• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تحلیلي راپور؛ اروپايي ټولنې له طالبانو سره د کډوالو د ستونزې حل لپاره عملي تعامل ته مخه کړې

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۶ GMT+۱

د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ د تعامل د پراخېدو په اړه په خپور شوي تحلیلي راپور کې راغلي، چې بروکسل د افغانستان په اړه په خپلې تګلارې کې عملي بدلون ته مخه کړې او هڅه کوي د کډوالو، کونسلګریزو خدمتونو او اوږدمهاله اړیکو په برخه کې له طالبانو سره همکاري پراخه کړي.

د شاهي متحده خدمتونو انسټیټیوټ لوړپوړی څېړونکی انتونیو ګیوستوزي په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، د طالبانو یوه پلاوي په وروستیو کې بروکسل ته سفر کړی او د اروپايي ټولنې له چارواکو سره یې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر موضوع خبرې کړې چې په ناقانونه توګه په اروپا کې ژوند کوي.
هغه زیاتوي، طالبانو د دغه کډوالو د بېرته منلو په بدل کې په اروپا کې دوی ته د افغانستان د کونسلګریو سپارلو غوښتنه کړې، هغه اقدام چې که څه هم د طالبانو رسميت پېژندنه نه بلل کېږي؛ خو د دواړه خواوو د اړیکو عادي کېدو یو مهم ګام ګڼل کېږي.
د هغه په وینا؛ اروپايي ټولنې له ۲۰۲۲کال راهیسې په کابل کې خپل استازیتوب بېرته فعال کړی او اروپايي ډیپلوماتانو په دوحه او متحده عربي اماراتو کې له طالب استازو سره څو ځلې نارسمي لیدنې کړې دي.
په راپور کې راغلي، چې یوازې د ناقانونه افغان کډوالو موضوع نه؛ بلکې په اروپا کې سلګونه زره افغانانو ته د کونسلګریزو خدمتونو نشتوالی هم د اروپايي هېوادونو لپاره جدي ستونزه ګرځېدلې ده. د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵کال تر پایه په جرمني کې شاوخوا ۴۴۹زره او په فرانسه کې له ۱۰۰زرو ډېر افغانان ثبت شوي دي.
هغه وایي، د کونسلګریزو خدمتونو د نشتوالي له امله د جعلي اسنادو کارول زیات شوي او دغه وضعیت د اروپايي هېوادونو د کډوالۍ چارې هم پېچلې کړې دي. د راپور له مخې؛ جرمني د اروپايي ټولنې په دریځ کې مهم بدلون راوستی دی. دغه هېواد د ۲۰۲۴کال په اګست میاشت کې افغانستان ته د افغانانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړ او وروسته یې په برلین کې د افغانستان سفارت او په بن ښار کې کونسلګري طالبانو ته وسپارله.
راپور زیاتوي، اروپايي ټولنه لاهم هڅه کوي چې د ښځو د حقونو، بشري حقونو او ټولګډونه حکومت په څېر موضوعات له طالبانو سره د خبرو برخه کړي؛ خو ورته مهال د کډوالۍ د فشارونو له امله له طالبانو سره تعامل ته عملي اړتیا هم لري.
د راپور له مخې؛ د اروپايي هېوادونو لپاره د اوسني وضعیت دوام نور د پلی کېدو وړ نه‌دی او د طالبانو له ادارې سره له محدود تعامل پرته بله اسانه بدیله لاره نه تر سترګو کېږي.

ترویج لرونکی

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی
۱

طالب چارواکی حامد کرزي ته: د نظر ورکولو حق نه لرې او ښه تاریخ دې نه دی پرې ایښی

۲

په جرمني کې یو افغان «ټریر پوهنتون» ته څېرمه د جرمني محصل د وژلو په تور نیول شوی

۳

امریکا د افغانستان په ګډون ۲۳ هېوادونه د سفر لپاره خطرناک وبلل

۴
ځانګړی

شرعي په غیر مستقیم ډول حقاني ته: که هبت‌الله نه وي د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټایۍ واچوي

۵

اروپایي ټولنه :د افغانستان د راتلونکې لپاره د ځوانانو ملاتړ کوو

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۲۹ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نیمايي ډېر بنسټونه ښايي د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې خپل فعالیتونه ودروي.

دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپاره کړي راپور کې ویلي، د نړیوالو مالي مرستو کمېدل او د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او تګ‌راتګ لګېدلي محدودیتونه د افغان ښځو او نجونو لپاره حیاتي خدمتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د راپور له مخې، د ښځو په مشرۍ فعالیت کوونکي بنسټونه د ښځو او نجونو لپاره د روغتیايي خدمتونو، رواني ملاتړ، مسلکي زده‌کړو، بشري مرستو او د عاید موندنې پروګرامونو ته د لاسرسي له وروستیو لارو څخه ګڼل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د ښځو پر ټولنیز حضور د طالبانو محدودیتونو دغه بنسټونه اړ کړي، چې د خپلو خدماتو د وړاندې کولو طریقې بدلې کړي.

راپور چې د ښځو اړوند د ۷۴ فعالو بنسټونو پر ارزونو ولاړ دی، ښيي چې نږدې درې پر څلورمه برخه یې په ۲۰۲۵ کال کې د مالي مرستو له کمښت سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، د دغو بنسټونو له درېیو څخه دوو برخو ویلي، پاتې بودجه یې یوازې د شپږو میاشتو یا تر هغه د لږې مودې لپاره بسنه کوي. نیمايي بنسټونو بیا ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې یې هېڅ نوې مالي مرسته نه‌ده ترلاسه کړې او ۹۲ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د خپلو کارکوونکو یوه برخه له لاسه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، د مالي مرستو د کمېدو اغېزې لا له اوسه د ښځو او نجونو پر ژوند څرګندې شوې دي. د ارزول شویو بنسټونو ۶۶ سلنه یې ویلي، ډېرې هغه ښځې چې پخوا یې له دوی خدمات ترلاسه کول، اوس دغو خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري.

د راپور له مخې، نږدې دوه پر درېیمه برخه بنسټونو د ښځو د زده‌کړو او د عاید موندنې پروګرامونه کم کړي او ۵۸ سلنه یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي اړوند خدمتونه محدود کړي دي.

د نړیوالو مرستو کمېدل؛ یوه پراخه نړیواله ستونزه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ویلي، د نړیوالو مرستو کمېدل یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، بلکې د نړۍ په ګڼو کړکېچ ځپلو هېوادونو کې یې هم د ښځو د ملاتړ بنسټونه له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه بنسټ په یوه جلا راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې لږ تر لږه یو میلیون ښځو او نجونو په جګړه‌ځپلو هېوادونو کې د مالي مرستو د کمېدو له امله د ژوند ژغورونکو خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړی دی.

د راپور له مخې، شاوخوا ۹۰ سلنه د ښځو بنسټونه نور د موجودو اړتیاوو د پوره کولو توان نه‌لري، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې د دوی خدمتونو ته اړتیا په بې‌ساري ډول زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، دغه وضعیت د بشري مرستو په بودجه کې د ثبت شوې تر ټولو ستر کمښت وروسته رامنځته شوی دی. د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د بهرنیو مرستو میلیاردونه ډالر کم کړي او یو شمېر نورو لویو مرسته کوونکو هېوادونو هم د مالي فشارونو او د دفاعي لګښتونو د زیاتېدو له امله خپلې مرستې راکمې کړې دي.

د راپور له مخې، اوس مهال په نړۍ کې شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ښځې او نجونې بشري مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

د افغانستان، د کانګو ډيموکراټيک جمهوریت، هایټي او نورو هېوادونو د ښځو د ۸۵۵ بنسټونو ارزونه ښيي، چې ۴۰ سلنه یې د بودجې د کمښت له امله د راتلونکي یوه کال په ترڅ کې د لنډمهالي یا دایمي تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

همدارنګه، ۶۰ سلنه دغو بنسټونو ویلي، چې اوس د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ تر میاشتې د مخه پرتله لږ شمېر ښځو او نجونو ته خدمات وړاندې کوي او نیمايي یې د خدمتونو د غوښتونکو لپاره د انتظار نوملړونه جوړ کړي یا اړ شوي چې ځینې اړمنې ښځې او نجونې ونه‌مني.

راپور زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ ۶۵ سلنه بنسټونو ویلي، چې کارکوونکي یې د معاش له ترلاسه کولو پرته کار ته دوام ورکوي او له درېیو پر څلورمه ډېرو بنسټونو د خپلو کارکوونکو شمېر کم کړی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د راپور له مخې، د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي پېښې په تېر کال کې دوه برابره شوې دي. په همدې حال کې، ۶۲ سلنه بنسټونو ویلي، چې د ښځو لپاره خوندي ځایونه له منځه تللي یا محدود شوي او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ خدمتونه هم کم شوي دي.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې د بودجې کمېدل د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د پراخ شاتګ یوه برخه ده او د ارزول شویو بنسټونو پنځمه برخه اړې شوي، چې د ښځو د رهبرۍ او جنسیتي برابرۍ اړوند خپل فعالیتونه ودروي.

بشري حقونو څار بنسټ: د پاکستان بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو اندېښنې زیاتې کړي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۴۲ GMT+۱
100%

د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، د پاکستان هوايي بریدونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو او د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي. دغه سازمان له ښکېلو لورو غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او د جګړې نړیوال قوانین مراعات کړي

د اعلامیې له مخې، د جون په ۲۹مه د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په درېیو ختیځو ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي وژلي او ۴۹ نور یې، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دغه شمېرې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ وړاندې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې یې هغه وسله‌وال په نښه کړي چې د دوی په وینا، څو ورځې وړاندې یې په کراچۍ کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو برید کړی و، خو د عملیاتو د هدفونو په اړه یې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

د بشري حقونو د څار سازمان د یوناما د راپور په حواله ویلي، یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۷۵۰ څخه زیات ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو تلفاتو ډېره برخه د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې ده.

دغه سازمان ټینګار کړی چې که څه هم یوازې د ملکي وګړو تلفات په خپله د جنګي جرم ثبوت نه ګڼل کېږي، خو د ملکي وګړو د پرله‌پسې وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه د دې اړتیا ډېروي چې د جګړې د قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه خپلواکې او بې‌طرفه څېړنې ترسره شي.

د بشري حقونو د څار سازمان همداراز د اپرېل د ۲۷مې نېټې د کونړ هوايي برید ته اشاره کړې او د یوناما د معلوماتو له مخې یې ویلي چې په دغه برید کې اووه ملکي وګړي وژل شوي او ۷۹ نور، چې ۱۳ ښځې او ۳۹ ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د سیمې یوه اوسېدونکي ویلي چې په دې برید کې یې څلور کلنې لور د لاس ګوتې له لاسه ورکړې او ۱۱ کلن ورور یې وژل شوی دی.

اعلامیه همداراز د مارچ د ۱۶مې نېټې هغه هوايي برید ته اشاره کوي چې په کابل کې د «امید» په نوم د معتادینو د درملنې پر مرکز شوی و. د بشري حقونو د څار سازمان ادعا کړې چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او له ۱۲۲ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د سازمان په وینا، د دوی څېړنو داسې هېڅ شواهد نه دي موندلي چې وښيي د «امید» مرکز د پوځي موخو لپاره کارول کېده، له همدې امله یې دغه برید «غیرقانوني او بې‌تفکیکه» بللی دی.

د اعلامیې په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې د پاکستاني ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو او توپچي بریدونو له امله د افغانستان په ځینو سیمو کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او دا وضعیت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو له بهیر سره یوځای، بشري وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

سرچینې: په هرات کې ارباب وکیل احمد ناپېژاندو وسله‌والو په ډزو وژلی دی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
100%

باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې ناپېژاندو موټرسایکل‌سپرو وسله‌والو د پنجشنبې ورځې تر غرمې وروسته د هرات ښار د ابوالولید په سیمه کې د سیمه‌ییز نفوذ لرونکی شخصیت ارباب وکیل احمد په ډزو وژلی دی.

د سرچینو په وینا، ارباب وکیل احمد د هرات ښار د لوېدیځې برخې د باباحاجي سیمې کلونه کلونه ارباب و او د هرات له مشهورو جهادي کورنیو څخه و. ویل کېږي، هغه د پخواني جهادي مشر اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه هم و، او دوه وروڼه یې د افغانستان په تېرو جګړو کې وژل شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ارباب وکیل احمد د ټولنیزو فعالیتونو، د خلکو ترمنځ د شخړو د حل او د سیمه‌ییزو ستونزو د هواري له امله د خلکو ترمنځ پېژندل شوی شخصیت و.

سرچینې زیاتوي، د برید پر مهال د هغه زوی هم ورسره ملګری و، خو د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي.

طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي او نه یې هم د برید د عاملانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

په وروستیو اوونیو کې د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د پخواني حکومت د یو شمېر جهادي او پوځي څېرو د وژل کېدو پېښې زیاتې شوې دي.

د چنګاښ په ۲۰مه، د غور ولایت د پخواني ملي امنیت غړی او جهادي قوماندان عبدالله رحیمي د تیورې ولسوالۍ په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال ووژل شو. هغه په څه کم یوه میاشت کې د غور درېیم پخوانی پوځي چارواکی و چې وژل کېده.

تر دې وړاندې، د چنګاښ په اوومه، د غور د ښارک ولسوالۍ د پولیسو پخوانی قوماندان محمدحسین د هرات ښار د هوايي ډګر پر سړک د وسله‌والو په برید کې ووژل شو او مېرمن یې ټپي شوه.

همدارنګه، د غبرګولي په ۱۸مه، د غور پخوانی پولیس افسر او جهادي قوماندان سراج‌الدین د تیورې ولسوالۍ په خپل کور مخې ته ووژل شو.

د سرچینو په وینا، دغه کسان د غور د پخواني والي او د جمعیت اسلامي د بانفوذه غړي محمدابراهیم ملک‌زاده له نږدې کسانو څخه وو.

له دې وړاندې، د غویي په ۱۰مه هم ناپېژاندو کسانو د هرات د فلزکارانو اتحادیې مشر او سیمه‌ییز بانفوذ شخصیت ارباب داوود عرب د هرات ښار د شیدایي په سیمه کې د چړې په ګوزارونو وژلی و.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو د عاملانو د نیولو یا د څېړنو د پایلو په اړه هېڅ معلومات نه دي خپاره کړي.

له حفاظتي وسایلو پرته د کان کېندنو دوام؛ د پنجشېر په کانونو کې ۱۵ زره کسان په کار بوخت دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۳ GMT+۱
100%

د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د کانونو د کېندنې بهیر پراخ شوی، خو د شنونکو او کان کېندونکو په وینا، د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري. له دې سره سم، طالبان وايي، دمګړۍ د پنجشېر په کانونو کې شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

په پنجشېر کې د کانونو یو شمېر کارګر هم له معیاري حفاظتي توکو پرته په کار بوخت او له پنجشېر سربېره د کانونو په ډېریو کاني پېښو کې اکثره کارګر د حفاظتي وسایلو د نشتوالي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د پنجشېر په کانونو کې بوخت کارګر هم وايي، په دې کار کې دومره نه‌ګټي چې ځانونو لپاره حفاظتي توکي وپېري او په وینا یې: «شرکتونه هم یوازې یوه حفاظتي خولۍ راکوي او نور مجبور یو کار وکړو».

له دې سره سم، د پنجشېر لپاره طالب مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د کانونو د را اېستنې بهیر له پراخېدو سره سم، په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «دمګړۍ شاوخوا زر پنجشېري ځوانان په مستقیم ډول د ګران بیه ډبرو او په ځانګړې توګه د زمرد پر پېر او پلور بوخت دي. دوی د زمرد د پلورلو په داوطلبیو کې د ګډون له لارې مناسب عاید ترلاسه کوي».

د خبرپاڼې له‌مخې، تر اوسه په پنجشېر کې ۱۶ ډوله کانونه سروې شوي او د بېروج، زمرد او ځینو نورو ګران بیه منرالونو له کانونو د استخراج چارې روانې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په دغو کانونو کې ۴۰ سلنه کارګر په میاشت کې له ۶ زرو تر ۱۰ زرو افغانیو عاید ترلاسه کوي».

پر طالبانو دا تور هم دی، چې په غیر معیاري ډول د کانونو پر را اېستنې بوخت دي او په دې سره د کاني سرچینو ډېره برخه ضایع کېږي.

په ورته وخت کې په بدخشان او تخار ولایتونو کې خلک د چاپېریالي زیانونو او د شرکتونو د بې بریده کېندنو له امله د اوبو د کمښت او همداراز د یادو کانونو په بدل کې د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوو د نه‌برابرېدو له امله په ځلونو اعتراض کړی او څو ځلي له طالبانو سره لاس او ګرېوان شوي هم دي.

د راپورونو له‌مخې، د سرو زرو پر کانونو د ځايي اوسېدونکو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د طالبانو په ګډون یو شمېر ځايي اوسېدونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شنونکو په باور، د نړۍوالو معیارونو او د عدالت پر بنسټ اصولو له‌مخې، د کانونو د را اېستنې چارې د سیمې د اوسېدونکو په سلا مشورو، د چاپیریال ساتنې د متخصصینو، طبیعت پوهنې او شفافیت او عدالت ته په پام باید پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې طالبان بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته د هېواد یو شمېر کانونه داخلي او خارجي شرکتونو ته په واک کې ورکړي او ترې ترلاسه کېدونکې عواید پرته له دې چې یوه برخه یې د کانونو په شاوخوا سیمو کې د اوسېدونکو د هوساینې لپاره ولګول شي، مخامخ د دوی خزانې ته ځي. طالبانو هم په وار وار ویلي، چې د حاکمیت د لګښتونو ډېره برخه له کاني سرچینو برابرېږي.

په بدخشان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۵۷ GMT+۱
100%

د بدخشان د بهارک- فیض‌اباد تر منځ لاره کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۲ کسان مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي. د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین د پېښې د رامنځته کېدو لامل د موټرو ګړندی تګ په ګوته کوي.

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار وايي، دغه پېښه تېره ورځ (چهارشنبه د چنګاښ ۲۴مه) د بهارک- فیض‌اباد تر منځ د لارې په اوږدو کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، د لومړنیو څېړنو پر بنسټ د موټرو ګړندی تګ د پېښې لامل دی، خو په وینا یې د دغې پېښې د څرنګوالي په تړاو لا هم څېړنې روانې دي.

ویل کېږي، ټپيان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.