• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

سرچینې: د نورستان په مرکز پارون کې د سېلابونو له امله ۴۳ کسان مړه شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۰۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۲ GMT+۱

په نورستان کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز پارون کې په وروستیو سېلابونو کې د ۴۳ لادرکه شویو کسانو جسدونه موندل شوي دي. سرچینې زیاتوي په موندل شویو کسانو کې د پارون د ښاروال په ګډون د ځینو نورو طالبانو جسدونه هم شامل دي.

طالبانو تروسه پورې د کره مرګژوبلې په اړه څه نه وي ویلي خو د طالبانو د نورستان والي ویاند فریدون صمیم د کسانو لادرکه کېدل تاید کړي دي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نورستان څخه ځايي اوسېدونکو ویلي چې په مرکز پارون کې د تازه سېلابونو له امله د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لا درکه شوي دي. له سیمې ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې ادارې په خپل اېکس کې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۲۹مه له غرمې وروسته د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د سختو ورښتونو له امله سېلابونه راوتلو له امله ځايي اوسېدونکو ته ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي.

دوی زیاتوي چې سیمې ته یې د ژغورنې ډلې لېږلي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

ځايي اوسېدونکي: په سېلابونو کې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لادرکه شوي دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
100%

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته د نورستان څخه ځايي اوسېدونکو ویلي چې په مرکز پارون کې د تازه سېلابونو له امله د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان لا درکه شوي دي. له سیمې ویډیوګانې ښيي چې د پارون د ښاروالۍ ودانۍ او د لومړي کنډک قرارګاه په مکمل ډول ویجاړه شوې ده.

بل خوا د نورستان والي زین ‌العابدین عابد له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې د پارون ښاروال او د لومړي کنډک قوماندان له خپلو همکارانو سره ورک شوي دي.

نوموړی وايي چې دوی په سیمه له خټو او خاورو څخه د جسدونو را ایستل پیل کړي او هڅه کوي چې دولتي کارکوونکي هم پېدا کړي.

طالبان: تېر کال د ۱۰،۲ میلیارده افغانیو په ارزښت د کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وای، تیر کال یې د کانونو د ایستنې په برخه کې له کورنیو شرکتونو سره ۱۰۹ تړونونه لاسلیک کړي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۰،۲ میلیارده افغانۍ دی.

د طالبانو د یاد وزرات د معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې لپاره د کورنیو شرکتونو تر څنګ د سیمې د هېوادونو لېوالتیا هم زیاته شوې ده.

افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، لیتیوم، کرومایټ، ډبرو سکرو او یو شمېر نورو قیمتي او صنعتي کانونو پراخې زېرمې لري.

په وروستیو کلونو کې د طالبانو حکومت د کانونو د استخراج لپاره له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د تړونو د زیاتولو هڅې کړې او ویلي یې دي چې د کانونو سکټور د هېواد د اقتصادي ودې له مهمو سرچینو څخه دي.

خو په ورته مهال پر طالبانو دا تور دی، چې یاده ډله د قانونو د استخراج په برخه کې په خورا پراخ فساد کې ښکېل ده.

د طالبانو د دفاع وزارت چارواکي او د تاجکستان سفیر د سرحدي وضعیت په اړه غږېدلي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
100%

د طالبانو د دفاع وزارت وايي چې ددغه وزارت د نظامي عملیاتو رییس نورالرحمن نصرت په کابل کې د تاجکستان له سفیر سعدي شریفي سره د لیدني پرمهال د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډي سرحدي پولي د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د طالبانو دفاع وزارت نن دوشنبه، د چنګاښ پر ۲۹مه په اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښه نیت او همکاریو پر لا ټینګښت ټینګار شوی دی.

په دغه لیدنه کې د طالبانو د دفاع وزارت د ستر درستیز د نظامي عملیاتو رییس مولوي نورالرحمن نصرت او په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي د دوه اړخیزو اړیکو او د سرحدي سیمو د وضعیت په اړه غږېدلي دي. د طالبانو دفاع وزارت ددې لیدني په اړه د نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

دا کتنه په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو کې د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د امنیتي مسایلو او د سرحد د کنټرول په اړه اندېښنې موجودې دي.

تر اوسه په کابل کې د تاجکستان سفارت د دغې کتنې او د مطرح شویو مسایلو په اړه رسنیو ته په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په روانه میاشت کې د ګډ امنیتي تړون سازمان (سي ايس پي او) ویلي و، چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ پر ګډه پوله امنیتي وضعیت لا هم پېچلی دی او د افغانستان په شمالي سرحدي سیمو کې د وسله‌والو ډلو حضور د دې سازمان لپاره د مرکزي اسیا تر ټولو ستره امنیتي اندېښنه ده.

ایران د دوغارون له لارې افغانستان ته د ترانزیټي او صادراتي توکو مستقیمه لار فعاله کړه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱
100%

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکي وایي، د دوغارون په ازاده سوداګریزه صنعتي سیمه کې یې د ترانزیټي او صادراتي توکو د مستقیم لېږد لپاره نوې لار پرانیستې ده، څو د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو د تم کېدو وخت کم او د ګمرکي تګ راتګ بهیر چټک شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، دغه مسیر په څلورو لینونو کې د ایراني او بهرنیو بار وړونکو موټرو لپاره جوړ شوی، چې صادراتي، ترانزیټي توکي او د نفتي محصولاتو بېلابېل ډولونه افغانستان ته لېږدوي.

نوموړي زیاته کړې د دې مسیر پرانیستل به د تمځایونو څخه د دوغارون ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې د وتونکو لاریو شمېر زیات کړي.

هغه د افغانستان د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د ایراني تشو لاریو څو ورځني تم کېدو ته په اشارې وویل، اوس مهال له ۱۵۰۰ څخه ډېرې تشې ایراني لارۍ ایران ته د بېرته ننوتلو په تمه په نوبت کې ولاړې دي.

جمشیدي وویل، د ایران او افغانستان ترمنځ د دواړو لورو د انتظار د قطارونو ختمېدل د اسلام کلا او دوغارون د ګمرکونو د اړوندو ادارو همغږي او همکاري غواړي.

د هغه په وینا، د افغان لوري د امکاناتو کمښت د ایران او افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ستونزې زیاتې کړې دي او په هرات او اسلام کلا کې د اړینو زیربناوو نشتون د دوغارون پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه، پرون له ایران او افغانستان ترمنځ په دواړو پولو کې له ۱۴۰۰ څخه ډېرو بار وړونکو موټرو تګ راتګ کړی دی.

ایرانا د جمشیدی له قوله لیکلي هغه ستونزې چې د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د صادراتو، ترانزیټ او مسافرو د تګ راتګ د چټکتیا مخه نیسي، باید د قانون له مخې د افغانستان اړوندو ادارو ته ورسول شي.

طالبانو په بدخشان کې د سیمه‌ییزې ادارې په کچه پراخ بدلونونه راوستل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱
100%

د یفتل ولسوالۍ له څو ساعته سقوط څخه درې ورځې وروسته، طالبانو د بدخشان ولایت د یو شمېر ولسوالیو په کچه په مشرتابه، امنیه قوماندانیو او د استخباراتو په مدیریتونو کې پراخ بدلونونه راوستي دي.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د نسي، شکي، جرم، شهربزرګ، کشم، ارګو، یفتل او څو نورو ولسوالیو په دولتي پوستونو کې بدلونونه راغلي دي.

دا بدلونونه د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې له ناڅاپي برید وروسته رامنځته شول؛ هغه برید چې د جمعې په سهار د دې لامل شو چې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه ووځي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی ولسوال او امنیه قوماندان معرفي کېږي.

مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهان‌خان نوري د یفتل د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

په شهربزرګ کې هم بدلونونه راغلي او عبدالوهاب فاروقي د نوي امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
کابل ته د فاتح له لېږدولو وروسته په نسي کې بدلونونه
وروسته له هغې چې طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح له نسي څخه کابل ته وغوښت، دې ډلې د نسي ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړل او نوي کسان یې پر دندو وګومارل.

همدارنګه د جرم ولسوالۍ لپاره هم نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

سمیع‌الله رسولي د نسي د ولسوال، حیات‌الله الماس د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان او شمس‌الله خالد د جرم ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي او خپل کار یې پیل کړی دی.

دا بدلونونه وروسته له هغې وشول چې په وروستیو اونیو کې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات شول.

دا اختلافات هغه مهال اوج ته ورسېدل چې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح او د هغه تر امر لاندې ځواکونو د دې ډلې د جګپوړو چارواکو د امرونو له منلو سرغړونه وکړه.

جمعه‌خان فاتح په پای کې له څو اونیو خبرو اترو او د طالبانو د لوي درستیز په منځګړیتوب له بدخشان څخه کابل ته ولېږدول شو.