• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
روغتیا او ژوند

یونیسف په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات پیل کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

نرګس نهان: طالبان د اقلیمي ګواښونو پر ځای د حجاب، وژنو او د شتمنیو پر لوټ بوخت دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د نورستان د وروستیو مرګونو سېلابونو په غبرګون کې پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د مدیریت پر ځای، پر هغو مسایلو بوخته ده چې د هغې په وینا د هېواد له اساسي اړتیاوو سره تړاو نه لري.

نهان ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی، طالبان د دغو ګواښونو د مخنیوي او د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي پر ځای «د ښځو د حجاب پر جوړولو، د بېګناه خلکو پر وژلو او د افغانستان د شتمنیو پر لوټلو»بوخت دي.

هغې ټینګار کړی چې اقلیمي بدلون د افغانستان لپاره په یوه ستر او مخ پر زیاتېدونکي ګواښ بدل شوی، خو د هېواد اوسني واکمن د دې بحران د مدیریت او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه کوي.

پخوانۍ وزیرې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د خپلو وس مطابق له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي او هغوی یوازې پرې نه ږدي.

د نورستان وروستیو سېلابونو، چې د طالبانو د چارواکو په وینا لسګونه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې نادرکه کړي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او نورو شخصیتونو هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بحران د مدیریت په برخه کې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې دي.

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.

ندا محمد ندیم خپلو مامورینو ته: غونډې تل په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل کړئ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپلې ادارې غړو ته په یو ناسته کې سپارښتنه کړې چې په خپلو چارو کې همغږۍ، تقوا او مشورو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې غونډې په دیني مذاکرې او نصایحو پیل کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپل وزارت د رهبرۍ شورا غونډه کې د مشورې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې د مشورو پر بنسټ د ترسره شویو کارونو پایلې تل ښې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هڅه باید وشي ترڅو ټولې رسمي ناستې په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل شي. خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان ګډونوالو ته د مسلمانانو د امیر او خلیفه په اړه تفصیلي بیان وړاندې کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي،‌په دې ناسته کې د تېرې رهبري شورا د پرېکړو د ارزونې ترڅنګ، د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست اړوند درې بېلابېل لارښودونه له هر اړخیز بحث وروسته تایید شول. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د پوهنتونونو د استادانو د علمي او مسلکي ارزونې لارښود هم د شورا د غړو لخوا تصویب شوی دی.

د شورا غړو دغه راز د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زده‌کړیالانو د فیسونو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وکړ او په دې اړه یې لازمې پرېکړې وکړې. د غونډې په وروستۍ برخه کې د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د مالي او اداري چارو د مرستیالانو د پلانونو د ارزونې راپور وړاندې او د شورا له لوري تایید شو.

میرویس بلخي: د افغانستان تعلیمي نظام په بشپړ ډول سقوط شوی دی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۴۹ GMT+۱
100%

د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي په هېواد کې د پوهنې اوسنی وضعیت بشپړ سقوط بللی او زیاته کړې یې ده چې دا وضعیت یوازې یو تعلیمي ناورین نه دی، بلکې د هېواد د تعلیمي نظام بنسټونه یې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

هغه په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د طالبانو له لوري له تعلیمي بهیر څخه د نجونو حذفول، د ښځینه ښوونکو د شمېر کمښت او د بدیلو زده‌کړو محدودیت د هېواد پر علمي ظرفیت سخت برید دی. د هغه په وینا، د ایدیولوژیکو زده‌کړو پراخېدل د هېواد علمي او تربیتی ظرفیت په کلکه کمزوری کړی او د ښځو او نارینه وو ترمنځ یې علمي واټن لا پسې زیات کړی دی.

د پوهنې پخواني وزیر پر سوداګرو، خیر غوښتونکو او کورنیو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې له اغېزمنو خلکو سره مرستې وکړي. هغه ټینګار کړی چې د دغه وضعیت دوام به هر کال له نړۍ سره د افغانستان علمي فاصله نوره هم ژوره او پراخه کړي.

میرویس بلخي په خپل یادښت کې روښانه کړې ده چې د پوهنې په جوړښت کې دغه ډول بدلونونه د ټولنې پر راتلونکي نسل باندې خورا منفي اغېزې کوي. نوموړي د بدیلو لارو چارو پر موندلو او د تعلیمي سکټور پر ملاتړ د یوې جدي اړتیا په توګه ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د پوهنې د بشپړ زوال مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې دغه بندیز د کال ۸۴ میلیونه ډالره اقتصادي زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان د ۲۵زره ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنت هم دا بندیز د نه منلو وړ بللی دی.

ازادۍ جبهه: بډایه افغانان او خیریه بنسټونه باید د نورستان سېلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۴۶ GMT+۱
100%

د طالبانو مخالفې ډلې (ازادۍ جبهې) په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په تړاو خپله ژوره خواخوږي ښودلې ده. دغې جبهې له کورنیو او بهرنیو سوداګرو، خیریه بنسټونو او بډایه خلکو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د ازادۍ جبهې په خپله اعلامیه کې ویلي چې په نورستان ولایت کې د سېلابونو له امله پر اداري ودانیو د اوبو راوتل او د طالبانو د یو شمېر مسوولینو مړینه، د دې ډلې بې‌کفایتي او د مسلکي پوهې نشتوالی ښيي. دغې جبهې ادعا کړې چې طالبانو د عامه خدماتو د مدیریت لپاره غیر مسلکي کسان ګمارلي دي او د پېښو د سم مدیریت وړتیا نه لري.

دغه راز د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په ختیځ زون او په ځانګړې توګه په نورستان ولایت کې د دوی وسله‌وال چریکان د سېلاب ځپلو کورنیو تر څنګ ولاړ دي او له هغوی سره یې مرستې پیل کړې دي. دغې مخالفې ډلې پر ټولو شتمنو خلکو او نړیوالو مرستندویه ټولنو غږ کړی چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاسنیوی وکړي.

بل لور ته، د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم د نورستان په سېلابونو کې د طالبانو پر مدیریت کلکې نیوکې کړې دي. ښاغلي غني ویلي چې طالبان باید د دغو تکراري او مرګونو طبیعي پېښو د اغېزو په کمولو کې د پاتې راتلو او د چمتووالي د نشتوالي په اړه ولس ته ځواب ویونکي اوسي.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی، تر ۱۰۰ ډېر کسان لا درکه دي او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي. په ورته وخت کې، اروپایي ټولنې او په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت، ترکیې، بریتانیا او جاپان سفارتونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د مرستندویه ټیمونو د لېږلو خبر ورکړی دی.