یاد سازمان ټینګار کوي چې دا زیاتوالی د ښځو لپاره د نویو فرصتونو نښه نه، بلکې د نورو کاري لارو د تړل کېدو پایله ده.
ملګرو ملتونو د نیویارک ټایمز یوه رپوټ ته اشاره کړې او ددغه سازمان د پرمختیايي پروګرام (UNDP) مرستیالې دیول مکرجي ویلي چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې تر ۱۰ زرو ډېر د ښځو د کاروبار رسمي جوازونه ثبت کړي دي، په داسې حال کې چې تر ۱۴۰۰ کال مخکې دغه شمېر د ۶۰۰ او زر ترمنځ و.
هغې زیاته کړې چې د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ارزونو له مخې، شاوخوا ۱۲۰زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته په شخصي کاروبارونو بوختې دي. د هغې په وینا، نړیوال بانک اوس کوچني کاروبارونه د ښځو تر مشرۍ لاندې تر ټولو لوی اقتصادي فعالیت ګڼي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه له اوه سلنې کمې افغانې ښځې په کار بوختې وې.
د سازمان په وینا، ډېری ښځې چې پخوا یې د انجینرۍ، وکالت او نورو مسلکونو هیله لرله، اوس د غالیو اوبدلو، صابون جوړولو او ورته محدودو فعالیتونو ته مخه کړې، ځکه یوازې د همدومره کارونو اجازه لري.
د راپور له مخې، سوداګرې ښځې لا هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي؛ د بېلګې په توګه، له محرم پرته اوږده سفرونه، له نارینه مشتریانو، عرضه کوونکو او بانکي کارکوونکو سره مستقیمه اړیکه نه شي نیولای.
ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې د ښځینه ښکلا سالونونو تړل کېدو شاوخوا ۶۰زره ښځې له عاید او مالي سرچینو بې برخې کړې. د راپور له مخې، له اوه سلنې کمې افغانې ښځې بانکي حساب لري او ډېری یې په کورنیو سپماوو، غیررسمي مالي شبکو او نړیوالو مرستو متکي شوې دي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام په وینا، له ۱۴۰۰ کال راهیسې یې له خپلو شریکانو سره په ګډه له ۹۰زرو څخه ډېرو کوچنیو او منځنیو کاروبارونو سره مالي او تخنیکي مرسته کړې، چې له امله یې د دغو کاروبارونو عاید په اوسط ډول ۲۵سلنه زیات شوی دی.
په ورته وخت کې، د راپورونو له مخې، طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله سوداګرو ښځو ته په کورنیو نندارتونونو کې د ګډون اجازه نه ده ورکړې او یو شمېر ښځینه سوداګرو هم مخکې د خپلو تولیداتو د نندارې پر وړاندې د محدودیتونو شکایت کړی و.