• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له نړیوالو مرستندویانو نه د نورستان د سېلاب‌ځپلو لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره یې له نړۍالو مرستندویانو سره د همغږۍ ګډه ناسته کړې او د قربانیانو کورنیو ته د بېړنیو مرستو په برخه کې یې د زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ادارې ویلي چې د یادې ادارې مرستیال روح الله عبدالسلام د سې‌شنبې په ورځ، د نورستان سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو چمتو کولو په موخه د نړۍوالې سره صلیب کمېټې، د سره صلیب او سرې میاشتې د ټولنو نړۍوال فدراسیون، د ترکیې او قطر د سرې میاشتې او په افغانستان کې د ډنمارک او ناروې د سره صلیب له استازو سره ناسته کړې ده.

طالبانو ویلي، چې له خپله اړخه یې نورستان ته د مرستو رسولو لړۍ پیل کړې ده، خو د نړۍوالو مرستندویانو همکاري هم اړینه ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغاني سرې میاشتې مرستیال له مرستندویانو غوښتي چې د لومړنیو مرستو، درملو، چمتو خوړو، د څښاک پاکو اوبو او نورو بشري مرستو په چمتو کولو کې دې ورسره همکاري وکړي.

طالبانو ویلي، چې د همغږۍ په یاده ناسته کې نړۍوالو مرستندویانو ژمنه کړې چې د نورستان د سېلاب ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به د درملو، روغتیايي تجهیزاتو، خوراکي او غیر خوراکي توکو او اړینو بشري مرستو په برابرولو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د نورستان په مرکز پارون ښار کې سختو سېلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول. طالبانو د یادو سېلابونو له امله د ۲۳ کسانو د مړینې پخلی کړی او وايي شاوخوا سل تنه نور لا هم لادرکه دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

په سردار محمد داود خان روغتون کې د لومړي ځل لپاره د یوه ماشوم د زړه عملیات شوی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۵۲ GMT+۱
100%

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې په کابل کې د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې په لومړي ځل د یو څلور کلن ماشوم د زړه پېچلی عملیات په بریالیتوب وشو. یاد وزارت ویلي، چې دغه ماشوم د زړه له یوې پېچلې ناروغۍ کړېده، چې د ډاکټرانو په هڅو یې بشپړه درملنه وشوه.

د طالبانو د دفاع وزارت په اېکس کې لیکلي، چې نن سې شنبه، د چنګاښ پر ۳۰مه د سردار محمد داود خان د کمپلکس ۴۰۰ بستریز روغتون د زړه د جراحي په مرکز کې د دغه څلور کلن ناروغ ماشوم د زړه عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول.

د وزارت په وینا، دغه ماشوم د زړه له یوې پېچلې ناروغۍ څخه کړېده، چې د ډاکټرانو په هڅو یې روغتیايي حالت اوس ښه شوی دی.

د دغه روغتون ډاکټرانو او متخصصانو ویلي چې د دغه پېچلي عملیات په ترسره کولو سره یې د ماشوم د زړه ستونزه په بشپړه توګه حل کړې ده.

هغوی تایید کړې چې د دغه ډول پېچلو عملیاتو کول په هېواد کې دننه د زړه د ناروغانو د درملنې په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

د دغه مرکز متخصصانو تر اوسه پورې د زړه د بېلابېلو پېچلو ناروغیو د درملنې لپاره په ټولیزه توګه ۶۰ د زړه پرانېستي عملیات کړي دي.

عزیزي: د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تخنیکي وسایل مې پېرلي او ژر به هېواد ته ولېږل شي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۱۴ GMT+۱
100%

د عزیزي انرژۍ ګروپ رییس د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره یې ټول تخنیکي وسایل پېرلي او ډېر ژر به یې افغانستان ته انتقال کړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د سې‌شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې ملا عبدالغني برادر د عزیزي ګروپ له رییس عزیزي او تخنیکي ډلې سره د لیدنې پرمهال د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي.

میرویس عزیزي ویلي، چې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید تخنیکي وسایل به ډېر ژر افغانستان ته انتقال کړي او همدارنګه طالبانو ته یې ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په هېواد کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د روغتونونو جوړولو چارې هم پیل کړي.

په یاده ناسته کې د طالبانو او عزیزي ګروپ ګډې تخنیکي کمیټې ویلي، چې د کابل ولایت په نغلو او د پروان په باریک‌اباد کې د ۱۰۰ـ ۱۰۰ مېګاواټه او په غزني کې د ۱۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژو امکان سنجي او مطالعات بشپړ او د برېښنا د پېر تړونونه یې لاسلیک شوي.

همدارنګه یادې کمیټې ویلي، چې په تخار کې د ډبرو سکرو څخه د ۱۶۵ او بغلان کې د ۳۵۰ مېګاواټه برېښنا په اړه یې د امکان سنجۍ چارې دوام لري.

ملا عبدالغني برادر د یادې لیدني پر مهال د عزیزي ګروپ مسوولانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او غوښتنه یې کړې چې د برېښنا د تولید چارې په ټاکلي موده کې بشپړي کړي.

میرویس عزیزي شاوخوا یو کال وړاندې له طالبانو سره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید په برخه کې هوکړه لاسلیک کړه، خو لا هم د یادې پروژې د چارو د پیل کوم څرک نه لېدل کېږي.

ملګرو ملتونو او څلورو هېوادونو د نورستان له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
100%

ملګرو ملتونو، بریتانیا، جاپان، ترکیې او سعودي عربستان د نورستان د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې. یاد سازمان او هېوادونو د ورکو شویو کسانو د موندلو هیله څرګنده کړې او د اغېزمنو خلکو د ملاتړ او ژغورنې د عملیاتو پر دوام یې ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال برونو لیمارکوي ویلي، د هغو کورنیو او ټولنو ترڅنګ ولاړ دی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي هم د خواشینۍ تر څنګ ویلي چې فکرونه یې له اغېزمنو خلکو، د قربانیانو له کورنیو او هغو بیړنیو ژغورونکو ډلو سره دي چې د لټون او ژغورنې عملیات پر مخ وړي.

تر دې وړاندې، په افغانستان کې د جاپان سفیر ماساموتو هم د نورستان د سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې وه.

همداراز، د ترکیې سفارت هم پر خپل ایکس پاڼې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان سفارت هم دخواخوږۍ تر څنګ ويلي چې دوی د افغانستان له ولس سره ولاړ دي.

د نورستان ولایت د مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وینا، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

طالبانو د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ ډېرېدو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د هرات والي اسلام جار په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا مشر مصطفی رضايي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریز ټرانزیټ د لا زیاتوالي او د شته ستونزو د هوارولو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو اړوند الاماره وېپاڼه وايي، چې دواړو لوریو د ریل پټلۍ د عملیاتو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د طالبانو د هرات والي د خواف-هرات پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي دهلیزونو بللې ده.

نوموړي له ایراني لوري غوښتي، چې په دې لاره د سوداګریزو توکو د لېږد کچه لوړه کړي.

اسلام جار په دې لیدنه کې همدا راز ډاډ ورکړی چې د هرات محلي اداره د شته ننګونو په هوارولو او د دې ریل پټلۍ په لا پراختیا کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ده.

د ازادۍ او عدالت نهضت په کاپیسا کې د شپې له مهاله د تلاشۍ کولو خبر ورکړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
100%

د ازادۍ او عدالت په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کاپیسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې پلټنځای (چک‌پواینټ) جوړ کړی و او د یو شمېر موټرو پلټنه یې کړې ده.

دغه غورځنګ د سې شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو ویلي چې دا عملیات د چنګاښ د ۲۹مې، د شپې شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شوي او د همدې اقدام له لارې یې په یاده سیمه کې د خپل حضور او فعالیت اعلان کړی دی.

د خپرې شوې ویډیو له مخې، د ازادۍ او عدالت نهضت وسله وال د یوې لارې پر سر لیدل کېږي چې یو شمېر موټر دروي او پلټنه یې کوي. خو د ویډیو د ثبت دقیق وخت او ځای په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

تر اوسه طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.