري سره خبرې کړې او د موضوع په اړه یې وضاحت ترلاسه کړی، خو د دغو خبرو جزییات یې نه دي ورکړي.
تر دې وړاندې راپور ورکړل شوی و چې خالد حنفي پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، د ازبکستان په سمرقند، بخارا او ترمذ ښارونو کې، چې د امام بخاري او امام ترمذي په څېر د اسلامي نړۍ د سترو عالمانو ټاټوبی ګڼل کېږي، «له اسلامه یوازې نوم پاتې دی».
حنفي همدارنګه ادعا کړې وه چې د دې وضعیت لامل دا دی چې د ازبکستان دیني عالمانو د دیني احکامو د پلي کولو مسوولیت حکومت ته سپارلی دی.
دا څرګندونې په داسې مهال شوې چې کابل او تاشکند، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پراخې اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړې دي.
که څه هم ازبکستان لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو د دواړو لورو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې د پام وړ زیاتې شوې او د راپورونو له مخې د کلنۍ سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱،۷ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.
سره له دې، امنیتي اندېښنې لا هم د دواړو لورو د اړیکو مهمه موضوع ده. ازبکستان تر دې وړاندې څو ځله د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د داعش خراسان څانګې په څېر د وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
طالبانو ویلي چې د هوکړې لهمخې، ښايي د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې نورو هېوادونو ته ټرانزیټ او ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو سوداګري په ټپه دریدلې او طالبان کوښښ کوي چې د پاکستان پر ځای له نورو ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي، اسلاماباد د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.
اندرابي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیز خبري کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د شاملېدو مخه نیسي.
هغه وویل: «زه له داسې کوم اقدام څخه خبر نه یم چې پاکستان دې د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د مخنیوي لپاره کړی وي».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، د شانګهای همکارۍ سازمان کې د افغانستان د غړیتوب موضوع باید د سازمان د غړو هېوادونو له ډیپلوماټیکو اړیکو سره وارزول شي.
د هغه په وینا، افغانستان د دې لپاره چې د شانګهای همکارۍ سازمان بشپړ غړی شي، باید لږ تر لږه د سازمان له غړو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې ولري.
د شانګهای همکارۍ سازمان غړیتوب د غړو هېوادونو د ګډې هوکړې او د سازمان د مقرراتو له مخې ترسره کېږي او افغانستان دا مهال د دغه سازمان بشپړ غړی نه دی.