له پولیو پاک افغانستان بنسټ: د ماشومانو واکسین کول د سالمې ټولنې بنسټ جوړوي

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ وایي چې سالم ماشومان د یوې پیاوړې ټولنې بنسټ جوړوي او د اړینو واکسینونو تطبیق کولای شي هغوی له خطرناکو ناروغیو څخه خوندي وساتي.

د «له پولیو پاک افغانستان» بنسټ وایي چې سالم ماشومان د یوې پیاوړې ټولنې بنسټ جوړوي او د اړینو واکسینونو تطبیق کولای شي هغوی له خطرناکو ناروغیو څخه خوندي وساتي.
دغه بنسټ د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې سالم ماشومان یوازې د خپلو کورنیو لپاره ارزښت نه لري، بلکې د ټولنې لپاره هم یوه مهمه پانګه ګڼل کېږي.
له پولیو څخه پاک افغانستان بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپلو ماشومانو ته ټول اړین واکسینونه ورکړي، څو هغوی د هغو ناروغیو پر وړاندې خوندي پاتې شي چې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدای شي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د ماشومانو د روغتیا ساتنه د هغوی د سالمې ودې زمینه برابروي او په راتلونکي کې یې د یوې پیاوړې ټولنې په جوړولو کې د فعالې ونډې اخیستو لپاره لاره هواروي.
افغانستان لا هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دی، او روغتیايي بنسټونه په دوامداره توګه ټینګار کوي چې د ماشومانو منظم واکسین کول د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغانستان په لسو ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، زورورو بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
دغه ادارې د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد موسم به د چهارشنبې په ورځ د نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني ولایتونه اغېزمن کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو ولایتونو کې د اورښت کچه د بېلابېلو سیمو له مخې له ۱۰تر ۳۵ میلیمترو پورې اټکل شوې ده.
د هواپوهنې ادارې همداراز ویلي چې په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د دوړو او خاورو له طوفانونو سره د مل سختو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.
د دغو بادونو چټکتیا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰تر ۱۰۰ کیلومترو په ساعت پورې اټکل شوې ده.
چارواکو له اوسېدونکو غوښتي چې د سختو بارانونو، ناڅاپي سېلابونو او تندو بادونو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د سیندونو، خوړونو او سېلابځپلو سیمو ته نږدې ژوند کوي.
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزيه کوفي پر ټولو مرستندویه موسسو، ملي سوداګرو او هغو بنسټونو چې د مرستې وړتیا لري، غږ کړی چې په بېړني توګه د نورستان سېلاب ځپلو ته اړینې مرستې ورسوي.
هغې پر اېکس پاڼه لیکلي چې د نورستان شریف خلک له دې وړاندې هم له سختې بېوزلۍ، ګڼو ستونزو او د لومړنیو ټولنیزو خدماتو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان وو او اوس دغو سېلابونو د هغوی ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.
فوزیه کوفي وایي چې دوی هم د خپل توان تر کچې له ځایي خلکو سره په همغږۍ او اړیکه کې دي او چمتو دي چې د مرستې رسولو په بهیر کې برخه واخلي.
مېرمن کوفي په داسې حال کې د نورستان له سېلاب ځپلو سره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول په نورستان کې خونړیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي او د مرستندویه ادارو د راپورونو له مخې سلګونه کورنۍ بېړنیو خوراکي او غیرخوراکي توکو ته جدي اړتیا لري.
بل لور ته، د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو رسمي شمېر ۲۳ ته لوړ شوی او تر ۱۰۰ ډېر نور لا هم لادرکه دي.
په ورته وخت کې، اروپايي ټولنې او په کابل کې د ایران، ترکیې، بریتانیا او جاپان سفارتونو د دغو سېلابونو له قربانیانو سره همدردي ښودلې او د کډوالۍ نړیوال سازمان سیمې ته د خپلو مرستندویه ډلو د لېږلو خبر ورکړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د هېواد په سوداګریزو جوازونو، لوحو او تولیدي نښو کې د ملي ژبو کارول پیاوړي کوي او بهرني اصطلاحات اصلاح کوي.
د دغه وزارت مالي او اداري معین شهابالدین ثاقب د چنګاښ په ۳۰مه نېټه د لوحو او اعلاناتو د تابلوګانو د اصلاح له کمیسیون سره په کابل کې وکتل او پر دې لړۍ یې ټینګار وکړ.
په دې ناسته کې چې د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو عمومي رییس محمدحلیم مستعین او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اطلاعاتو او استراتژۍ رئیس محمد اصف الیاس هم حضور درلود، پرېکړه وشوه چې د نویو جوازونو د صادرولو پر مهال به د بهرنیو نومونو پر ځای د هغو ژباړه په ملي ژبو لیکل کېږي.
شهابالدین ثاقب په دې لیدنه کې ویلي دي چې د یوې ټولنې اساس او بنسټ د هغې کلتور دی او باید ټولې تبلیغاتي لوحې د کلتوري ارزښتونو سره سمې اصلاح شي.
د نوې پرېکړې له مخې، هغه پخواني صادر شوي سوداګریز جوازونه چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي، باید بیرته اصلاح او له ملي ژبو سره برابر شي. د لوحو د اصلاح کمیسیون به په اونیز ډول په بازارونو کې څارنه کوي او د هغو شرکتونو نومونه به د مشورې او جوازونو د اصلاح لپاره له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکوي.
د دغه وزارت په لارښوونه، په نویو جوازونو کې د بهرنیو اصطلاحاتو پر کارولو د جدي احتیاط لارښوونه شوې او ویل شوي چې د ضرورت په وخت کې باید د بهرنیو کلمو تر څنګ د هغو پښتو یا دري ژباړه هم ذکر شي. دغه وزارت زیاته کړې ده چې دا ګام په هېواد کې د لوحو او جوازونو د کلتوري اصلاح او د ملي ژبو د پیاوړتیا په هدف اخیستل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو په اداري او کلتوري جوړښتونو کې پراخ بدلونونه روان دي او د دغې ډلې مشر تر دې وړاندې د دولتي ادارو له نومونو څخه د «ملي» کلمې د لیرې کولو او پر ځای یې د «عمومي» کلمې د کارولو امر کړی و.
برعکس دغه ډلې د ملي ژبو پر ځای عربي نومونه د خپلو ادارو لپاره غوره کړي چې تازه یې د پولیسو نوم «شرطې» ته اړولی او ټرافیک یې په «عبور او مرور» بدل کړې دي.
د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي په نورستان ولایت کې د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله چې د ګڼو خلکو د مړینې او لادرکه کېدو لامل شوي، هغه د بېړنیو مرستندویه ډلو د هڅو ستاینه کړې چې د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون او ژغورنې عملیات پر مخ وړي.
ښاغلي لیندسي په ایمس خواله رسنۍ کې لیکلي چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د اوښتو درنو ځاني او مالي زیانونو راپورونو سخت خواشینی کړی دی.
د برېټانیا ځانګړي استازي د دغې پېښې له قربانیانو سره د خپل هېواد پر همدردۍ ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې په دې سختو شرایطو کې د زیانمنو شویو کورنیو تر څنګ ولاړ دي. دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې لا هم د ژغورنې او مرستې رسونې عملیات په سختو شرایطو کې دوام لري.
په نورستان کې دغو ناڅاپي سېلابونو پراخ مالي او ځاني زیانونه اړولي او د سیمې د اوسېدونکو ګڼ کورونه او کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي. د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې په بند پاتې شویو سیمو کې له خلکو سره مرستې وکړي او لادرکه شوي کسان ومومي.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې په نورستان کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شوی دی. د دغې ادارې د ویاند د مرستیال په وینا، تر اوسه د ۱۵ کسانو جسدونه موندل شوي، تر ۱۰۰ ډېر کسان لادرکه دي او ۸۰ نور ټپیان دي. بل خوا، اروپايي ټولنې او په کابل کې د اسلامي جمهوریت
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) ویلي چې په افغانستان کې یې ۵۳۱ روغتیايي کارکوونکي په ۱۴ تخصصي برخو کې روزلي او د دغه سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو کې یې خلکو ته پراخ روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
دغه سازمان د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په خپل راپور کې ویلي چې په ټول افغانستان کې د روغتیايي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د پام وړ پانګونه شوې او د روغتیايي کارکوونکو روزنه د هېواد د درملیزو خدماتو د ښهوالي لپاره د ترسره شویو هڅو مهمه برخه ده.
د راپور له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان تر ملاتړ لاندې روغتیايي مرکزونو ۶۴زره او ۱۴۶ سرپايي مشورې وړاندې کړې او له درې زرو څخه ډېرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وو، واکسین تطبیق شوی دی.
راپور زیاتوي چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې هم له ۴۷زرو څخه ډېرو کسانو د روغتیايي زدهکړو او عامه پوهاوي له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې، سره له دې پرمختګونو، په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی او د روغتیايي نظام د پیاوړتیا او په ځانګړې توګه لرې پرتو سیمو کې خلکو ته د خدماتو د رسولو لپاره د نړیوال ملاتړ دوام اړین دی.