• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

میا افتخار: د افغانستان جګړه د لویو قدرتونو د ګټو لپاره روانه ساتل شوې ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۳ GMT+۱

د عوامي نشنل ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې مشر میا افتخار ویلي، د سیمې خلک له تېرو پنځوسو کلونو راهیسې پوهېږي چې په افغانستان او سیمه کې روانه جګړه تصادفي نه‌ده؛ بلکې د منظم کاروبار، د لویو قدرتونو د لاسوهنو او شخصي ګټو له امله دوام لري.

هغه وویل، په افغانستان کې څومره حکومتونه بدل شوي؛ خو یو حکومت هم د پاکستان د خوښې نه‌و، چې هر حکومت راځي د پاکستان جګړه ورسره روانه وي او د جګړې تر شا د لویو قدرتونو مالي ګټې پرتې دي.
د نوموړي په وینا؛ د دغه ګټو قرباني پښتانه دي او د دوی وینه تر ټولو زیات په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې تویېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان په نورو سیمو کې امنیت شته. میا افتخار خبرداری ورکړ، که اوسنی حالات همداسې دوام وکړي؛ نو وضعیت به لا خطرناک شي او ښايي د کورنۍ جګړې بڼه خپله کړي.
هغه وویل، سوله د یادې خاورې د خلکو بنستیز حق دی او خلک د تاوتریخوالي پای ته رسېدل غواړي. د عوامي نشنل ګوند مشر له فدرالي او ایالتي حکومتونو وغوښتل، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره جګړه ونه کړي؛ بلکې د ولس د ګټو لپاره کار وکړي او د ترهګرۍ پرضد د شلو نکاتو ملي تګلاره په بشپړه توګه عملي کړي.
هغه زیاته کړه، که د تاوتریخوالي د ختمولو رښتینې اراده موجوده وي؛ نو د ناامنۍ پای ته رسول ستونزمن کار نه‌دی، خو که دغه اراده نه وي، جګړه به دوام وکړي او نور کسان به ترې خپلې ګټې ترلاسه کوي او پښتانه به مري.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینټ په ټریر ښار کې د چړې تر یوه مرګوني برید وروسته ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد حکومت به افغانستان ته د مجرمو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ته دوام ورکړي.

دوبرینټ د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، افغانستان ته د کډوالو اېستل او ورته هېوادونو ته د هغوی ستنول یو اړین اقدام دی او حکومت به له دې پالیسۍ شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري، چې مجرم کډوال له هېواده واېستل شي».

د دویچه‌وېله د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د ټریر ښار یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو یو مشکوک ۲۲ کلن افغان وګړی نیولی دی.

د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه کس له رواني ستونزو سره مخ و او تر دې مخکې یې د رواني درملنې په یوه مرکز کې درملنه هم کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې په رواني اختلالاتو اخته وي هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نه‌شي کولای دغه ډول وضعیت ومني.

نوموړي د هغه غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت دې په پام کې ونیول شي وویل: «که په څرګندو ټکو ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني زیانونو مسوول نه یو».

د اېستلو لپاره له طالبانو سره د اړیکو دوام

الکساندر دوبرینټ د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د سیاستونو پر سختولو او د مجرمو کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی دی. د افغان وګړو د اېستلو بهیر اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.

برلین تر دې وړاندې په جرمني کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره هوکړه کړې وه او اعلان یې کړی، چې څلور نور کارکوونکي به هم ډېر ژر دغه هېواد ته واستول شي.

جرمني ټینګار کړی، چې دغه همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري؛ بلکې یوازې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.

بښنې نړیوال سازمان: د روږدو درملنې پر مرکز د پاکستان برید باید د جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
100%

د بښنې نړیوال سازمان په خپل نوي څېړنیز راپور کې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د کب په ۲۶مه د کابل د روږدو د درملنې پر «امید» مرکز د پاکستان د پوځ خونړي هوايي بریدونه باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲۲ نور ټپیان شول. د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د پاکستان د پوځ د هغو ادعاوو د تایید لپاره هېڅ ډول شواهد نشته چې ګواکې له دغه مرکز څخه د وسلو او مهماتو د زېرمې یا نورو پوځي موخو لپاره ګټه اخیستل کېده.

د بښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا د څانګې سرپرستې ایزابل لاسي په دې اړه وویل چې پر امید مرکز برید د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده او د جنګي جرم کچه پورته کوي. هغې زیاته کړه چې دغه ځای د څه باندې یوې لسیزې لپاره د روغتیايي مرکز په توګه کارول کېده او د پاکستان دا برید د دغه هېواد په پوځي پلان جوړونه کې یوه لویه او وژونکې ناکامي ښيي چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دغه سازمان د جولای په ۹مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت څخه د دې برید په اړه د جزییاتو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه یې هېڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د بښنې نړیوال سازمان د خپلو پلټنو لپاره تر ۶۰ ډېر عکسونه او ویډیوګانې، د سیمې ۳۰ سپوږمکیز انځورونه او له ۱۱ عیني شاهدانو، د مرکز له کارکوونکو او د قربانیانو له کورنیو سره مرکې کړې دي. د وسلو کارپوهانو تایید کړې چې په دغه برید کې د پاکستان جوړه شوې د «تکبیر» په نوم دقیق رهبري کېدونکی بم کارول شوی دی. دغه برید د شپې په شاوخوا ۹ بجو د روژې میاشتې د تراویح لمانځه په پای کې شوی و، چې له امله یې په نښه شوي هنګر کې، چې د ناروغانو د اوسېدو او ډوډۍ خوړلو ځای و، تر ټولو زیاته مرګ‌ژوبله رامنځته شوه.

دا برید د هغو هوايي بریدونو د لړۍ برخه وه چې د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو له زیاتوالي وروسته د پاکستان د پوځ له خوا د افغانستان په خاوره کې ترسره شول.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د راپور له مخې، یوازې د ۲۰۲۶ کال د جنوري او مارچ میاشتو ترمنځ په افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۲ نور ټپیان شوي دي. بلخوا، د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان له خاورې څخه د هاوان د ډزو په پایله کې په پاکستان کې هم لږ تر لږه اووه ملکي وګړي وژل شوي دي.

یونیسف په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات پیل کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

نرګس نهان: طالبان د اقلیمي ګواښونو پر ځای د حجاب، وژنو او د شتمنیو پر لوټ بوخت دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د نورستان د وروستیو مرګونو سېلابونو په غبرګون کې پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د مدیریت پر ځای، پر هغو مسایلو بوخته ده چې د هغې په وینا د هېواد له اساسي اړتیاوو سره تړاو نه لري.

نهان ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی، طالبان د دغو ګواښونو د مخنیوي او د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي پر ځای «د ښځو د حجاب پر جوړولو، د بېګناه خلکو پر وژلو او د افغانستان د شتمنیو پر لوټلو»بوخت دي.

هغې ټینګار کړی چې اقلیمي بدلون د افغانستان لپاره په یوه ستر او مخ پر زیاتېدونکي ګواښ بدل شوی، خو د هېواد اوسني واکمن د دې بحران د مدیریت او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه کوي.

پخوانۍ وزیرې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د خپلو وس مطابق له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي او هغوی یوازې پرې نه ږدي.

د نورستان وروستیو سېلابونو، چې د طالبانو د چارواکو په وینا لسګونه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې نادرکه کړي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او نورو شخصیتونو هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بحران د مدیریت په برخه کې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې دي.

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.