اکرم (مستعار نوم)، چې د پولیسو اکاډمۍ د دویم ټولګي محصل دی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې محصلان د مرغومي په میاشت کې په ژمنیو رخصتیو تللي وو، خو کله چې د کب پر ۱۵مه بېرته اکاډمۍ ته لاړل، ورته وویل شول چې اکاډمۍ «تر بل امر پورې» تړلې ده.
هغه ویلي، «هیڅوک حاضر نه شول چې د رخصت یا تړل کېدو په اړه دلایل ووايي».
منصور د دې اکاډمۍ بل محصل هم ویلي چې ټاکل شوې وه درسونه د کب په ۱۵مه پیل شي، خو محصلانو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.د هغه په وینا، ځینې ټولګیوال یې په تېرو میاشتو کې د زدهکړو او دندې د ناڅرګند راتلونکي له امله له غیر رسمي لارو ایران او ترکیې ته تللي دي.
منصور ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ محصلانو د روزنې پر مهال هره میاشت شاوخوا ۱۵۰۰افغانۍ ترلاسه کولې او هیله یې لرله چې له فراغت وروسته به دنده پیدا کړي، خو اوس د ځینو کسانو دا هیله کمزورې شوې ده.
یو بل محصل، چې غوښتل یې د «ویاند» په مستعار نوم یاد شي، ویلي چې د بودجې کمښت او د محصلانو د اړتیاوو د برابرولو ستونزې ښايي د زدهکړو د درېدلو له لاملونو څخه وي.
خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پولیسو اکاډمۍ «رسمي نه ده تړل شوې» او د فعالیتونو د لغوه کولو هېڅ پرېکړه یې نه ده شوې.
دغه چارواکي د درسونو ځنډ تایید کړی، خو ویلي یې دي چې د «ځینو علتونو» له امله زدهکړې نه دي پیل شوې، خو د دغو علتونو په اړه یې وضاحت نه دی ورکړی.
محصلان اندېښنه څرګندوي چې د دې وضعیت دوام به د پولیسو پر مسلکي روزنې منفي اغېز وکړي.
د پولیسو اکاډمۍ په تېرو کلونو کې د پولیس افسرانو د روزنې مهم مرکز و، چې حقوقي، مدیریتي، امنیتي او عملي روزنې پکې ورکول کېدې. د جمهوري نظام پر مهال د دې مرکز په نصاب کې قوانین، جنایي څېړنې، د جرمونو پر وړاندې مبارزه، مدیریت او د پولیسو مهارتونه شامل وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وروستی ځل د ۱۴۰۴ لمریز کال په ژمي کې له پولیسو اکاډمۍ څخه د شاوخوا ۹۰۰ ځوانو افسرانو د فراغت خبر ورکړی و. دغه مراسم د سراجالدین حقاني په ګډون ترسره شوي وو.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له بدلون وروسته، پولیس اکاډمۍ هم د نورو امنیتي ادارو په څېر له بدلونونو سره مخ شوه. طالبانو د دې مرکز له تاسیساتو د خپلو امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره استفاده کړې، خو د پخواني نظام په پرتله یې جوړښت او روزنیزه محتوا بدله شوې ده.
په وروستیو بدلونونو کې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د «پولیس» نوم په «شرطه» بدل کړی دی.