• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه کابل کې د ځمکې لاندې اوبو او اقلیمي بدلون د مدیریت لپاره ۱۵ پروژې پلي کوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کرنې اوبولګولو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (یواېن‌اوپي‌اېس) به د کابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د اوبو د سرچینو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د سېلابونو د مهارولو لپاره شاوخوا ۱۵ پروژې پلي کړي.

د طالبانو دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر یوه پلاوي د دغه وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال بازمحمد فیضان سره لیدلي او په کابل کې یې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د یواېن اوپي اېس د پروژې مسولې یوکي ویلي دغه اداره په پام کې لري چې د کابل ولایت د یو شمېر ولسوالیو په کلیو کې شاوخوا ۱۵ پروژې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو، د اوبو د سطحې د ټیټېدو د مخنیوي او د سېلابونو د مهارولو په موخه پلي کړي، څو خلک وکولای شي له اوبیزو سرچینو څخه ښه ګټه واخلي او د ژوند وضعیت یې ښه شي.

فیضان د دې نوښت هرکلی کړی او ویلي دي که څه هم په کابل کې د اوبو د تغذیې یو شمېر پروژې پخوا هم پلي شوې خو دغه اقدامات د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي په کابل کې د وګړو د زیاتوالي په یادونې سره د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د کرنې وزارت او یواېن اوپي اېس ترمنځ ګډه همکاري او همغږي کولی شي د دغو پروژو د ژر پیل او باکیفیته پلي کېدو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې استازو ویلي د دغو پروژو موخه د کابل د کرونده ګرو او اوسېدونکو ملاتړ، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه والی، د ځمکنیو اوبو د تغذیې پیاوړتیا او د ویجاړوونکو سېلابونو د ګواښ کمول دي.

کابل له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، پرله پسې وچکالۍ، د نفوس د زیاتوالي او د ځمکنیو اوبو د کچې د ټیټېدو له جدي ستونزو سره مخ دی.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ د لنډي کوتل په پنډغالي کې د ورښتونو له امله خېمې له اوبو ډکې شوې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په پنډغالي کې د څو پرله‌پسې ساعتونو باران له امله د ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوې دي. یو اغېزمن کډوال مهتاب افغان وایي، د باران له امله د پنډغالي ډېرو خېمو کې اوبه ټولې شوې او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وایي، د باران اوبه د خېمو دننه راټولې شوې چې له امله یې بسترې، جامې او نور اړین توکي لمده شوي؛ ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري اړ شوي چې څو ساعته په لمده او نامناسب چاپېریال کې تېر کړي.
د کډوالو په خبره؛ په پنډغالي کې د اوبو د اېستلو مناسب سیستم نه‌شته، له همدې امله ان عادي باران هم د بشري ستونزو لامل ګرځي. په دغه پنډغالي کې مېشتو ګڼو کورنیو ویلي، د باران پرمهال کوچني ماشومان د لمدېدو له امله ناروغ شوي او ښځې د ماشومانو د ساتنې، د خوړو برابرولو او د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د بېړنیو مرستو کمښت وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. دغه پنډغالي کې مېشتې مېرمنې زرمینې افغان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «له سهاره روان باران زموږ خېمه په بشپړه توګه له اوبو ډکه کړه. د ماشومانو جامې، بسترې او د خوراکي توکو ډېره برخه مو لمده شوه. ورځ مو په وېره او اندېښنه کې تېره کړه. زموږ غوښتنه دا ده، چې خوندي استوګنځي، پاکې اوبه او نورې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو زموږ ماشومان له نورو ستونزو وژغورل شي».

له بشري مرستو سره تړلو ادارو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د کډوالو لپاره په لنډمهاله پنډغالو کې مېشت بې‌ځایه شوي کسان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د سختو موسمي شرایطو پرمهال تر ټولو ډېر زیان ویني.
د بارانونو په موسم کې د اوبو د اېستلو کمزوری سیستم، نامعیاري خېمې، د څښاک اوبو کمښت او محدود روغتیايي خدمتونه د ساري ناروغیو او نورو روغتیايي ګواښونو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

اغېزمنو کورنیو او ځايي اوسېدونکو له اړونده چارواکو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې، چې په پنډغالي کې د پیاوړې او د اوبو پر وړاندې مقاومې خېمې برابرې کړي او ښځو، ماشومانو او نورو زیانمنو کسانو ته بېړنۍ روغتیايي مرستې، خوراکي توکي، پاکې اوبه او نورې بنسټیزې اړتیاوې ورسوي؛ څو د راتلونکو بارانونو پرمهال د بشري ستونزو کچه راکمه شي.

طالبانو په تورخم کې د قاچاقي امونو د نیولو خبر ورکړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
100%

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په تورخم کې یې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي امونه نیولي او له منځه وړي دي. دوی زیاتوي، چې نیول شوي امونه د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ په سیند کې غورځول شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د بندښت له کبله هېچا ته اجازه نشته چې کرنیز او حیواني محصولات په ناقانونه ډول هېواد ته راوارد کړي.

دغه ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات روان دي.

د ننګرهار ځايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د تورخم او نورو فرعي لارو څخه د هر ډول توکو د قاچاق مخه به په کلکه ونیول شي. دوی له سوداګرو غوښتي چې له ناقانونه لارو د توکو له راوړلو ډډه وکړي، کنې له قانوني چلند سره به مخ شي.

له څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو د سوداګریزو توکو قاچاق زیات شوی دی.

طالبان وایي په خوست کې د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
100%

په خوست کې د طالبانو د والي‌ ویاند مستغفر ګربز وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ځانګړو ځواکونو غړی ننګیالی چې تازه له امریکا نه ستون شوی و؛ د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی. نوموړي ویلي، د یادې پېښې د عاملینو د پېژندنې هڅې روانې دي.

تېره ورځ په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي‌ و، چې ناپېژانده وسله‌والو د خوست په مرکز ۱۲ فامیلو سیمه کې د کې‌پي‌اېف ځواکونو یو پخوانی غړی ننګیالی چې په لالو مشهور و وژلی دی. ننګیالی تازه له امریکا نه خوست ته تللی و.

له پېښې یوه ورځ وروسته د یاد ولایت د طالبانو د والي‌ ویاند پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده: «ننګیالی د محمدنظیر زوی په داسې حال کې د خپلو دښمنانو له لوري د توفنګچې په ډزو ووژل شو، چې ابدالي شفاخانې ته د یوه ناروغ پوښتنې ته ورغلی و او د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی».

ګربز زیاته کړې، چې په خواله رسنیو کې د یاد کس د وژنې په اړه خپرې شوې ادعاوې ناسمې دي او سیاسي رنګ ورکړل شوی. د معلوماتو له مخې؛ دوه کاله وړاندې د ننګیالي کشر ورور سید نظر هم ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې ترور کړی و.

په بلخ کې یوې مور پنځه ماشومان زېږولي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۱۱ GMT+۱
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان خبر ورکړی، چې د بلخ ولایت په ابوعلي سینا ښوونیز او سیمه‌ییز روغتون کې یوې ۲۸ کلنې مېرمنې پنځه‌ ماشومان زېږولي دي.

یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) ویلي، د یادې مېرمنې پنځه واړه ماشومان چې له خپلې مودې وړاندې او په کم وزن زېږېدلي وو؛ د دغه سازمان په ملاتړ د همدې روغتون د نویو زېږېدلو ماشومانو د ځانګړې پاملرنې په څانګه (NICU) کې تر درملنې او څار لاندې وو.

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، له نږدې اتو ورځو ځانګړې روغتیایي پاملرنې وروسته د ماشومانو روغتیایي وضعیت په تدریجي ډول ښه شوی او هغوی د نویو زېږېدلو ماشومانو عادي څانګې ته لېږدول شوي دي.

تېره میاشت هم په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی و، چې د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مېرمنې په یو ځل پنځه ماشومان زېږولي چې درې یې نجونې او دوه یې هلکان وو.

کندهار کې د فشارونو پراخېدل؛ د ږېرو په نوم نیونې، د ټیلیفونونو پلټنې او د ښځو سپکاوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۲ GMT+۱
100%

د کندهار ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له لوري پر خلکو لګېدلي محدودیتونه تر پخوا زیات شوي او د ښار په ګڼو سیمو کې یې حضور پراخ شوی. د دوی په وینا؛ د ږېرو، جامو، حجاب او د خلکو د شخصي ټیلیفونونو پلټنې او ځورنې زیاتې شوې دي.

د کندهار یوشمېر اوسېدونکي وایي، پخوا به د ښار په محدودو سیمو کې د محتسبینو حضور لیدل کېده؛ خو اوس د ښار په مهمو واټونو، څلورلارو او ګڼو بازارونو کې د دوی د درولو او پلټنې مرکزونه ډېر شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف محتسبان په چېک پاینټونو کې هغه موټرونه هم دروي او پوښتنې ترې کوي، چې ښځې ورسره وي‌ او عربي حجاب یې کړی وي. د سرچینو په وینا؛ ډېری ځوانان د ږېرې خریلو او لنډولو یا د ظاهري بڼې له امله درول کېږي او په ځینو مواردو کې د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه هم پلټل کېږي.

د کندهار ښار یو اوسېدونکی په دې اړه وايي: «موږ هره ورځ له دې وېرې سره له کوره وځو چې معلومه نه‌ده په کوم ځای کې به ودرول شو. لومړی ماسک لرې کوي، بیا ږېره ګوري او که د دوی له نظر سره برابره نه‌وي، سړی له ځان سره بیايي، ځینې کسان څو ورځې ورک وي او کورنۍ یې نه پوهېږي چې چېرې دي».

یو بل ځوان چې تازه له بند څخه خوشې شوی وايي، چې د هغه د نیول کېدو یوازینی لامل د ږېرې لنډوالی و. هغه وویل: «ماته یې وویل ږېره دې شرعي نه‌ده، وروسته یې ټیلیفون هم وکوت، درې ورځې بندي وم او کورنۍ مې نه پوهېده چې زه چېرې یم؛ تر خوشې کېدو وروسته یې خبرداری راکړ چې بیا داسې ونه شي».

بل خوا بیا په دغه ولایت کې یوشمېر ښځې وایي، د طالبانو امربالمعروف د ښځو پر وړاندې هم فشارونه زیات کړي او ان ښځو ته سپکې خبرې هم کوي. د کندهار یوه اوسېدونکې په دې اړه وايي: «موږ تور حجاب اغوندو، نو کله ناکله سپکې خبرې راته کېږي. یوه ورځ یوه راته وویل، که امریکایان تر اوسه افغانستان کې وای، تاسو به اوس بربنډې ګرځېدلای دغه ډول خبرې زموږ عزت ته زیان رسوي او ښځې سختې ځوروي».
هغه وایي: «طالبان غواړي چې د دوی د خوښې حجاب «څادري» په سر کړو».

د کندهار د اوسېدونکو په وینا؛ په وروستیو میاشتو کې د امر بالمعروف د فعالیتونو ساحه پراخه شوې ده. یوشمېر ټولنیز فعالان چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي وایي، د خلکو ترمنځ د وېرې فضا ورځ تر بلې پراخېږي.

د دوی په باور؛ دغه وضعیت د ځوانانو ترمنځ د ناامنۍ احساس زیات کړی او ډېری کسان هڅه کوي له اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.