• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په میدان وردګ کې سېلابونو تر ۱۰۰ جریبه زیاته کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۰۱ GMT+۱

په میدان وردګ کې د طالبانو تر واک لاندې پېښو سره د مبارزې ریاست ویاند روح‌الله امیدي ویلي، چې په دغه ولایت کې د سختو سېلابونو له کبله یو کس مړ او شاوخوا ۱۰۲ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده. هغه ویلي، چې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې روانې دي.

د هغه په وینا؛ د سیداباد ولسوالۍ په یوسف‌خېل، پټان‌خېل، چهاردهي، ګوګر او عبدالمحی‌ الدین سیمو کې تر سختو بارانونو وروسته د راوتلو سېلابونو له امله یو کس مړ او شاوخوا ۱۰۲ جریبه کرنیزې ځمکې او حاصلات یې زیانمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړې: «د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو د ارزونې چارې روانې دي او اړوند ریاست د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره لازم چمتووالی نیولی دی». افغانستان د هغه هېوادونو له ډلې دی، چې د طبیعي پېښو په ځانګړي ډول سېلابونو، پر وړاندې تر ټولو ډېر زیان‌منونکی ګڼل کېږي.
د روان کال په پیل کې هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې سېلابونو لسګونه کسان مړه او ګڼ مالي زیانونه یې اړولي وو.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳
ستاسو روایت

طالب سرتېری: موږ ته به مشرانو توصیه کوله چې د چوکۍ جنګ دی وطن مه ورانوئ

۴

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۵
ستاسو روایت

د کندهار صنعتکاران: د امر بالمعروف له خوا د کاریګرو نیول د تولید بهیر ټکنی کړی

•
•
•

نور کیسې

د جرمني د کورنیو چارو وزیر: افغانستان ته د مجرمو کډوالو له اېستلو نه په شا کېږو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۲ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۲ GMT+۱
100%

د جرمني د کورنیو چارو فدرالي وزیر الکساندر دوبرینټ په ټریر ښار کې د چړې تر یوه مرګوني برید وروسته ټینګار وکړ، چې د دغه هېواد حکومت به افغانستان ته د مجرمو کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ته دوام ورکړي.

دوبرینټ د دوشنبې په ورځ په برلین کې وویل، افغانستان ته د کډوالو اېستل او ورته هېوادونو ته د هغوی ستنول یو اړین اقدام دی او حکومت به له دې پالیسۍ شاتګ ونه کړي. هغه زیاته کړه: «ټولنه دا حق لري، چې مجرم کډوال له هېواده واېستل شي».

د دویچه‌وېله د راپور له مخې؛ دغه څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د ټریر ښار یو ۲۲ کلن محصل د چړې په برید کې ووژل شو. پولیسو د دغه برید په تړاو یو مشکوک ۲۲ کلن افغان وګړی نیولی دی.

د لومړنیو څېړنو له مخې؛ دغه کس له رواني ستونزو سره مخ و او تر دې مخکې یې د رواني درملنې په یوه مرکز کې درملنه هم کړې وه. د جرمني د کورنیو چارو وزیر دې موضوع ته په اشارې وویل، ځینې کسان چې په رواني اختلالاتو اخته وي هم درانه جرمونه ترسره کوي او ټولنه نه‌شي کولای دغه ډول وضعیت ومني.

نوموړي د هغه غوښتنو په ځواب کې چې د تورنو کسانو رواني وضعیت دې په پام کې ونیول شي وویل: «که په څرګندو ټکو ووایم، موږ د نړۍ د ټولو رواني ناروغانو او رواني زیانونو مسوول نه یو».

د اېستلو لپاره له طالبانو سره د اړیکو دوام

الکساندر دوبرینټ د جرمني د کورنیو چارو د وزیر په توګه د خپلې دندې له پیل راهیسې د کډوالۍ د سیاستونو پر سختولو او د مجرمو کډوالو پر اېستلو ټینګار کړی دی. د افغان وګړو د اېستلو بهیر اسانه کولو لپاره د جرمني حکومت له طالب چارواکو سره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.

برلین تر دې وړاندې په جرمني کې د افغانستان په سیاسي استازولیو کې د طالبانو د قونسلي برخې د دوو کارکوونکو له فعالیت سره هوکړه کړې وه او اعلان یې کړی، چې څلور نور کارکوونکي به هم ډېر ژر دغه هېواد ته واستول شي.

جرمني ټینګار کړی، چې دغه همکاري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنا نه‌لري؛ بلکې یوازې د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او د مجرمو افغان پناه غوښتونکو د اېستلو بهیر اسانه کولو په موخه ترسره کېږي.

یونیسف په نورستان کې سېلاب‌ځپلو ته بېړني روغتیايي خدمات پیل کړل

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۷ GMT+۱
100%

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ یې د نورستان ولایت سېلاب‌ځپلو ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ټپونو درملنې او بېړنۍ طبي پاملرنې لپاره ګرځنده روغتیايي کلینیک فعال کړی دی.

په افغانستان کې د یونیسف ادارې استازي تاج الدین اویوواله د سې‌شنبې په ورځ، د چنګاښ په ۳۰مه، په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دغه ګرځنده کلینیک د سېلاب‌ځپلو کورنیو د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړ شوی دی.

دغه بنسټ په یوه بل پیغام کې له هغو کورنیو سره چې د نورستان په وروستیو سېلابونو کې یې خپل عزیزان له لاسه ورکړي، خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خپلو شریکانو په همکارۍ په سیمه کې حضور لري او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره هڅې روانې دي.

د دوشنبې ورځې له غرمې وروسته د نورستان مرکز پارون ښار د سختو بارانونو او ویجاړوونکو سېلابونو شاهد و، چې خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه واړول.

د طالبانو د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳کسان وژل شوي او له ۱۰۰څخه ډېر نور لا هم نادرکه دي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې هم بارانونه شوي، خو تر اوسه له دغو ولایتونو څخه د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی.

نرګس نهان: طالبان د اقلیمي ګواښونو پر ځای د حجاب، وژنو او د شتمنیو پر لوټ بوخت دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۱ GMT+۱
100%

د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان د نورستان د وروستیو مرګونو سېلابونو په غبرګون کې پر طالبانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې دغه ډله د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د مدیریت پر ځای، پر هغو مسایلو بوخته ده چې د هغې په وینا د هېواد له اساسي اړتیاوو سره تړاو نه لري.

نهان ویلي، په داسې حال کې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي ګواښ سره مخ دی، طالبان د دغو ګواښونو د مخنیوي او د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي پر ځای «د ښځو د حجاب پر جوړولو، د بېګناه خلکو پر وژلو او د افغانستان د شتمنیو پر لوټلو»بوخت دي.

هغې ټینګار کړی چې اقلیمي بدلون د افغانستان لپاره په یوه ستر او مخ پر زیاتېدونکي ګواښ بدل شوی، خو د هېواد اوسني واکمن د دې بحران د مدیریت او د خلکو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات نه کوي.

پخوانۍ وزیرې د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د خپلو وس مطابق له زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي او هغوی یوازې پرې نه ږدي.

د نورستان وروستیو سېلابونو، چې د طالبانو د چارواکو په وینا لسګونه کسان یې وژلي او ګڼ نور یې نادرکه کړي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي. یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو او نورو شخصیتونو هم د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي او د بحران د مدیریت په برخه کې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې دي.

افغانستان د فیفا په نړیواله درجه‌بندۍ کې ۱۷۱ او پاکستان ۱۹۸م ځای خپل کړی

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
100%

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د ۲۰۲۶م کال نړیوال جام له پای ته رسېدو وروسته د نړۍ د ۲۱۰ فوټبال ملي لوبډلو نوې درجه بندي خپره کړې ده، چې له مخې یې د هسپانیې ملي لوبډله لومړي مقام ته پورته شوې، افغانستان په ۱۷۱م او پاکستان په ۱۹۸م ځای کې قرار لري.

فیفا دغه درجه بندي د سه شنبې په ورځ خپره کړه. د ۲۰۲۶م نړیوال جام سیالۍ د جولای په ۱۹مه پای ته ورسېدې، چې په پایلوبه کې هسپانیې د ارجنټاین لوبډلې ته ماتې ورکړه او د نړیوال جام اتلولي یې وګټله. له همدې امله هسپانیه په نوې درجه بندۍ کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته لوړه شوې ده.

ارجنټاین، چې د ۲۰۲۲م نړیوال جام اتله او د ۲۰۲۶م نړیوال جام پایلوبې ته رسېدلې لوبډله وه، اوس په دویم مقام کې ده. فرانسه درېیم، انګلستان څلورم او برازیل پنځم ځای لري.

د مراکش ملي لوبډله په شپږم مقام کې ده، پرتګال د دوو ځایونو له ښکته کېدو وروسته اووم مقام ته تللی دی. بلجیم اتم، هالنډ نهم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی دی.

د سیمې په کچه، ایران په ۲۲م، هند په ۱۳۸م او افغانستان په ۱۷۱م مقام کې دی. پاکستان د ۲۱۰ هېوادونو په نوملړ کې په ۱۹۸م ځای کې قرار لري، په داسې حال کې چې سان مارینو د دې درجه بندۍ وروستی هېواد دی.

ندا محمد ندیم خپلو مامورینو ته: غونډې تل په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل کړئ

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۱ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۳ GMT+۱
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپلې ادارې غړو ته په یو ناسته کې سپارښتنه کړې چې په خپلو چارو کې همغږۍ، تقوا او مشورو ته لومړیتوب ورکړي او خپلې غونډې په دیني مذاکرې او نصایحو پیل کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر نداء محمد ندیم د خپل وزارت د رهبرۍ شورا غونډه کې د مشورې پر اهمیت خبرې کړې او ویلي یې دي چې د مشورو پر بنسټ د ترسره شویو کارونو پایلې تل ښې وي.

نوموړي ټینګار وکړ چې هڅه باید وشي ترڅو ټولې رسمي ناستې په دیني مذاکرې، نصایحو او هدایاتو سره پیل شي. خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان ګډونوالو ته د مسلمانانو د امیر او خلیفه په اړه تفصیلي بیان وړاندې کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي،‌په دې ناسته کې د تېرې رهبري شورا د پرېکړو د ارزونې ترڅنګ، د څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست اړوند درې بېلابېل لارښودونه له هر اړخیز بحث وروسته تایید شول. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د پوهنتونونو د استادانو د علمي او مسلکي ارزونې لارښود هم د شورا د غړو لخوا تصویب شوی دی.

د شورا غړو دغه راز د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو د زده‌کړیالانو د فیسونو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وکړ او په دې اړه یې لازمې پرېکړې وکړې. د غونډې په وروستۍ برخه کې د دولتي پوهنتونونو او دیني جامعاتو د مالي او اداري چارو د مرستیالانو د پلانونو د ارزونې راپور وړاندې او د شورا له لوري تایید شو.