دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي، چې د تنقیصي افسرانو ښارګوټی په ۱۳۹۲ کال کې د جمهوري نظام پر مهال د قانوني پروسې له مخې هغو تنقیص شویو افسرانو ته جوړ شو چې د معاشونو په بدل کې هر یوه ته یوه نومره ورکړل شوې وه.
د دوی په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښارګوټي په نقشه کې بدلونونه راغلل او زرګونه نوې نومرې ورزیاتې شوې. د دوی په ادعا، د دغه بهیر تر شا ځینې دولتي او نفوذ لرونکي کسان ولاړ دي او لا هم د ښارګوټي د چارو واک د همدې کسانو په لاس کې دی.
شکایت کوونکي وایي، په ښارګوټي کې هغه ځمکې چې د پارکونو، جوماتونو، ښوونځیو، مدرسو او نورو عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې وې، په استوګنیزو نومرو بدلېږي او بیا پلورل کېږي.
د اوسېدونکو په وینا، د ښارګوټي نقشه تر دې دمه څو ځله بدله شوې او هر ځل پکې نوي بدلونونه راوستل شوي دي. دوی ادعا کوي چې د نقشې د سپارلو او تصویب ژمنې بیا بیا کېږي، خو په عملي ډول د نومرو شمېر زیاتېږي او د پلور بهیر دوام لري.
د دوی د ادعا له مخې، یو شمېر نظامي او دولتي چارواکي په لسګونو نومرې اخلي او ان د نورو کسانو په نومونو هم نومرې ثبتوي. اوسېدونکي پوښتنه کوي چې د ټیټو دولتي معاشونو لرونکي کسان څنګه د دومره ډېرو نومرو د اخیستو توان لري.
شکایت کوونکي زیاتوي چې د موضوع د څېړنې لپاره یې بېلابېلو ادارو ته عریضې کړې، خو ادعا کوي چې د دوی شکایتونه بېرته همغو کسانو ته رسېږي چې د دوی په وینا، په دې قضیه کې ښکېل دي او له همدې امله د دوی غوښتنو ته رسېدنه نه کېږي.
دوی همدارنګه ادعا کوي چې د طالبانو ځینې لوړپوړي چارواکي هم په دې موضوع کې ښکېل دي، خو د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره یې کوم اسناد نه دي وړاندې کړي.
دغو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل پښتو سره یوه نقشه هم شریکه کړې چې ویل کېږي د یاد ښارګوټي له نقشو څخه یوه ده.
د یادونې وړ ده چې دا یوازې د ننګرهار د تنقیصي افسرانو د ښارګوټي د یو شمېر اوسېدونکو شکایت دی، افغانستان انټرنشنل پښتو په خپلواکه توګه تایید نه کړای شوای.