• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي په خوست کې د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو د والي‌ ویاند مستغفر ګربز وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ځانګړو ځواکونو غړی ننګیالی چې تازه له امریکا نه ستون شوی و؛ د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی. نوموړي ویلي، د یادې پېښې د عاملینو د پېژندنې هڅې روانې دي.

تېره ورځ په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي‌ و، چې ناپېژانده وسله‌والو د خوست په مرکز ۱۲ فامیلو سیمه کې د کې‌پي‌اېف ځواکونو یو پخوانی غړی ننګیالی چې په لالو مشهور و وژلی دی. ننګیالی تازه له امریکا نه خوست ته تللی و.

له پېښې یوه ورځ وروسته د یاد ولایت د طالبانو د والي‌ ویاند پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده: «ننګیالی د محمدنظیر زوی په داسې حال کې د خپلو دښمنانو له لوري د توفنګچې په ډزو ووژل شو، چې ابدالي شفاخانې ته د یوه ناروغ پوښتنې ته ورغلی و او د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی».

ګربز زیاته کړې، چې په خواله رسنیو کې د یاد کس د وژنې په اړه خپرې شوې ادعاوې ناسمې دي او سیاسي رنګ ورکړل شوی. د معلوماتو له مخې؛ دوه کاله وړاندې د ننګیالي کشر ورور سید نظر هم ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې ترور کړی و.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په بلخ کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمه‌ییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې پنځه‌ ماشومان زېږولي دي.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) ویلي، د یادې مېرمنې پنځه واړه ماشومان چې له خپلې مودې وړاندې او په کم وزن زېږېدلي وو؛ د دغه سازمان په ملاتړ د همدې روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې په څانګه (NICU) کې تر درملنې او څار لاندې وو.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، له نږدې اتو ورځو ځانګړې روغتیایي پاملرنې وروسته د ماشومانو روغتیایي وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او هغوی د نویو زېږېدلو ماشومانو عادي څانګې ته لېږدول شوي دي.

تېره میاشت هم په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي چې درې یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

کندهار کې د فشارونو پراخېدل؛ د ږېرو په نوم نیونې، د ټیلیفونونو پلټنې او د ښځو سپکاوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

د کندهار ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري پر خلکو لګېدلي محدودیتونه تر پخوا زیات شوي او د ښار په ګڼو سیمو کې یې حضور پراخ شوی. د دوی په وینا؛ د ږېرو، جامو، حجاب او د خلکو د شخصي ټیلیفونونو پلټنې او ځورنې زیاتې شوې دي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، پخوا به د ښار په محدودو سیمو کې د محتسبینو حضور لیدل کېده؛ خو اوس د ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او ګڼو بازارونو کې د دوی د درولو او پلټنې مرکزونه ډېر شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف محتسبان په چېک پاینټونو کې هغه موټرونه هم دروي او پوښتنې ترې کوي، چې ښځې ورسره وي‌ او عربي حجاب یې کړی وي. د سرچینو په وینا؛ ډېری ځوانان د ږېرې خریلو او لنډولو یا د ظاهري بڼې له امله درول کېږي او په ځینو مواردو کې د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټل کېږي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ هره ورځ له دې وېرې سره له کوره وځو چې معلومه نه‌ده په کوم ځای کې به ودرول شو. لومړی ماسک لرې کوي، بیا ږېره ګوري او که د دوی له نظر سره برابره نه‌وي، سړی له ځان سره بیايي، ځینې کسان څو ورځې ورک وي او کورنۍ یې نه پوهېږي چې چېرې دي».

یو بل ځوان چې تازه له بند څخه خوشې شوی وايي، چې د هغه د نیول کېدو یوازینی لامل د ږېرې لنډوالی و. هغه وویل: «ماته یې وویل ږېره دې شرعي نه‌ده، وروسته یې ټیلیفون هم وکوت، درې ورځې بندي وم او کورنۍ مې نه پوهېده چې زه چېرې یم؛ تر خوشې کېدو وروسته یې خبرداری راکړ چې بیا داسې ونه شي».

بل خوا بیا په دغه ولایت کې یوشمېر ښځې وایي، د طالبانو امربالمعروف د ښځو پر وړاندې هم فشارونه زیات کړي او ان ښځو ته سپکې خبرې هم کوي. د کندهار یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «موږ تور حجاب اغوندو، نو کله ناکله سپکې خبرې راته کېږي. یوه ورځ یوه راته وویل، که امریکایان تر اوسه افغانستان کې وای، تاسو به اوس بربنډې ګرځېدلای دغه ډول خبرې زموږ عزت ته زیان رسوي او ښځې سختې ځوروي».
هغه وایي: «طالبان غواړي چې د دوی د خوښې حجاب «څادري» په سر کړو».

د کندهار د اوسېدونکو په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې د امر بالمعروف د فعالیتونو ساحه پراخه شوې ده. یوشمېر ټولنیز فعالان چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایي، د خلکو ترمنځ د وېرې فضا ورځ تر بلې پراخېږي.

د دوی په باور؛ دغه وضعیت د ځوانانو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی او ډېری کسان هڅه کوي له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.

طالبان وایي تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې د ۴زره ودانیو جوړولو جوازونه صادر کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۷ GMT+۱
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ وایي، په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې یې د ۴زره ودانیو جوړولو جوازونه صادر کړي دي. د یادې ښاروالۍ په وینا؛ دغه ودانۍ به د کابل د ماسټر پلان او ټاکل شویو ودانیزو معیارونو له مخې جوړې شي.

 د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي ویلي، د ودانیو جوازونو د صادرولو بهیر د ټاکل شوې تګلارې له مخې روان دی او په راتلونکي کې به د نورو ودانیو لپاره هم جوازونه صادر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوشمېر کابل ښاریان د ودانیو د جوازونو صادرولو پر بهیر نیوکې کوي او وایي د طالبانو هغه ادعاوې چې د جوازونو ترلاسه کول یې اسانه کړي تر ډېره د تبلیغاتو تر کچې محدودې دي.

څه موده وړاندې د کابل ښار یو اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته په رالېږلي پیغام کې ویلي و، چې د ودانۍ جوړولو جواز ترلاسه کولو لپاره یې له یو کال څخه ډېر وخت په اداري مراحلو او ستونزو کې تېر کړی؛ خو تر اوسه یې هم هڅې بې‌پایلې پاتې دي.

اوچا: سږکال په افغانستان کې ۴.۹ مېلیونه افغان مېندې او ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا لري

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۷:۳۶ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې مېلیونونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي او په ۲۰۲۶کال کې به شاوخوا ۴.۹ مېلیونه مېندې او ماشومان د خوړو مرستو ته اړتیا ولري.

دغه اداره وایي، د یادې ستونزې د حل لپاره پر وخت اقدام او لازم ملاتړ  کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند وژغوري. اوچا د افغان ښځو مقاومت او پیاوړتیا ستایلې او وایي، افغانستان کې مېندې د ستونزو او خوارځواکۍ له ګواښ سره، سره د خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د هیلې او مقاومت هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر ټینګار کوي، چې د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره دوامداره بشري مرستې او پر وخت اقدام ډېر مهم دی. دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې په ۲۰۲۶کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شي او که د ژوند ژغورونکو او مخنیوي وړ تغذیوي پروګرامونو پراختیا ته بېړنۍ پاملرنه ونه شي؛ نو دغه وضعیت به لا کړکېچن شي.

همداراز د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان هم روانه میاشت په خپل یو راپور کې ویلي و، چې د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دغه سازمان ویلي چې د ۲۰۲۶کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

طالبان وایي سږکال په پنجشېر کې د توتانو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱
100%

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۵کال په ترڅ کې د دغه ولایت د توتانو حاصلات د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. یاد ریاست زیاته کړې، سږکال د توتانو ټول حاصلات له ۳۵۰۰ متریک ټنو څخه ۴۰۲۳ متریک ټنو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست د توتانو د زیاتوالي عمده لاملونه مناسب اقلیم، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د باران نشتوالی او بڼوالو ته د مېوو وچوونکو دستګاوو وېش یادوي. د سیمه‌ییزو طالب چارواکو په وینا؛ دغه عواملو د توتانو د کیفیت او حاصلاتو په ښه والي کې مهم رول لوبولی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې ریاست زیاتوي، د مېوو وچوونکو دستګاوو په وېش سره بڼوال توانېدلي چې د خپلو حاصلاتو یوه برخه په معیاري ډول وچه او بازار ته وړاندې کړي چې دغه چارې د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم نیولې ده.

طالبانو ویلي، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ لپاره به په راتلونکو کلونو کې هم ورته پروګرامونه دوام ومومي؛ څو د کرنیزو محصولاتو تولید او کیفیت لاښه شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.