• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۱۴ کسان مړه، ۱۱ ټپیان او درې حکومتي کارکوونکي تښتول شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۳۹ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تېرې ورځې په جلا، جلا پېښو کې ۱۴ کسان مړه، ۱۱ ټپیان او درې حکومتي کارکوونکي د وسله‌والو له‌ خوا تښتول شوي دي. د راپورونو له مخې؛ یوازې په قلات ولسوالۍ کې درې، مستونګ کې یو او په پنجګور کې هم یو مړی موندل شوی دی.

بلخوا له ژوب نه کراچۍ ته د ناروغ لېږدوونکي پر موټر د منګوچر په سیمه کې ډزې شوې، چې له امله یې دوه ښځې وژل شوې او یوه ماشومه او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. همدارنګه د مستونګ ولسوالۍ د محمد حسني پوستې ته نږدې د چاودېدونکو توکو په چاودنه کې یو موټر چلوونکی وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د کوټې ـ کراچۍ پر لویه لاره د سوراب په سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې د کوټې د کسټم په سیمه کې د تېلو د ټانکر (باوزر) د چاودنې له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د ژوب په ولسوالۍ کې بیا د یوه دېوال نړېدو له امله یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
له بلې خوا د چاغي ولسوالۍ د دالبندین ـ تفتان پر لویه لاره د محصولاتو (اکسایز) ادارې پر یوې لنډمهاله پوستې د ناپېژاندو وسله‌والو له برید وروسته د یادې ادارې درې کارکوونکي تښتول شوي دي.
د پولیسو په وینا؛ شاوخوا ۳۰ وسله‌والو پوسته کلابنده کړه، پر دندې بوخت کارکوونکي یې برمته کړل او له ځان سره یې یووړل. بریدګرو د اکسایز ادارې دوه دولتي موټر او وسلې هم له ځان سره وړې دي.
پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د تښتوونکو او برمته شویو کارکوونکو د موندلو لپاره یې د پلټنې عملیات پیل کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

۵

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

•
•
•

نور کیسې

امریکا د پرله‌پسې یوولسم ځل لپاره پر ایران د هوایي بریدونو خبر ورکړی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۳ GMT+۱
100%

د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) اعلان کړی چې ځواکونو یې د تهران په وخت د چهارشنبې په سهار وختي پر ۲:۳۰ بجو په ایران کې د اسلامي جمهوریت پر پوځي مواضعو د پرله پسې یوولسمې شپې لپاره بریدونه پیل کړي دي.

دغه بریدونه په سیمه کې د روانو پوځي عملیاتو د لړۍ برخه ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ تاوتریخوالی نوي پړاو ته رسوي.

سېنټکام په خپله رسمي بیانیه کې ویلي چې دا بریدونه په سټراټیژیکو سیمو کې د امنیت د تامین په موخه ترسره کېږي. د دغې قوماندانۍ په وینا، د بریدونو اصلي هدف د هرمز په تنګي کې د سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د اسلامي جمهوریت د ګواښونو او نظامي وړتیاوو کمول او کمزوري کول دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه په نښه شویو نظامي اهدافو باندې د دقیقو وسلو په واسطه ترسره شوي دي. امریکایي چارواکو ټینګار کړی چې دوی به د هرمز په تنګي او شاوخوا اوبو کې د نړیوالې کښتۍ چلونې د خوندیتوب لپاره خپلو هڅو او عملیاتو ته دوام ورکړي.

بل لور ته، د اسلامي جمهوریت چارواکو تر اوسه د دغو نویو بریدونو له امله د اوښتو تلفاتو او زیانونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د امریکا د جنګ وزیر: تر اوسه پورې د ایران پر جګړه ۳۷ میلیارده ډالر لګښت شوی دی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۱۰ GMT+۱
100%

د امریکا د جنګ وزیر پیټ هیګست د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ایران کې د دغه هېواد د روانې جګړې لګښت تر اوسه ۳۷،۵ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسېدلی دی.

د نوموړي په وینا، دا شمېره د تېر عامه اټکل په پرتله نږدې اته میلیارده ډالره زیاتوالی ښيي او په دې کې د جګړې ځانګړي اړخونه او د سپټمبر تر ۳۰مې نېټې پورې د جګړې احتمالي لګښتونه شامل دي.

پیټ هیګست د واشنګټن په یوه استماعیه غونډه کې د سنا د تخصیصاتو کمېټې ته وویل چې د بېړنۍ بودیجې له زیاتوالي پرته به د امریکایي ځواکونو پوځي روزنې محدودې شي. که څه هم پنټاګون د دغه مالي لګښت د محاسبې دقیق جزییات نه دي په ډاګه کړي، خو د رویټرز د معلوماتو له مخې، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اټکل کړی و چې د جګړې یوازې لومړیو شپږو ورځو لږ تر لږه ۱۱.۳ میلیارده ډالره لګښت درلود.

د روانې میاشتې په پیل کې د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ نازک اوربند له ماتېدو وروسته دواړو لوریو پر یو بل ورځني بریدونه پیل کړي دي. د دغه تاوتریخوالي له امله تر اوسه په جګړه کې د وژل شویو امریکایي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی او د پنټاګون د معلوماتو له مخې، په دغه نښتو کې چې د فبرورۍ په وروستیو کې پیل شوې، شاوخوا ۴۳۰ امریکایي سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره اونۍ کې ګواښ کړی چې په ایران کې به د بریدونو ساحه پراخه کړي او په نښه شویو ځایونو کې به د انرژۍ تاسیسات او پلونه هم شامل کړي.

هغه همدارنګه د ایران د خارګ ټاپو د تېلو د مرکز د نیولو لپاره د ځمکنیو ځواکونو د استولو او د «پیکاکس ماونټین» په نوم د ځمکې لاندې د اټومي تاسیساتو د بمبارولو ګواښ وکړ او د سې شنبې په ورځ یې وویل چې امریکا به ډېر ژر دغه غره کې جوړ شوي تاسیسات له منځه یوسي.

د امریکا او اسلامي جمهوریت ترمنځ مستقیمه پوځي جګړه د تېر کال د کب له میاشتې راهیسې پیل شوې چې له ۱۹۹۱ کال راهیسې په منځني ختیځ کې تر ټولو لویه جګړه بلل کېږي. دا نښتې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ژنیو او اسلام‌اباد کې د هستوي مذاکراتو له ماتېدو او د اسلامي جمهوریت لخوا د غني‌سازۍ د کچې له نه کمولو وروسته د واشنګټن او تهران د څلور لسیزې تر ټولو سخت بحران په پایله کې رامنځته شوې دي.

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.

د امریکا پوځ په عراق کې د خپل وژل شوي سرتېري هویت اعلان کړ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱
100%

د امریکا پوځ اعلان وکړ چې ۳۰کلن بریدمل مایکل ایمانویل سوینټن، چې د شمالي کارولینا ایالت د فایټوېل ښار اوسېدونکی و، د عراق په اربیل هوايي اډه کې د یوې لوېدلې ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د شنډولو پر مهال وژل شوی دی.

د فاکس نیوز د راپور له مخې د امریکا د جګړې وزارت ویلي، سوینټن د امریکا د پوځ د فضا او توغندیزې دفاع قوماندانۍغړی و او د یکشنبې په ورځ د یوې یوطرفه بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې د کنټرول شوې چاودنې د عملیاتو پر مهال ووژل شو.

د یادې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي او تر اوسه یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خپلې «ټروت سوشل» ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «هر ځل چې ایران یو امریکايي سرتېری ووژني، د دې کار بیه به څو برابره پرې کړي.»

ټرمپ زیاته کړې چې دا لارښوونه یې د جګړې وزیر پیټ هېګست، د ګډو ځواکونو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر ډانیل کین او د امریکا ټولو پوځي قوماندانانو ته سپارلې ده.

د مایکل ایمانویل سوینټن له وژل کېدو سره، د ایران او امریکا د روان کړکېچ له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، په دې مرګ‌ژوبله کې هغه سرتېري هم شامل دي چې د ایراني بریدونو، پوځي الوتکو د غورځېدو او د سیمې په پوځي عملیاتو پورې اړوندو نورو پېښو کې وژل شوي دي.

ایران: پر هستوي او حساسو مرکزونو برید د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۲۸ GMT+۱
100%

د ایران خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه اعلان وکړ چې د اسلامي جمهوریت پر هستوي او حساسو مرکزونو د امریکا برید په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په مانا ګڼي او د داسې برید د ترسره کېدو په صورت کې به د امریکا، د هغې د متحدانو او ملاتړو هېوادونو ټولې ګټې د ایران تر برید لاندې راشي.

د خاتم‌الانبیاء مرکزي قرارګاه د اسلامي جمهوریت تر ټولو لوړه پوځي عملیاتي قرارګاه ده او د وسله والو ځواکونو د عملیاتي ډیزاین، همغږۍ او څارنې مسوولیت پر غاړه لري. د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ، د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد پوځ به «ډېر ژر» د کلنګ گزلا غر «تر سخت برید لاندې» راولي.

ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې په یوه مطبوعاتي ناسته کې، د کلنګ گزلا غره تاسیساتو ته په ایران کې د پاتې شویو سانتریفیوژونو د لېږدولو احتمال ته اشاره وکړه او ویې ویل: «موږ په دې اړه مستند معلومات نه لرو... خو سانتریفیوژ له هستوي موادو پرته ارزښت نه لري. د موضوع اصل هستوي مواد دي او موږ همدا تعقیبوو.»

د کلنګ گزلا غر په اصفهان ولایت کې، د نطنز هستوي تاسیساتو سویل ته په شاوخوا دوه کیلومترۍ کې موقعیت لري.