د دغه وزارت مالي او اداري معین شهابالدین ثاقب د چنګاښ په ۳۰مه نېټه د لوحو او اعلاناتو د تابلوګانو د اصلاح له کمیسیون سره په کابل کې وکتل او پر دې لړۍ یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې چې د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو عمومي رییس محمدحلیم مستعین او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او استراتژۍ رئیس محمد اصف الیاس هم حضور درلود، پرېکړه وشوه چې د نویو جوازونو د صادرولو پر مهال به د بهرنیو نومونو پر ځای د هغو ژباړه په ملي ژبو لیکل کېږي.
شهابالدین ثاقب په دې لیدنه کې ویلي دي چې د یوې ټولنې اساس او بنسټ د هغې کلتور دی او باید ټولې تبلیغاتي لوحې د کلتوري ارزښتونو سره سمې اصلاح شي.
د نوې پرېکړې له مخې، هغه پخواني صادر شوي سوداګریز جوازونه چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي، باید بیرته اصلاح او له ملي ژبو سره برابر شي. د لوحو د اصلاح کمیسیون به په اونیز ډول په بازارونو کې څارنه کوي او د هغو شرکتونو نومونه به د مشورې او جوازونو د اصلاح لپاره له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکوي.
د دغه وزارت په لارښوونه، په نویو جوازونو کې د بهرنیو اصطلاحاتو پر کارولو د جدي احتیاط لارښوونه شوې او ویل شوي چې د ضرورت په وخت کې باید د بهرنیو کلمو تر څنګ د هغو پښتو یا دري ژباړه هم ذکر شي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې دا ګام په هېواد کې د لوحو او جوازونو د کلتوري اصلاح او د ملي ژبو د پیاوړتیا په هدف اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په اداري او کلتوري جوړښتونو کې پراخ بدلونونه روان دي او د دغې ډلې مشر تر دې وړاندې د دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمې د لیرې کولو او پر ځای یې د «عمومي» کلمې د کارولو امر کړی و.
برعکس دغه ډلې د ملي ژبو پر ځای عربي نومونه د خپلو ادارو لپاره غوره کړي چې تازه یې د پولیسو نوم «شرطې» ته اړولی او ټرافیک یې په «عبور او مرور» بدل کړې دي.