په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې پوستې د موټربم برید امله ۳پولیس سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په مانجهخېلو سیمه کې د پاکستاني پولیسو او پوځ پر ګډې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له امله یې درې پولیس سرتېري وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان دي.
