په افغانستان کې د دوی د بیا ادغام او ملاتړ چارې د بلجیم یوې غیر دولتي ادارې «ایرارا» پر غاړه اخیستې دي، چې د فرونټکس د «اروپايي بېرته ستنولو او بیا ادغام پروګرام»له مهمو شریکانو بلل کېږي.
د نوي ډویچلنډ رسنۍ د رپوټ له مخې، تر اوسه روښانه نه ده چې دغه کسان له کومو اروپايي هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي دي، خو راپورونه وایي چې ښايي له جرمني نه هم کسان پکې شامل وي.
د ایرارا په یوه تبلیغاتي ویډیو کې په جرمني کې یو افغان ځوان خپل شپږ کلن ژوند یادوي او وایي چې د فرونټکس په مرسته بېرته افغانستان ته ستون شوی دی. نوموړي ویلي چې د ۲۲۰۰ یورو مرستې په وسیله غواړي په افغانستان کې د خوراکي توکو یو دوکان جوړ کړي.
جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې د هغو افغان وګړو جبري ستنول هم بېرته پیل کړي چې په جرمونو محکوم شوي وي، خو د فرونټکس له لارې ستنېدل تر اوسه د رضاکارانه بېرته تګ په نوم دي.
د فرونټکس مشر هانس لایتینس ویلي چې اوس مهال افغانستان ته جبري اخراج د دې ادارې د رسمي صلاحیت برخه نه ده، خو دا امکان یې رد نه کړ چې د اروپايي ټولنې د راتلونکو پرېکړو او د امنیتي وضعیت له بدلون سره به په راتلونکي کې تغییر راشي.
تمه ده چې د اروپايي کمیسیون له خوا د فرونټکس د نويو صلاحیتونو په اړه یو نوی قانون وړاندې شي. په دغه قانون کې ښايي د جبري ستنولو موضوع هم شامله شي. د فرونټکس د بشري حقونو مسوول یوناس ګریمهاډن له دې سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې افغانستان ته د جبري ستنولو پروګرام باید د فرونټکس برخه نه شي، ځکه د خلکو د خوندیتوب لپاره یوازې د طالبانو ژمنې کافي نه دي او قانوني ضمانتونو ته اړتیا ده.
د راپور له مخې، د فرونټکس یوه داخلي ارزونه هم په دې متمرکزه ده، چې افغانستان ته د تاوتریخوالي له لارې ستنول باید د اوسني پروګرام برخه نه وي، خو د نورو هېوادونو لپاره یې عمومي مخنیوی نه دی شوی.
افغانستان ته د ستنولو لپاره د طالبانو له ادارو سره عملي اړیکې هم اړینې دي.
جرمني او ناروې طالبان د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني، خو د کونسلي چارو لپاره یې د طالبانو له خوا ټاکل شوي ځینې استازي منلي دي. اروپايي ټولنه هم په کابل کې خپله استازولي لري.
د فرونټکس د بېرته ستنېدنې په بهیر کې د ستنېدونکو شمېر په وروستیو کلونو کې زیات شوی دی. په ۲۰۲۵ کال کې دې ادارې له اروپايي هېوادونو څخه له۶۳ زرو د زیاتو کسانو د ستنولو ملاتړ کړی و، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۳ کال کې دا شمېر شاوخوا ۳۹ زره تنه و. د ۲۰۲۵ کال نږدې یو پر درېیمه برخه ستنول په جبري ډول ترسره شوي وو.
فرونټکس اروپايي هېوادونو ته د سفري اسنادو په برابرولو، د ستنولو د پروسې په تنظیم او د کسانو په بدرګه کولو کې مرسته کوي. دې ادارې په وارسا کې د «بېرته ستنولو اروپايي مرکز» جوړ کړی دی.