• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

امریکا یو ځل بیا د لبنان او اسراییل ترمنځ د هوکړې د بریالي عملي کېدو ژمنه تازه کړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۲ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې په ورځ د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدلي او د لبنان او اسراییل ترمنځ د درې اړخیزو خبرو د چوکاټ د پلي کېدو په اړه یې خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لوریو د لبنان او اسراییل ترمنځ د خبرو د درې اړخیز چوکاټ د عملي کېدو پر څرنګوالي بحث وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، مارکو روبیو په دې لیدنه کې د یاد چوکاټ د بریالي پلي کېدو لپاره د متحده ایالاتو پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن به د دې بهیر ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دواړو چارواکو د خبرو نور جزئیات نه دي خپاره کړي، خو ویلي یې دي چې د سیمې ثبات او د هوکړو عملي کېدل د دواړو لوریو د بحث مهمې برخې وې.

دغه لیدنه داسې مهال شوې چې امریکا د لبنان او اسراییل ترمنځ د امنیتي او سرحدي تفاهماتو د عملي کېدو په برخه کې د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۴

په لاهور کې د امریکايي مېرمنې او درېیو ماشومانو د مړینې قضیه ثبت شوې

۵

پاکستان سره د افغانستان ترانزیټي سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رارسېدلې

•
•
•

نور کیسې

اسراییل له امریکا څخه په هوا کې د تېلو ډکولو ځانګړې الوتکې ترلاسه کوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱
100%

اسراییلي چارواکي وایي، د امریکا او ایران ترمنځ د بریدونو له زیاتېدو سره سم، تل‌ابیب د نورو امریکایي الوتکو ترلاسه کولو ته چمتووالی نیسي. دا الوتکې په هوا کې د نورو جنګي الوتکو د تېلو د ډکولو ځانګړې دندې پر غاړه لري.

یوه جګپوړي اسراییلي چارواکي ویلي دي چې تمه کېږي په لسګونو امریکایي تېل لېږدونکې الوتکې اسراییل ته ورسېږي.

دغه چارواکي زیاته کړې چې واشنګټن پرېکړه کړې ترڅو په سیمه کې د خپلو ځواکونو په جوړښت کې بدلون راولي او په اسراییل کې د مېشتو تېل لېږدونکو الوتکو شتون نور هم پیاوړی کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بیت‌المقدس په ښار کې د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د راپورونو له مخې، د امریکا او ایران ترمنځ بریدونه وروسته له هغې بیا تېز شول چې یوه میاشت وړاندې لاسلیک شوی لنډمهالی اوربند له منځه لاړ او د یوې بشپړې جګړې د پیلېدو احتمال یې زیات کړ. که څه هم امریکا پر ایران خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، خو اسراییل په دغو وروستیو بریدونو کې ګډون نه دی کړی.

اکسوس خبري اژانس هم د جمعې په ورځ د دریو امریکایي او اسراییلي چارواکو له قوله راپور ورکړی و چې د ډونالډ ټرامپ ادارې اسراییل ته د دغو الوتکو د لېږلو خبر ورکړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د بریدونو له پیل راهیسې په لسګونو تېل لېږدونکې الوتکې په اسراییل کې ځای پر ځای کړې وې.

واشنګټن اوس پرېکړه کړې چې د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي عملیاتو له پراخېدو وړاندې دغه الوتکې نورې هم زیاتې کړي.

دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د احتمالي لویې جګړې لپاره د چمتووالي ښکارندویي کوي.

د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ: د ایران توغندي د امریکا دفاعي سیستمونه ننګوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، ایران په سیمه کې د امریکا پر اډو د بریدونو لپاره د لوړ سرعت او مسیر بدلولو وړتیا لرونکي توغندي کاروي. د دغه بنسټ په باور د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام د پراختیا له امله د امریکا ملي امنیتي ګټو ته مخ پر زیاتېدونکی ګواښ رامنځته کوي.

دغه امریکایي انسټیټیوټ د جولای پر ۱۸مه د ایران د وضعیت په اړه په ځانګړي راپور کې ویلي، تهران هڅه کوي د امریکا دفاعي سیستمونو ته په کتو خپل توغندیز بریدونه عیار کړي. د راپور له مخې، د ایران مشران لږ تر لږه د ۲۰۲۴ کال په اپرېل او اکتوبر کې پر اسراییلو له توغندیزو بریدونو راهیسې د داسې «مانورکوونکو بیا ننوتونکو وسایطو» د کارولو لېوالتیا ښودلې چې د ایراني توغندیو نسبتا ټیټه دقت‌کچه ښه کړي.

د راپور له مخې، د جولای پر ۱۷مه د اردن په یوه اډه د ایران په توغندیز برید کې دوه امریکايي پوځیان ووژل شول. لوېدیځو رسنیو ته امریکايي چارواکو ویلي چې برید د اردن د ازرق ښار په موافق السالتي هوايي اډه شوی دی.

دغه امریکايي څېړنیز بنسټ وايي، چین او روسیه ښايي په سیمه کې د امریکا د اډو د په نښه کولو لپاره د ایران له هڅو ملاتړ وکړي. د «وال سټریټ ژورنال» په حواله، امریکايي چارواکو د جولای پر ۱۸مه ویلي چې دوی اندېښمن دي چې چین او روسیه د امریکا د سیمه‌ییزو شتمنیو د ایران د وروستیو هڅو ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، د ایران ستر رهبر مجتبی خامنه‌يي او یو شمېر نورو لوړپوړو ایراني چارواکو، چې د خبرو اترو د پلاوي غړي هم پکې شامل دي، په ښکاره ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم یادداشت نور اعتبار نه لري.

د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، د دغه هوکړه لیک د پنځمې مادې، چې د هرمز تنګي په اړه وه، د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د پام وړ توپیر موجود و او همدې اختلاف د هوکړه لیک په له منځه تلو کې مهم رول درلود.

د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۸مه په کویټ کې د برېښنا تولید او د اوبو د خوږولو پر یوه مرکز برید کړی دی. د دې څېړنیز بنسټ په باور، دغه برید ښايي د جولای پر ۱۷مه د هرمزګان ولایت د جاسک ښار ته څېرمه د ایران پر یوه د اوبو د خوږولو مرکز د ادعا شوي امریکايي برید په غبرګون کې ترسره شوی وي.

ایران همداراز په سعودي عربستان کې د امریکا پر یوې اډې بالستیک توغندی توغولی؛ دا په نږدې درېیو میاشتو کې د سعودي پر خاوره د ایران لومړی برید بلل شوی دی. د راپور له مخې، ایران د جولای پر ۱۷مه او ۱۸مه په بحرین او اردن کې د امریکا اړوند تاسیسات هم په نښه کړي دي.

په ورته وخت کې، متحده ایالاتو د هرمزګان ولایت د بندرعباس ښار شاوخوا د نورو پلونو او سړکونو پر ضد هم بریدونه کړي دي. د جګړې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، دغه بریدونه د جولای پر ۱۷مه د ختیځې امریکا د وخت له مخې د ماسپښین له دوو بجو وروسته ترسره شوي دي.

د نیویارک ښاروال:د ملګرو ملتونو عمومي مجمع کې د ګډون پر مهال د نتنیاهو د نیولو شونتیا څېړو

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۲:۴۶ GMT+۱
100%

د نیویارک ښاروال ویلي، د ده اداره د روان کال په مني کې د ملګرو ملتونو عمومي مجمع کې د ګډون لپاره دغه ښار ته د سفر په صورت کې د اسراییل د لومړي وزیر نتنیاهو د نیولو د امکان په اړه پر څېړنې بوخته ده. د جرمونو نړۍوالې محکمې غزه کې د جنګي جنایتونو په تړاو د هغه د نیولو حکم صادر کړی

ممداني د نیویارک ټایمز له پادکست سره په مرکه کې وویل، دی پر دې باور دی چې «د نتنیاهو ځای په لاهه کې دی» او د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په تور د جرمونو د نړیوالې محکمې له خوا د هغه د نیولو صادر شوي حکم ته یې اشاره وکړه.

ممداني چې تر دې مخکې یې هم ویلي وو، که نتنیاهو نیویارک ته سفر وکړي د هغه د نیولو امر به وکړي اوهمداراز یې ټینګار وکړ، چې دا موضوع اوس د ښاروالۍ له حقوقي برخې سره تر څېړنې لاندې ده او دی به د ښاروال په توګه د نیویارک د قوانینو پیروي وکړي.

نتنیاهو تر دې مخکې ممداني له حماس څخه پر ملاتړ تورن کړی وو؛ هغه تور چې د نیویارک ښاروال رد کړی دی.

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د روان کال په سپټمبر میاشت کې په کلنۍ عمومي مجمع کې د ګډون لپاره نیویارک ته سفر وکړي او نتنیاهو هم په تېرو کلونو کې په وار وار په دې ناسته کې ګډون کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې د غزې پر ولسي وګړو د اسراییلي ځواکونو د بمباریو، د بشريت ضد جنایتونو، جنګي جرمونو او د فلسطین د نسل وژنې په تړاو د اسراییل د لومړي وزیر د نیولو حکم صادر کړی دی.

د منځني ختیځ کړکېچ؛ امریکا خپلو وګړو ته د بېړني احتیاط لارښوونه وکړه

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۹ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۳۶ GMT+۱
100%

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې خپلو وګړو ته د امنیتي ګواښونو له امله د بېړني احتیاط خبرداری ورکړی دی. واشنګټن وایي، چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو له امله امنیتي وضعیت پېچلی دی او د ناڅاپي نښتو او جګړې د زیاتېدو احتمال شته.

د دغه خبرداري له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې له خپلو وګړو غوښتي، چې له پوره هوښیارۍ او احتیاط څخه کار واخلي. دغه وزارت په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې مېشتو امریکایانو ته لارښوونه کړې، چې په سیمه کې د روانو پېښو په اړه خبرونه په جدي توګه تعقیب کړي او د هر ډول ناڅاپي بدلون لپاره چمتو واوسي.

امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د الوتنو لغوه کېدل او د هوايي حریم وخت په وخت تړل کېدل ښايي د مسافرینو لپاره د سفر په لاره کې ستونزې جوړې کړي.

په همدې تړاو اعلامیه کې ویل شوي، چې د ایران ملاتړې ډلې ښايي په بېلابېلو هېوادونو کې امریکايي وګړي، ګټې او ډیپلوماتیک مرکزونه په نښه کړي، ځکه تر دې وړاندې هم له منځني ختیځ څخه بهر ځینې امریکايي تاسیسات په نښه شوي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي، چې په بهرنیو هېوادونو کې د سفر پر مهال د نږدې امریکايي سفارت یا کونسلګرۍ امنیتي لارښوونې تعقیب کړي. دغه وزارت له مسافرینو غوښتي چې د بیړنیو امنیتي معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره په سټیپ (STEP) پروګرام کې خپل نومونه ثبت کړي او د واټس‌اپ او اېکس شبکو له لارې د دغه وزارت رسمي پاڼې تعقیب کړي.

امریکا په اردن کې د امریکايي نظاميانو د وژل کېدو غبرګون کې پر ایران تازه بریدونه پیل کړل

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۸ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱
100%

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، په اردن کې د ایران د سپاه پاسداران له لوري د امریکايي نظامیانو د وژلو په غبرګون کې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه پر ایران تازه هوايي بریدونه پیل کړي دي. سېنټکام ویلي، پر اردن د ایران د بریدونو له امله ۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او یو تن لادرکه دی.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د شنبې په شپه (د چنګاښ ۲۷مه) په خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وويل: «د ختيځ امریکا پر وخت نن ماښام په ۶ بجو، امریکایي ځواکونو د اعلی سر قومندان په لارښوونه پر ايران نوي هوایي بریدونه پیل کړل. دا بریدونه د دې لپاره پلان شوي، چې په هرمز تنګي کې د سوداګریزو بېړیو د ګواښلو په برخه کې د ايران وړتیا نوره هم کمه کړي».

سېنټکام پر ايران د تازه بريدونو په تړاو زیاته کړه، په دغو بريدونو کې به «د ايران د سپاه پاسداران ځواکونو هغه غړي سمدستي مجازات کړي، چې تېره شپه یې په اردن کې پر امریکایي سرتېرو بریدونه کړي وو».

د يادونې وړ ده چې سېنټکام له دې وړاندې په یوې اعلامیې کې ويلي وو، چې دوه امریکايي پوځیان په اُردن کې د ایران د بالسټیک توغندیو او ډرون الوتکو د بریدونو پر وړاندې د دې قومندانۍ د ځواکونو او متحدینو د دفاع پر مهال وژل شوي او یو بل امریکايي پوځي لا هم لادرکه دی.

سېنټکام په دې اعلامیه کې زیاته کړې وه، چې د ایران په پروني (جمعه د چنګاښ ۲۶) بریدونو کې چې ۴ نور امریکايي پوځیان د اردن په روغتونونو کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، نور امریکايي ځواکونه چې د لږو ټپونو له امله تر درملنې لاندې وو، هم بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.