• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي سږکال په پنجشېر کې د توتانو حاصلات ۱۳ سلنه زیات شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، د ۱۴۰۵کال په ترڅ کې د دغه ولایت د توتانو حاصلات د تېر کال پرتله ۱۳ سلنه زیات شوي دي. یاد ریاست زیاته کړې، سږکال د توتانو ټول حاصلات له ۳۵۰۰ متریک ټنو څخه ۴۰۲۳ متریک ټنو ته رسېدلي دي.

د طالبانو د کرنې ریاست د توتانو د زیاتوالي عمده لاملونه مناسب اقلیم، د حاصلاتو د راټولولو پر مهال د باران نشتوالی او بڼوالو ته د مېوو وچوونکو دستګاوو وېش یادوي. د سیمه‌ییزو طالب چارواکو په وینا؛ دغه عواملو د توتانو د کیفیت او حاصلاتو په ښه والي کې مهم رول لوبولی دی.

په پنجشېر کې د طالبانو د کرنې ریاست زیاتوي، د مېوو وچوونکو دستګاوو په وېش سره بڼوال توانېدلي چې د خپلو حاصلاتو یوه برخه په معیاري ډول وچه او بازار ته وړاندې کړي چې دغه چارې د محصولاتو د ضایع کېدو مخه هم نیولې ده.

طالبانو ویلي، د بڼوالۍ د ودې او د بزګرانو د ملاتړ لپاره به په راتلونکو کلونو کې هم ورته پروګرامونه دوام ومومي؛ څو د کرنیزو محصولاتو تولید او کیفیت لاښه شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت پیاوړی شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ځانګړی

سرچینې: د نیمروز ولایت په چهاربرجک سرحدي ولسوالۍ کې ۶۵ افغان مسافر لادرکه دي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

د شطرنج نړۍواله ورځ؛ د طالبانو د بندیزونو له امله د شطرنج لوبه د هېرېدو له ګواښ سره مخ ده

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۳۹ GMT+۱
100%

نن (د جولای ۲۰مه) د شطرنج د نړۍوالې ورځې سره سمون لري. دغه لوبه شاوخوا ۱۵۰۰کاله پخوانۍ مخینه لري او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې مېلیونونه مینه‌وال لري؛ خو طالبانو له څه باندې یوکال راهیسې پر یادې لوبې بندیز لګولی. د شطرنج مینه‌وال وایي، دغه لوبه د هېریدو له ګواښ سره مخ ده.

د طالبانو له‌خوا د شطرنج پر لوبې تر بندیز وروسته د شطرنج نړۍوال فدراسیون په افغانستان کې د یادې لوبې د راتلونکې او پراختیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. دغه فدراسیون ویلي و، چې پر شطرنج بندیز ښايي د یادې لوبې پر پرمختګ منفي اغېز وکړي.

دغه فدراسیون همداراز ویلي و، چې شطرنج په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ کړی و او د ځوانانو په ډله کې یې ترټولو ډېر مینه‌وال لرل. د کابل ښار ۲۶ کلن اوسېدونکی عبدالله چې د شطرنج مینه‌وال دی افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي، چې دغه لوبه د ځوانانو فکري وړتیاوې پیاوړې کوي او د نورو لوبو پرتله ځانګړی ځای لري.
نوموړی وایي، چې شطرنج یې له خپل پلار څخه زده کړی و او وروسته یې د شطرنج فدراسیون ته هم د لوبو لپاره تګ راتګ کاوه. د عبدالله په وینا؛ له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر دغه لوبه بندیز لګولی، حتی په بازارونو کې هم د شطرنج تختې او دانې په سختۍ موندل کېږي.
هغه وایي، د دغه بندیز له امله د شطرنج مینه‌وال ورو ورو کمېږي چې دا به په افغانستان کې د یادې لوبې پر کلتور او راتلونکې اغېز وکړي. د ۱۴۰۴کال (د غويي ۲۱مه) افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو دغه لوبه د ناروښانه مودې لپاره ځنډولې ده. دغه سرچینو ویلي و، چې د بدني روزنې عمومي ریاست چارواکو ویلي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له‌خوا شطرنج «حرام» ګڼل شوی دی.

وروسته طالبانو په افغانستان کې د شطرنج انلاین بڼه هم بنده کړه. طالبان وایي، دغه لوبه د قمار د دودېدو لامل کېږي چې د دوی له نظره «ګناه» ده؛ خو د شطرنج د شرعي حکم په اړه د اسلامي علماوو ترمنځ بېلابېل نظرونه شته.
ځینې دیني عالمان وایي، که شطرنج د شرط، پیسو یا د مال د ګټلو او بایللو لپاره ولوبول شي؛ نو د «قمار» بڼه خبلوي او قمار په اسلام کې «حرام» دی. له بلې خوا ځینې دیني عالمان بیا وایي: «که په شطرنج کې قمار نه وي، د دیني مسوولیتونو د پرېښودو لامل نه‌شي او له حرامو چارو سره تړاو ونه لري؛ نو یوازې لوبه کول یې جواز لري».

شطرنج په لومړي ځل په لرغوني هند کې رامنځته شو. تاریخپوهان وایي، چې دغه لوبه د هند د «چترنګا» (Chaturanga) له لوبې سرچینه اخلي؛ خو وروسته د ساساني فارس له لارې اسلامي نړۍ او بیا اروپا ته ورسېده.

اوس‌مهال هند، امریکا، چین، ازبکستان، روسیه او ناروې د شطرنج له مخکښو هېوادونو ګڼل کېږي.

ولې شطرنج له سیاست سره پرتله کېږي؟

 شطرنج له پخوا راهیسې د سیاست له ډګر سره پرتله کېږي. د دې اصلي لامل دا بلل کېږي، چې دواړه برخې فکري تمرکز، هوښیارۍ، ستراتیژیک فکر او د راتلونکو ګامونو د اټکل وړتیا ته اړتیا لري.

په شطرنج کې لوبغاړی هڅه کوي د خپل مقابل لوري حرکتونه وارزوي او د بریا لپاره اوږدمهاله پلان جوړ کړي. په سیاست کې هم مشران او سیاسي ډلې د خپلو پرېکړو پایلې، د مخالفینو دریځونه او راتلونکي حالتونه ارزوي.

په دې توګه، شطرنج یوازې یوه فکري لوبه نه‌ده؛ بلکې د ستراتیژیک فکر، پلان جوړونې او د پرېکړو د پایلو د ارزونې یوه بېلګه هم ګڼل کېږي. خو دغه لوبه چې په افغانستان کې هم ډېر زیات مینه‌وال لري، اوس‌مهال د محدودیتونو له امله د هېرېدو په حال کې ده او راتلونکی یې له ګواښ سره مخ دی.

تر پنجاب وروسته؛ په خیبرپښتونخوا کې هم افغان کډوالو ته د کورونو پرېښودو خبرداری ورکړل شوی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۴۸ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا حکومت د افغان وګړو پرضد روان عملیات نور هم چټک کړي دي. په دې لړ کې د پېښور ښار د کورونو هغه مالکانو ته هم رسمي خبرتیاوې ورکړل شوې، چې افغان کډوالو ته یې خپل کورونه په کرایه ورکړي دي.

د ولسوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د پېښور په بېلابېلو سیمو کې د کورونو مالکانو ته ویل شوي، چې په خپل ملکیت کې مېشت افغان وګړي ژر تر ژره له کورونو وباسي. ځایي چارواکو خبرداری ورکړی، که د ټاکل شوې مودې تر پایه د حکومت لارښوونې عملي نه‌شي د سرغړونکو پرضد به قانوني اقدام وشي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو ریاست د شمېرو له مخې؛ افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره د ټاکل شوي ضرب الاجل وروستۍ نېټې سره هم‌مهاله د ستنېدونکو افغانانو شمېر د پام وړ زیات شوی دی. د جولای له ۱۱مې تر ۱۶مې پورې ټولټال ۲۳زره او ۳۳۶ افغان وګړي چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد ریاست په وینا؛ تر دې مخکې هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې افغانان بېرته افغانستان ته تلل، خو اوس دغه شمېر هره ورځ نږدې ۳زره او ۴۰۰ څخه تر ۴زره او ۱۰۰ کسانو پورې لوړ شوی دی.

د کورنیو چارو ریاست وایي، د بېلابېلو ولسوالیو د عملیاتو پرمهال پولیسو ۲زره او ۱۶۳ افغان وګړي نیولي، قانوني چارې یې بشپړې کړې او وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي. یوازې په پېښور کې د تېرو پنځو ورځو عملیاتو پرمهال له ۶۰۰ څخه ډېر افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.

پاکستاني چارواکي وایي، په خیبر پښتونخوا کې د مېشتو بهرنیو وګړو پرضد روان عملیات د حکومت د پالیسۍ له مخې به له توپیر پرته دوام ولري.

طالب ډيپلوماټ: کابل له پاکستان سره د لارو بندېدو وروسته نور نړۍوال بازارونه وموندل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رييس شفیع اعظم وایي، د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو د بندېدو او د سوداګریزو راکړو ورکړو له پرېکون وروسته افغانستان د خپلو صادراتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه وموندل. د افغانستان او پاکستان لارې له ۹ میاشتو راهیسې بندې دي.

شفیع اعظم د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کال پورې د خپلو محصولاتو له نیمايي ډېره برخه پاکستان ته صادروله، خو د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د خپلو محصولاتو لپاره نوي نړۍوال بازارونه موندلي دي.

هغه زیاته کړې: « د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ د افغانستان ۶۰ سلنه صادرات یوازې پاکستان ته وو. د لارو بندېدو له امله مرکزي اسیا، روسیې، چین، هند، خلیج او اروپا ته مخه شوه او په سرعت نوي مارکېټونه د تسخیر په حال کې دي».

نوموړي ویلي، د سوداګریزو محدودیتونو له امله د صادراتو بازارونه متنوع شوي او ورسره یې له سوداګرو غوښتي، چې د خپلو محصولاتو کیفیت او بسته‌ بندي له نړیوالو معیارونو سره برابر کړي او همداراز یې زیاته یې کړه: «نوي مارکېټونه لوړ معیارات لري او افغان سوداګر اړ شوي چې خپل کیفیت/پکیجنګ اوچت کړي».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالره زیان رسېدلی دی.

په جرمني کې مېشتو افغانانو د طالبانو له لوري پر ښځو د لګېدلو محدودیتونو پر ضد لاریون کړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۵ GMT+۱
100%

په جرمني کې مېشتو یو شمېر افغانانو د هامبورګ ښار په یوه اعتراضي غونډه کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پر محدودیتونو او د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا اعتراض وکړ. ګډونوالو د افغانستان ملي بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او د «زده‌کړه، کار او ازادي» شعارونه یې ورکول.

دغه اعتراض د شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۷مه، ترسره شو. ګډونوالو په اعلامیو کې د طالبانو هغه تګلارې وغندلې چې د ښځو، نجونو، قومي لږکیو او د افغانستان د نورو وګړو پر وړاندې عملي کېږي.

اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت پر وړاندې بېړني او اغېزمن اقدامات وکړي. هغوی همداراز له مدني فعالانو او په بهر کې له مېشتو افغانانو وغوښتل چې د افغانستان دننه د ښځو، نجونو او نورو وګړو غږ نړیوالو ته ورسوي.

د غونډې یوه ویناوال د طالبانو سره د ځینو هېوادونو پر تعامل نیوکه وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو هر ډول مشروعیت ورکولو سره مخالفت وکړي او اجازه ور نه کړي چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه د سیاسي معاملو قرباني شي.

یوه بل اعتراض کوونکي وویل، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې پر ښځو محدودیتونه پرله‌پسې زیات شوي او په افغانستان کې د هغوی د ژوند فضا ورځ تر بلې تنګه شوې ده.

هغه همداراز په هرات کې د ښځو وروستیو نیونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه اجباري حجاب چې طالبان یې تحمیلوي، د افغانستان له ټولنیز او فرهنګي واقعیت سره سمون نه لري.

دغه اعتراض په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده‌کړو محرومې کړې او د ښځو پر کار، ټولنیز حضور او ګڼو نورو بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د راپور له مخې، د ښځو پر زده‌کړو او کار د طالبانو محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۵.۳میلیارده افغانۍ زیان اړوي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې که دا وضعیت دوام وکړي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د شاوخوا ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې مشر: له سیاسي ملاحظاتو پرته به خپلو مرستو ته دوام ورکړو

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۱ GMT+۱
100%

افغانستان کې د ناروې کمېټې مشر تاریا واټرډال، کابل کې د معلولینو د زده‌کړو ملاتړ په نړیواله غونډه کې وویل، د معلولینو پر محدودیتونو نه، بلکې پر وړتیاوو او استعدادونو یې باید تمرکز وشي. هغه زیاته کړه،د ناروې کمېټه ژمنه ده، چې له سیاسي ملاحظاتو پرته خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو، موسسو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړ کوونکو سازمانونو په ګډون، د معلولیت لرونکو د زده‌کړو د ملاتړ نړیواله غونډه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په کابل کې جوړه کړه.

100%

طالبانو د دغې غونډې موخه د معلولیت لرونکو لپاره د زده‌کړو د فرصتونو پراخول، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د کیفیت لوړول او د یاد قشر د پیاوړتیا لپاره د اغېزناکو لارو چارو ارزونه او د ګډو همکاریو پیاوړتیا بللې ده.

د طالبانو د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ادارې مرستیال غلام سعید احساس په دې غونډه کې وویل، چې د ټولنې پرمختګ، وده او پر ځان بسیا کېدل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له لارې شوني دي او د ټولنې د ټولو قشرونو، په ځانګړي ډول د معلولو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرول د دې ادارې له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.

په افغانستان کې د ناروې کمېټې رييس تاریا واټرډال په دې غونډه وویل، چې د معلولو د ملاتړ لپاره لا هم ډېر کار ته اړتیا شته او باید د هغوی پر محدودیتونو نه، بلکې پر وړتیاوو او استعدادونو ډېر تمرکز وشي او انساني کرامت او حقونو ته یې په بشپړ ډول درناوی شي.

هغه زیاته کړه: «له کلونو جګړو وروسته د افغانستان خلکو ته خدمت کول یو ګډ مسوولیت دی او د ناروې کمېټه ژمنه ده، چې خپلو بشري مرستو ته به له سیاسي ملاحظاتو پرته دوام ورکړي».

د طالبانو د تخنیکي اومسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتو له‌مخې، دمګړۍ په افغانستان کې د ځانګړو زده‌کړو د مرکزونو شمېر ۳۶ ته رسېدلی او په دې سره اوس د معلولیت لرونکو کسانو ډېر شمېر ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.