اشرف غني د سې شنبې په ورځ پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، خلک حق لري وپوښتي چې د کونړ له پخوانیو طبیعي پېښو څخه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان د غمیزې د مخنیوي او مدیریت لپاره ولې لازم چمتووالی نه و.
نوموړي زیاته کړې: «ملت حق لري له هغوی نه چې واک چلوي وپوښتي چې د کونړ پېښو نه څه درسونه اخیستل شوي او د نورستان غمیزې ته ولې چمتووالی نه و».
اشرف غني ویلي، ښايي هغه کسان چې د ده په وینا «ولس ته د ملت پر ځای د رعیت په سترګه ګوري»، دا ډول پوښتنې د خلکو له واکه پورته وبولي، خو ټینګار یې کړی چې دا پوښتنې شته او باید ځواب ورته وویل شي.
پخواني ولسمشر د خپلو تجربو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، د ۱۳۹۵ کال په دلوه میاشت کې چې د پارون او شاوخوا سیمې د سختو واورو له امله ځپل شوې وې، دی د پېښې سیمې ته ورغلی و، خو د هوا د خرابوالي له امله هلیکوپتر د کېناستو خوندي ځای نه شو موندلی. هغه زیاته کړې: «له ملت سره تعهد یوازې د امتیازونو او ښادیو لپاره نه وي، بلکې په درد او غم کې باید تر ټولو روښانه څرګند شي».
غني د نورستان ستراتیژیک اهمیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، پارون یوازې ملي پارک نه دی او نورستان یوازې د سېلانیانو سیمه نه ده، بلکې له کونړ او بدخشان سره یو ځای د لیتیمو پر مهمو زیرمو پروت دی. د هغه په وینا، د خپلې واکمنۍ پر مهال یې پلان درلود چې نورستان له کونړ، بدخشان او وروسته د چین له پولې سره ونښلوي، څو دا د سوداګرۍ په یوې مهمې لارې بدل شي او د سیمې اقتصادي ودې سره د طبیعي پېښو پر وړاندې د خلکو د مقاومت وړتیا هم لوړه شي.
پخواني ولسمشر پر شتمنو او وسمنو افغانانو غږ کړی چې له زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
همدا راز هغه د اقلیم بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو پرې کېدل د طبیعي پېښو د زیاتېدو له مهمو لاملونو بللي ، چې په وینا یې، د ځنګلونو ساتنې او د نویو ونو کرلو ته باید جدي پاملرنه وشي.
د نورستان ولایت د مرکز پارون کې دوه ورځې وړاندې د سختو بارانونو له امله ویجاړوونکي سېلابونه راوتلي وو چې د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې په وینا، په دې پېښه کې د مړو شمېر ۲۳ ته رسېدلی، د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي او له ۱۰۰ څخه ډېر کسان لا هم ورک دي او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.