• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نورستان کې سېلابونه؛ طالبان وایي لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه، ۸۰ ټپیان او له ۱۰۰ ډېر نادرکه دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۵ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ نورستان ولایت کې د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته سخت سېلابونه راوتلي چې د طالب چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۲۰کسان په کې مړه شوي، شاوخوا ۸۰کسان ټپیان دي او له ۱۰۰څخه ډېر نور نادرکه دي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند، یوسف حماد ویلي، سېلابونو د نورستان د مرکز پارون په ګډون د ولایت بېلابېلې سیمې ځپلې او ځایي اوسېدونکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

حماد زیاته کړې چې دا شمېرې لومړنۍ دي او ښايي د مړو او نادرکه کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

بلخوا، د نورستان لپاره د طالبانو د والي دفتر هم د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په ځینو سیمو کې سېلابونه تر شپږو ساعتونو پورې روان وو، چې له امله یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

تر اوسه د استوګنیزو کورونو، عامه بنسټیزو تاسیساتو د زیانونو او همدارنګه د لټون او ژغورنې د عملیاتو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

بل لورته په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په وروستیو سېلابونو کې د ۴۳ لادرکه شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

سرچینې زیاتوي په موندل شویو کسانو کې د پارون د ښاروال په ګډون د ځینو نورو طالبانو جسدونه هم شامل دي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د طبیعي پېښو، په ځانګړي ډول سېلابونو، پر وړاندې ډېر زیان‌من ګڼل کېږي. د روان کال په پیل کې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي وو.

ترویج لرونکی

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ
۱
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۲

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

یوناما: په نړۍ کې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو پر وړاندې ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۰ GMT+۱
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې په ټوله نړۍ کې خبریالي له مخ پر زیاتېدونکو فشارونو سره مخ ده او د خبریالانو او خپلواکو رسنیو پر وړاندې ګواښونه ورځ تر بلې ډېرېږي.

یوناما د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ناسم او ګمراه کوونکي معلوماتو خپرېدل، سانسور، پر خبریالانو بریدونه او له خپلواکو رسنیو څخه د ملاتړ کمېدل د نړۍ په کچه د خبریالۍ پر وړاندې تر ټولو سترې ننګونې دي.

دغه دفتر د یونسکو د وروستي راپور په حواله ویلي، ازادې او خپلواکې رسنۍ د حکومتونو د حساب‌ورکونې، د خلکو د معلوماتو د لاسرسي او د عامه باور د پیاوړتیا لپاره بنسټیز رول لري.

یوناما ټینګار کړی چې خپلواکه او بې‌پرې خبریالي یوازې د معلوماتو د رسولو لپاره نه، بلکې د روڼتیا د پیاوړتیا، د فساد پر ضد د مبارزې او د کړکېچونو د اغېزمن مدیریت لپاره هم اړینه ده.

دغه خبرداری په داسې حال کې خپرېږي چې په افغانستان کې خبریالان لا هم له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.

د ۱۴۰۰ کال په اسد میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، لسګونه خبریالان نیول شوي یا زنداني شوي دي. همدارنګه، ګڼو رسنیو د نویو محدودیتونو، اقتصادي فشارونو او د خبریالانو د پراخې کډوالۍ له امله خپل فعالیتونه درولي دي.

په ورته وخت کې، د رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو هم په وار وار په افغانستان کې د خبریالانو د نیولو، سانسور، معلوماتو ته د لاسرسي د محدودولو او د خپلواکو رسنیو د کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د رسنیو د ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب د تضمین غوښتنه یې کړې ده.

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۶ GMT+۱
100%

د کندهار یو شمېر صنعتکارانو افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلو پیغامونه کې ویلي، د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د کار پر مهال کارخونو ته ورځي او د کارخونو کارکوونکي د خریل شویو ږېرو په جرم له ځان سره وړي.

د کندهار صنعتکاران وايي، دغه وضعیت د تولید بهیر ګډوډ کړی، د تجربه لروونکو کاریګرو کمښت یې زیات کړی او د کارخونو فعالیتونه یې اغېزمن کړي دي.

د کندهار د یوې کارخونې مسول افغانستان انټرنشنل ته ویلي د پلټنو پر مهال ماشینونه فعال او د تولید بهیر روان وي، خو د کاریګرو ایستل د کارخونو ورځني فعالیتونه له ستونزو سره مخ کوي.

د دوی په خبره، ډېری هغه کاریګر چې له دې وروسته له کاره پاتې کېږي، بېرته خپلو دندو ته نه راګرځي او ایران یا پاکستان ته په ناقانونه توګه ځي.

صنعتکاران وایي، د دغو کسانو پر ځای د نویو او تجربه لرونکو کاریګرو موندل ستونزمن دي، ځکه نوي کسان باید وروزل شي او د کار له بهیر سره بلد کړل شي.

د دوی په وینا، ځینو صنعتکارانو خپلې فابریکې هرات ته لېږدولې دي، ځکه د هغوی په خبره هلته له ورته ستونزو سره نه دي مخ.

صنعتکاران زیاتوي، کله چې نیول شوي کاریګر بندي شي، دوی اړ کېږي چې نوي کسان وګماري او د نویو بې تجربه کارکوونکو سره یې د تولید چارې ټکني کېږي.

طالبان: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۶۰ تنو ته ورسېد

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۲۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وايي چې پارون کې د سېلاوبونو له امله د قربانیانو شمېر ۶۰ تنو ته رسېدلی دی. د هغه په وینا، سېلابونو ځايي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي او اړوند ادارې د پاتې د بند پاتې کسانو د ژغورلو عملیات پیل کړي دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی د یادې ډلې اړوند ادارې د بند پاتې کسانو د سر او مال ژغورلو لپاره لاس په کار شوی دي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې د زیانمنو شویو سیمو خلکو ته به پر وخت او ښه رسېدنه وشي.

په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په وروستیو سېلابونو کې د ۴۳ لادرکه شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

سرچینې زیاتوي په موندل شویو کسانو کې د پارون د ښاروال په ګډون د ځینو نورو طالبانو جسدونه هم شامل دي.

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱
100%

په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په وروستیو سېلابونو کې د ۴۳ لادرکه شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي. سرچینې زیاتوي په موندل شویو کسانو کې د پارون د ښاروال په ګډون د ځینو نورو طالبانو جسدونه هم شامل دي.

طالبانو تروسه پورې د کره مرګژوبلې په اړه څه نه وي ویلي خو د طالبانو د نورستان والي ویاند فریدون صمیم د کسانو لادرکه کېدل تاید کړي دي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نورستان څخه ځايي اوسېدونکو ویلي چې په مرکز پارون کې د تازه سېلابونو له امله د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لا درکه شوي دي. له سیمې ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې په خپل اېکس کې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۲۹مه له غرمې وروسته د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلو له امله ځايي اوسېدونکو ته ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي.

دوی زیاتوي چې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لېږلي دي.

ځايي اوسېدونکي: په سېلابونو کې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لادرکه شوي دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نورستان څخه ځايي اوسېدونکو ویلي چې په مرکز پارون کې د تازه سېلابونو له امله د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لا درکه شوي دي. له سیمې ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

بل خوا د نورستان والي زین ‌العابدین عابد له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان له خپلو همکارانو سره ورک شوي دي.

نوموړی وايي چې دوی په سیمه له خټو او خاورو څخه د جسدونو را ایستل پیل کړي او هڅه کوي چې دولتي کارکوونکي هم پېدا کړي.