ازادۍ جبهه: بډایه افغانان او خیریه بنسټونه باید د نورستان سېلابځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د طالبانو مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواخوږي ښودلې ده. دغې جبهې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو، خیریه بنسټونو او بډایه خلکو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
