• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د دوغارون له لارې افغانستان ته د ترانزیټي او صادراتي توکو مستقیمه لار فعاله کړه

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۵۲ GMT+۱

د ایران د تایباد ولسوالۍ چارواکي وایي، د دوغارون په ازاده سوداګریزه صنعتي سیمه کې یې د ترانزیټي او صادراتي توکو د مستقیم لېږد لپاره نوې لار پرانیستې ده، څو د ایران او افغانستان ترمنځ د بار وړونکو موټرو د تم کېدو وخت کم او د ګمرکي تګ راتګ بهیر چټک شي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د تایباد ولسوال حسین جمشیدي ویلي، دغه مسیر په څلورو لینونو کې د ایراني او بهرنیو بار وړونکو موټرو لپاره جوړ شوی، چې صادراتي، ترانزیټي توکي او د نفتي محصولاتو بېلابېل ډولونه افغانستان ته لېږدوي.

نوموړي زیاته کړې د دې مسیر پرانیستل به د تمځایونو څخه د دوغارون ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې د وتونکو لاریو شمېر زیات کړي.

هغه د افغانستان د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د ایراني تشو لاریو څو ورځني تم کېدو ته په اشارې وویل، اوس مهال له ۱۵۰۰ څخه ډېرې تشې ایراني لارۍ ایران ته د بېرته ننوتلو په تمه په نوبت کې ولاړې دي.

جمشیدي وویل، د ایران او افغانستان ترمنځ د دواړو لورو د انتظار د قطارونو ختمېدل د اسلام کلا او دوغارون د ګمرکونو د اړوندو ادارو همغږي او همکاري غواړي.

د هغه په وینا، د افغان لوري د امکاناتو کمښت د ایران او افغانستان د سوداګرو او پانګوالو ستونزې زیاتې کړې دي او په هرات او اسلام کلا کې د اړینو زیربناوو نشتون د دوغارون پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.

هغه زیاته کړه، پرون له ایران او افغانستان ترمنځ په دواړو پولو کې له ۱۴۰۰ څخه ډېرو بار وړونکو موټرو تګ راتګ کړی دی.

ایرانا د جمشیدی له قوله لیکلي هغه ستونزې چې د هرات او اسلام کلا په ګمرکونو کې د صادراتو، ترانزیټ او مسافرو د تګ راتګ د چټکتیا مخه نیسي، باید د قانون له مخې د افغانستان اړوندو ادارو ته ورسول شي.

ترویج لرونکی

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی
۱

سرچینې: ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې د «کي پي اېف» ځواکونو یو پخوانی غړی وژلی

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳
تازه خبر

د بدخشان په خواهان کې د طالبانو پر سرحدي کنډک برید شوی دی

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په بدخشان کې د سیمه‌ییزې ادارې په کچه پراخ بدلونونه راوستل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱
100%

د یفتل ولسوالۍ له څو ساعته سقوط څخه درې ورځې وروسته، طالبانو د بدخشان ولایت د یو شمېر ولسوالیو په کچه په مشرتابه، امنیه قوماندانیو او د استخباراتو په مدیریتونو کې پراخ بدلونونه راوستي دي.

سیمه ییزو سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د نسي، شکي، جرم، شهربزرګ، کشم، ارګو، یفتل او څو نورو ولسوالیو په دولتي پوستونو کې بدلونونه راغلي دي.

دا بدلونونه د «سپاهي میهن» په نوم د یوې نوې جوړې شوې ډلې له ناڅاپي برید وروسته رامنځته شول؛ هغه برید چې د جمعې په سهار د دې لامل شو چې د یفتل ولسوالۍ د څو ساعتونو لپاره د طالبانو له کنټرول څخه ووځي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان اینترنشنل ته وویل چې د دوشنبې په ورځ د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نوی ولسوال او امنیه قوماندان معرفي کېږي.

مولوي قدیر غفوري د یفتل د نوي ولسوال او جهان‌خان نوري د یفتل د نوي امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

په شهربزرګ کې هم بدلونونه راغلي او عبدالوهاب فاروقي د نوي امنیه قوماندان په توګه ګمارل شوی دی.
کابل ته د فاتح له لېږدولو وروسته په نسي کې بدلونونه
وروسته له هغې چې طالبانو ناراضي قوماندان جمعه‌خان فاتح له نسي څخه کابل ته وغوښت، دې ډلې د نسي ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان له دندو ګوښه کړل او نوي کسان یې پر دندو وګومارل.

همدارنګه د جرم ولسوالۍ لپاره هم نوی امنیه قوماندان ټاکل شوی دی.

سمیع‌الله رسولي د نسي د ولسوال، حیات‌الله الماس د دې ولسوالۍ د امنیه قوماندان او شمس‌الله خالد د جرم ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوي او خپل کار یې پیل کړی دی.

دا بدلونونه وروسته له هغې وشول چې په وروستیو اونیو کې په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو خپل منځي اختلافات زیات شول.

دا اختلافات هغه مهال اوج ته ورسېدل چې د طالبانو یو سیمه ییز قوماندان جمعه‌خان فاتح او د هغه تر امر لاندې ځواکونو د دې ډلې د جګپوړو چارواکو د امرونو له منلو سرغړونه وکړه.

جمعه‌خان فاتح په پای کې له څو اونیو خبرو اترو او د طالبانو د لوي درستیز په منځګړیتوب له بدخشان څخه کابل ته ولېږدول شو.

ملګري ملتونه کابل کې د ځمکې لاندې اوبو او اقلیمي بدلون د مدیریت لپاره ۱۵ پروژې پلي کوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۱۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د کرنې اوبولګولو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (یواېن‌اوپي‌اېس) به د کابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د اوبو د سرچینو د مدیریت، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو او د سېلابونو د مهارولو لپاره شاوخوا ۱۵ پروژې پلي کړي.

د طالبانو دکرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر یوه پلاوي د دغه وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو له مرستیال بازمحمد فیضان سره لیدلي او په کابل کې یې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروژو د پلي کېدو په اړه خبرې کړې.

په دې لیدنه کې د یواېن اوپي اېس د پروژې مسولې یوکي ویلي دغه اداره په پام کې لري چې د کابل ولایت د یو شمېر ولسوالیو په کلیو کې شاوخوا ۱۵ پروژې د ځمکنیو اوبو د تغذیې، د وچکالۍ د اغېزو د کمولو، د اوبو د سطحې د ټیټېدو د مخنیوي او د سېلابونو د مهارولو په موخه پلي کړي، څو خلک وکولای شي له اوبیزو سرچینو څخه ښه ګټه واخلي او د ژوند وضعیت یې ښه شي.

فیضان د دې نوښت هرکلی کړی او ویلي دي که څه هم په کابل کې د اوبو د تغذیې یو شمېر پروژې پخوا هم پلي شوې خو دغه اقدامات د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره بسنه نه کوي.

نوموړي په کابل کې د وګړو د زیاتوالي په یادونې سره د اوبو د سرچینو د مدیریت د پروژو پر پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د کرنې وزارت او یواېن اوپي اېس ترمنځ ګډه همکاري او همغږي کولی شي د دغو پروژو د ژر پیل او باکیفیته پلي کېدو زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو د یادې ادارې استازو ویلي د دغو پروژو موخه د کابل د کرونده ګرو او اوسېدونکو ملاتړ، د اوبو د سرچینو د مدیریت ښه والی، د ځمکنیو اوبو د تغذیې پیاوړتیا او د ویجاړوونکو سېلابونو د ګواښ کمول دي.

کابل له هغو ولایتونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون، پرله پسې وچکالۍ، د نفوس د زیاتوالي او د ځمکنیو اوبو د کچې د ټیټېدو له جدي ستونزو سره مخ دی.

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ د لنډي کوتل په پنډغالي کې د ورښتونو له امله خېمې له اوبو ډکې شوې

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د خیبر پښتونخوا د خېبر ولسوالۍ د لنډي کوتل په پنډغالي کې د څو پرله‌پسې ساعتونو باران له امله د ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې زیاتې شوې دي. یو اغېزمن کډوال مهتاب افغان وایي، د باران له امله د پنډغالي ډېرو خېمو کې اوبه ټولې شوې او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وایي، د باران اوبه د خېمو دننه راټولې شوې چې له امله یې بسترې، جامې او نور اړین توکي لمده شوي؛ ښځې، ماشومان او سپین‌ږېري اړ شوي چې څو ساعته په لمده او نامناسب چاپېریال کې تېر کړي.
د کډوالو په خبره؛ په پنډغالي کې د اوبو د اېستلو مناسب سیستم نه‌شته، له همدې امله ان عادي باران هم د بشري ستونزو لامل ګرځي. په دغه پنډغالي کې مېشتو ګڼو کورنیو ویلي، د باران پرمهال کوچني ماشومان د لمدېدو له امله ناروغ شوي او ښځې د ماشومانو د ساتنې، د خوړو برابرولو او د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو پرمهال له سختو ستونزو سره مخ دي.
د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی او د بېړنیو مرستو کمښت وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. دغه پنډغالي کې مېشتې مېرمنې زرمینې افغان افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي: «له سهاره روان باران زموږ خېمه په بشپړه توګه له اوبو ډکه کړه. د ماشومانو جامې، بسترې او د خوراکي توکو ډېره برخه مو لمده شوه. ورځ مو په وېره او اندېښنه کې تېره کړه. زموږ غوښتنه دا ده، چې خوندي استوګنځي، پاکې اوبه او نورې بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي؛ څو زموږ ماشومان له نورو ستونزو وژغورل شي».

له بشري مرستو سره تړلو ادارو په وار، وار خبرداری ورکړی، چې د کډوالو لپاره په لنډمهاله پنډغالو کې مېشت بې‌ځایه شوي کسان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان د سختو موسمي شرایطو پرمهال تر ټولو ډېر زیان ویني.
د بارانونو په موسم کې د اوبو د اېستلو کمزوری سیستم، نامعیاري خېمې، د څښاک اوبو کمښت او محدود روغتیايي خدمتونه د ساري ناروغیو او نورو روغتیايي ګواښونو د زیاتېدو لامل کېدای شي.

اغېزمنو کورنیو او ځايي اوسېدونکو له اړونده چارواکو او مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې، چې په پنډغالي کې د پیاوړې او د اوبو پر وړاندې مقاومې خېمې برابرې کړي او ښځو، ماشومانو او نورو زیانمنو کسانو ته بېړنۍ روغتیايي مرستې، خوراکي توکي، پاکې اوبه او نورې بنسټیزې اړتیاوې ورسوي؛ څو د راتلونکو بارانونو پرمهال د بشري ستونزو کچه راکمه شي.

طالبانو په تورخم کې د قاچاقي امونو د نیولو خبر ورکړی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۴۷ GMT+۱
100%

په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، چې په تورخم کې یې ۵۰۴ کیلوګرامه قاچاقي امونه نیولي او له منځه وړي دي. دوی زیاتوي، چې نیول شوي امونه د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ په سیند کې غورځول شوي دي.

د طالبانو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د بندښت له کبله هېچا ته اجازه نشته چې کرنیز او حیواني محصولات په ناقانونه ډول هېواد ته راوارد کړي.

دغه ریاست ټینګار کړی چې د قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات روان دي.

د ننګرهار ځايي چارواکو خبرداری ورکړی، چې د تورخم او نورو فرعي لارو څخه د هر ډول توکو د قاچاق مخه به په کلکه ونیول شي. دوی له سوداګرو غوښتي چې له ناقانونه لارو د توکو له راوړلو ډډه وکړي، کنې له قانوني چلند سره به مخ شي.

له څو میاشتو راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوي دي خو د سوداګریزو توکو قاچاق زیات شوی دی.

طالبان وایي په خوست کې د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۰ جولای ۲۰۲۶، ۱۰:۲۲ GMT+۱
100%

په خوست کې د طالبانو د والي‌ ویاند مستغفر ګربز وايي، د تېر جمهوري نظام پرمهال د ځانګړو ځواکونو غړی ننګیالی چې تازه له امریکا نه ستون شوی و؛ د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی. نوموړي ویلي، د یادې پېښې د عاملینو د پېژندنې هڅې روانې دي.

تېره ورځ په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي‌ و، چې ناپېژانده وسله‌والو د خوست په مرکز ۱۲ فامیلو سیمه کې د کې‌پي‌اېف ځواکونو یو پخوانی غړی ننګیالی چې په لالو مشهور و وژلی دی. ننګیالی تازه له امریکا نه خوست ته تللی و.

له پېښې یوه ورځ وروسته د یاد ولایت د طالبانو د والي‌ ویاند پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده: «ننګیالی د محمدنظیر زوی په داسې حال کې د خپلو دښمنانو له لوري د توفنګچې په ډزو ووژل شو، چې ابدالي شفاخانې ته د یوه ناروغ پوښتنې ته ورغلی و او د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی».

ګربز زیاته کړې، چې په خواله رسنیو کې د یاد کس د وژنې په اړه خپرې شوې ادعاوې ناسمې دي او سیاسي رنګ ورکړل شوی. د معلوماتو له مخې؛ دوه کاله وړاندې د ننګیالي کشر ورور سید نظر هم ناپېژاندو وسله‌والو په خوست کې ترور کړی و.