دوبرینټ د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، افغانستان ته د کډوالو اېستل او ورته هېوادونو ته د هغوی ستنول یو اړین اقدام دی او حکومت به له دې پالیسۍ شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري، چې مجرم کډوال له هېواده واېستل شي».
د دویچهوېله د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د ټریر ښار یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو یو مشکوک ۲۲ کلن افغان وګړی نیولی دی.
د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه کس له رواني ستونزو سره مخ و او تر دې مخکې یې د رواني درملنې په یوه مرکز کې درملنه هم کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې په رواني اختلالاتو اخته وي هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نهشي کولای دغه ډول وضعیت ومني.
نوموړي د هغه غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت دې په پام کې ونیول شي وویل: «که په څرګندو ټکو ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني زیانونو مسوول نه یو».
د اېستلو لپاره له طالبانو سره د اړیکو دوام
الکساندر دوبرینټ د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د سیاستونو پر سختولو او د مجرمو کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی دی. د افغان وګړو د اېستلو بهیر اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.
برلین تر دې وړاندې په جرمني کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره هوکړه کړې وه او اعلان یې کړی، چې څلور نور کارکوونکي به هم ډېر ژر دغه هېواد ته واستول شي.
جرمني ټینګار کړی، چې دغه همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نهلري؛ بلکې یوازې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.