د پښتونخوا چارواکي: د وسلهوالو د تمویل شبکو د لهمنځه وړلو هڅې روانې دي

د خیبر پښتونخوا د حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي، په دغه ایالت کې د وسلهوالو د تمویل، وسلو، مهماتو او د استخباراتي معلوماتو د برابرولو شبکو او سرچینو د لهمنځه وړلو لپاره جدي اقدامات روان دي. په دې وروستیو کې په دغه ایالت کې د ناامنیو لمن ډېره پراخه شوې ده.
