• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګرو ملتونو او څلورو هېوادونو د نورستان له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۲۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو، بریتانیا، جاپان، ترکیې او سعودي عربستان د نورستان د سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې. یاد سازمان او هېوادونو د ورکو شویو کسانو د موندلو هیله څرګنده کړې او د اغېزمنو خلکو د ملاتړ او ژغورنې د عملیاتو پر دوام یې ټینګار کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال برونو لیمارکوي ویلي، د هغو کورنیو او ټولنو ترڅنګ ولاړ دی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو له امله یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډسي هم د خواشینۍ تر څنګ ویلي چې فکرونه یې له اغېزمنو خلکو، د قربانیانو له کورنیو او هغو بیړنیو ژغورونکو ډلو سره دي چې د لټون او ژغورنې عملیات پر مخ وړي.

تر دې وړاندې، په افغانستان کې د جاپان سفیر ماساموتو هم د نورستان د سېلابونو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې وه.

همداراز، د ترکیې سفارت هم پر خپل ایکس پاڼې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د سعودي عربستان سفارت هم دخواخوږۍ تر څنګ ويلي چې دوی د افغانستان له ولس سره ولاړ دي.

د نورستان ولایت د مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وینا، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۳

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د افغانستان او ایران ترمنځ د رېل پټلۍ له لارې د سوداګرۍ ډېرېدو غوښتنه کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
100%

د طالبانو د هرات والي اسلام جار په افغانستان کې د ایران د اوسپنې پټلۍ د پراختیا مشر مصطفی رضايي سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خواف-هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریز ټرانزیټ د لا زیاتوالي او د شته ستونزو د هوارولو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو اړوند الاماره وېپاڼه وايي، چې دواړو لوریو د ریل پټلۍ د عملیاتو پر پیاوړتیا او د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

د طالبانو د هرات والي د خواف-هرات پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ یو له مهمو سوداګریزو او ټرانزیټي دهلیزونو بللې ده.

نوموړي له ایراني لوري غوښتي، چې په دې لاره د سوداګریزو توکو د لېږد کچه لوړه کړي.

اسلام جار په دې لیدنه کې همدا راز ډاډ ورکړی چې د هرات محلي اداره د شته ننګونو په هوارولو او د دې ریل پټلۍ په لا پراختیا کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو ده.

د ازادۍ او عدالت نهضت په کاپیسا کې د شپې له مهاله د تلاشۍ کولو خبر ورکړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۰۴ GMT+۱
100%

د ازادۍ او عدالت په نامه د طالبانو یوې مخالفې ډلې ادعا کړې چې ځواکونو یې د کاپیسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې پلټنځای (چک‌پواینټ) جوړ کړی و او د یو شمېر موټرو پلټنه یې کړې ده.

دغه غورځنګ د سې شنبې په ورځ د یوې ویډیو په خپرولو ویلي چې دا عملیات د چنګاښ د ۲۹مې، د شپې شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شوي او د همدې اقدام له لارې یې په یاده سیمه کې د خپل حضور او فعالیت اعلان کړی دی.

د خپرې شوې ویډیو له مخې، د ازادۍ او عدالت نهضت وسله وال د یوې لارې پر سر لیدل کېږي چې یو شمېر موټر دروي او پلټنه یې کوي. خو د ویډیو د ثبت دقیق وخت او ځای په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

تر اوسه طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

تېره میاشت په افغانستان کې ۲۱۴ تنه د بېلابېلو ناروغیو له امله مړه شوي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۶ GMT+۱
100%

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل میاشتنې راپور کې ویلي چې په تېره جون میاشت کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۱۴ کسان د بېلابېلو ساري او موسمي ناروغیو له امله مړه شوي دي. د مړینو تر ټولو لوړه کچه د سینه بغل او د کانګو تبې له امله ثبت شوې ده.

د روغتیا نړۍوال سازمان په راپور کې راغلي چې په جون میاشت کې د ساري ناروغیو له امله د مړینو شمېر د نورو میاشتو په پرتله لوړ و.

په راپور کې راغلي، چې په جون میاشت کې په سینه بغل ناروغۍ د اخته ناروغانو شمېر ۶۵۶۷۳ تنه ثبت شوی او له دې ډلې ۱۶۸ کسان مړه شوي دي.

همدارنګه په جون میاشت کې د کانګو تبې د ۴۸۳ مشکوکو پېښو له ډلې ۲۱ کسان مړه شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې په تېره میاشت کې د شدید نس ناستي ۱۸۲۳۲ ناروغانو له ډلې ۱۴ تنه او د شري ناروغۍ له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.

یاد نړۍوال سازمان ویلي، چې په افغانستان کې یې په تېره میاشت کې میلیونونو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې د بېړنیو طبي کڅوړو د وېش او د روغتیايي کارکوونکوو د روزنې له لارې هڅه کوي په ټول هېواد کې د ساري ناروغیو له امله د مړینو کچه راټیټه کړي.

نړیوالو مرستندویه بنسټونو د نورستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو ارزونه پیل کړې ده

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۰۵ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د نورستان په مرکز پارون کې د وروستیو سېلابونو له امله د ګڼو کسانو د مړینې، ټپي کېدو او لادرکه کېدو خبر ورکړی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان هم وایي چې د دوی ټیمونه په سیمه کې دي او د زیانونو د کچې معلومولو لپاره یې چټکې ارزونې پیل کړې دي.

د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې دوی د ملګرو ملتونو له نورو ادارو او شریکانو سره یوځای په سیمه کې د بېړنیو مرستو د رسولو او د خلکو د خوندیتوب ارزونه پیلوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د دوی ډلې دا مهال په سیمه کې دي او د زیانمنو شویو ټولنو د بېړنیو اړتیاوو د پېژندلو لپاره په بېلابېلو برخو کې چټکې ارزونې کوي.

د راپورونو له مخې، دغو سېلابونو د نورستان په مرکز پارون او یو شمېر نورو سیمو کې د خلکو استوګنیز کورونه، زیربناوې، سړکونه او کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه ویجاړ کړي دي.

په ورته وخت کې په سیمه کې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم په شدت دوام لري څو په ویجاړیو کې د احتمالي ایسارو شویو کسانو ژوند وژغورل شي.

د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې سږ کال د ۵۰ افغانانو په ستنولو کې مرسته کړې

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۱ GMT+۱
100%

د اروپايي ټولنې د سرحدونو ادارې فرونټکس (Frontex) سږ کال له نږدې ۵۰ هغو افغانانو سره د بېرته ستنېدو په پروسه کې مرسته کړې چې پخوا یې د اروپايي ټولنې په اړوندو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه. د راپورونو له مخې، دا کسان ټول د «رضاکارانه بېرته ستنېدو» په نوم افغانستان ته تللي دي.

په افغانستان کې د دوی د بیا ادغام او ملاتړ چارې د بلجیم یوې غیر دولتي ادارې «ایرارا» پر غاړه اخیستې دي، چې د فرونټکس د «اروپايي بېرته ستنولو او بیا ادغام پروګرام»له مهمو شریکانو بلل کېږي.

د نوي ډویچلنډ رسنۍ د رپوټ له مخې، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کسان له کومو اروپايي هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي، خو راپورونه وایي چې ښايي له جرمني نه هم کسان پکې شامل وي.

د ایرارا په یوه تبلیغاتي ویډیو کې په جرمني کې یو افغان ځوان خپل شپږ کلن ژوند یادوي او وایي چې د فرونټکس په مرسته بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. نوموړي ویلي چې د ۲۲۰۰ یورو مرستې په وسیله غواړي په افغانستان کې د خوراکي توکو یو دوکان جوړ کړي.

جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان وګړو جبري ستنول هم بېرته پیل کړي چې په جرمونو محکوم شوي وي، خو د فرونټکس له لارې ستنېدل تر اوسه د رضاکارانه بېرته تګ په نوم دي.

د فرونټکس مشر هانس لایتینس ویلي چې اوس مهال افغانستان ته جبري اخراج د دې ادارې د رسمي صلاحیت برخه نه ده، خو دا امکان یې رد نه کړ چې د اروپايي ټولنې د راتلونکو پرېکړو او د امنیتي وضعیت له بدلون سره به په راتلونکي کې تغییر راشي.

تمه ده چې د اروپايي کمیسیون له خوا د فرونټکس د نويو صلاحیتونو په اړه یو نوی قانون وړاندې شي. په دغه قانون کې ښايي د جبري ستنولو موضوع هم شامله شي. د فرونټکس د بشري حقونو مسوول یوناس ګریمهاډن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د جبري ستنولو پروګرام باید د فرونټکس برخه نه شي، ځکه د خلکو د خوندیتوب لپاره یوازې د طالبانو ژمنې کافي نه دي او قانوني ضمانتونو ته اړتیا ده.

د راپور له مخې، د فرونټکس یوه داخلي ارزونه هم په دې متمرکزه ده، چې افغانستان ته د تاوتریخوالي له لارې ستنول باید د اوسني پروګرام برخه نه وي، خو د نورو هېوادونو لپاره یې عمومي مخنیوی نه دی شوی.

افغانستان ته د ستنولو لپاره د طالبانو له ادارو سره عملي اړیکې هم اړینې دي.

جرمني او ناروې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د کونسلي چارو لپاره یې د طالبانو له خوا ټاکل شوي ځینې استازي منلي دي. اروپايي ټولنه هم په کابل کې خپله استازولي لري.

د فرونټکس د بېرته ستنېدنې په بهیر کې د ستنېدونکو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې دې ادارې له اروپايي هېوادونو څخه له۶۳ زرو د زیاتو کسانو د ستنولو ملاتړ کړی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر شاوخوا ۳۹ زره تنه و. د ۲۰۲۵ کال نږدې یو پر درېیمه برخه ستنول په جبري ډول ترسره شوي وو.

فرونټکس اروپايي هېوادونو ته د سفري اسنادو په برابرولو، د ستنولو د پروسې په تنظیم او د کسانو په بدرګه کولو کې مرسته کوي. دې ادارې په وارسا کې د «بېرته ستنولو اروپايي مرکز» جوړ کړی دی.