• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جنسي ځورونو په تور؛ د جرمونو نړیوالې محکمې خپل څارنوال کریم خان له دندې ګوښه کړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۱

د جرمونو د نړیوالې محکمې غړو هېوادونو د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د دغې محکمې څارنوال کریم خان د جنسي ناوړه چلند د تورونو له امله له خپلې دندې لرې کړ. ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز اژانس ته ویلي، دا پرېکړه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د رایې اچونې په ترڅ کې شوې ده.

کریم خان چې تل یې دا تورونه رد کړي، اوس به یې پر ځای د نوي څارنوال د غوره کولو لپاره ټاکنې وشي.

د رپوټونو له مخې، پر ۵۶ کلن کریم خان د جنسي ناوړه چلند تورونه د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۴ کال کې راپورته شول او هغه د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې په موقتي توګه رخصت واخیست.

د دغې محکمې د پرېکړې پر بنسټ چې د جون په اتمه نېټه صادره شوې، ښودل شوې چې نوموړي له خپلې یوې همکارې سره ناسمې جنسي اړیکې درلودې او باید له دندې ګوښه کړل شي. د فرانسې، هالنډ او ناروې هېوادونو په ښکاره توګه د هغه د لرې کولو ملاتړ کړی دی.

کریم خان په ۲۰۲۴ کال کې د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه کړې وه، چې له امله یې د امریکا او اسراییل له سخت غبرګون سره مخ شو. امریکا د کریم خان په ګډون د یادې محکمې پر ۱۱ چارواکو بندیزونه ولګول او په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډاني ډانن وویل، چې نوموړي غوښتل د اسراییل په ملامتولو سره له خپلو تورونو پام بل لور ته واړوي.

په ورته وخت کې، کریم خان او د هغه وکیلانو ویلي، چې دا تورونه ښايي د اسراییل او د هغوی د متحدینو د سیاسي فشارونو یوه برخه وي.

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د طالبانو مشر ملا هبت‌الله او د دغې ډلې د سترې محکمې د رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو په حکم کې هم کریم خان ځانګړی رول درلود. هغه غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو مشران باید د بشري حقونو د سرغړونو او همدا راز د ښځو او نجونو د زده‌کړو د بندیز له امله ونیول شوي.

کریم خان په اډینبورګ کې له یوه پاکستاني ډاکټر او بریتانوۍ نرسې څخه زیږیدلی او په لندن کې یې د حقوقو زده‌کړې کړې دي. هغه د خپل کار په لومړیو کې د یوګوسلاویا او روانډا لپاره د ملګرو ملتونو په محکمو کې کار کړی او وروسته یې د کینیا، سوډان او لېبیا په قضیو کې هم برخه اخیستې وه. نوموړي په ۲۰۲۳ کال کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم هم صادر کړی وو، چې له امله یې په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې په غیابي توګه محکوم شو.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د امريکا د دوو ګوندونو استازو د افغانانو د لنډمهالي خونديتوب د غځولو غوښتنه وکړه

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۹:۲۷ GMT+۱
100%

د امريکا د ډيموکراټ او جمهوري‌پال ګوندونو يو شمېر استازو داسې طرحه وړاندې کړې، چې له‌مخې به يې د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب (ټي‌پي‌اېس) موده وغځول شي او ورسره به افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو مخه ونيول شي.

که دا لايحه تصويب شي، په امريکا کې مېشت افغانان به د اېستلو پر وړاندې قانوني خونديتوب او د کار کولو اجازه ترلاسه کړي.

د دې طرحې ملاتړي وايي، هغه افغانان چې د افغانستان د شل کلنې جګړې پر مهال يې له امريکايي ځواکونو سره همکاري کړې، بايد د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته بېرته ونه‌لېږل شي.

جېسن کرو، سم ليکارډو، ډان بيکن او ماريا اېلويرا سالازار چې د امريکا د استازو جرګې د ډيموکراټ او جمهوري‌پال ګوندونو غړي دي، دغه لايحه کانګرس ته وړاندې کړې ده.

د دې طرحې له مخې، هغه افغانان چې اوس مهال په امريکا کې مېشت دي او د شرايطو وړ وي، کولای شي د اېستلو پر وړاندې د خونديتوب او د کار جواز لپاره غوښتنليکونه وړاندې کړي. که دا لايحه تصويب شي، دغه خونديتوب به د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د اعتبار وړ وي.

د وړتيا د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکي بايد د قانون له تصويب وروسته په پرله‌پسې ډول په امريکا کې په فزيکي توګه حضور ولري، خپل بايومټريک او نور معلومات وسپاري او د جنايي مخينې او د ملي امنيت اړوند ټولې پلټنې په برياليتوب سره بشپړې کړي.

د امريکا د کورني امنيت وزارت به مکلف وي، چې د لنډمهالي خونديتوب او د کار جواز غوښتنليکونه په عادي ډول د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي. خو دا لايحه لا هم د وروستي تصويب لپاره په کانګرس کې له سخت بهير سره مخ ده.

اوس مهال جمهوري‌پال ګوند د امريکا په استازو جرګه کې اکثريت لري او د دې خونديتوب د مودې هر ډول غځول بايد د استازو جرګې او سنا له تصويب وروسته د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لاسليک لپاره ولېږل شي.

دا ګام په داسې حال کې پورته کېږي، چې د ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د څو هېوادونو د وګړو لپاره د لنډمهالي خونديتوب د پای ته رسولو هڅې روانې ساتلې دي.

جېسن کرو چې د ډيموکراټ ګوند استازی او د افغانستان د جګړې پخوانی سرتېرى دی، د افغانانو د همکارۍ په يادولو سره وويل: «کله چې مې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، د زړورو افغانانو ترڅنګ مې جګړه وکړه. که د هغوی مرسته نه‌وای، ښايي نن ژوندی نه وای».

هغه زياته کړه، چې امريکا له دغو کسانو سره د ملاتړ ژمنه کړې او بايد پر خپلې ژمنې ودرېږي.

د جمهوري‌پال ګوند استازي ډان بيکن وويل: «امريکا بايد هغو افغان متحدانو ته شا نه‌کړي چې زموږ د ځواکونو د ملاتړ لپاره يې خپل هر څه له خطر سره مخ کړل».

د فلوريډا ايالت د جمهوري‌پال ګوند استازې ماريا اېلويرا سالازار په يوې خبرپاڼه کې وويل: «افغانستان لا هم د طالبانو تر ولکې لاندې دی او زرګونه هغه افغانان چې امريکا ته پناه راوړې، نه‌شي کولای په خوندي ډول خپل هېواد ته ستانه شي. د هغوی په منځ کې داسې کورنۍ هم شته چې د امريکايي سرتېرو ترڅنګ ولاړې وې، زموږ د هېواد د ملاتړ لپاره يې هر څه له خطر سره مخ کړل او که بېرته ستنېدو ته اړې شي، د ځورونې او تعقيب له جدي ګواښ سره به مخامخ شي».

د دې طرحې ملاتړي وايي، له هغه وخت راهيسې چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې بيا واک ترلاسه کړی، د افغانستان امنيتي وضعيت لا هم خطرناک دی. د دوی په وينا، زرګونه هغه افغانان چې امريکا ته یې پناه وړې، که بېرته افغانستان ته واستول شي، د تاوتريخوالي، ځورونې او د طالبانو له خوا د تعقيب له جدي خطر سره به مخ شي.

نور رحمان اخلاقي: د بدخشان په بریدونو سره د طالبانو د «زوال» پړاو پیل شوی دی

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د کډوالو او راستنېدونکو چارو پخواني وزیر نور رحمان اخلاقي وایي، چې په بدخشان کې وروستۍ پېښې په افغانستان کې د طالبانو د «زوال» او کمزورۍ د یوه نوي پړاو د پیل نښه ده. اخلاقي زیاته کړې، چې د دغې ډلې د «ظلم او دهشت» دوره پای ته رسېدلې ده.

نور رحمان اخلاقي د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې، چې طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د جګړې او «جهالت» له لارې د افغانستان تر ټولو طلایي فرصتونه له منځه یووړل او په تېرو پنځو کلونو کې یې په ظلم او ځپنې سره هېواد څو لسیزې شاته سوق کړ. هغه زیاته کړې، چې دغه ډله په کورنۍ او نړیواله کچه د لږ تر لږه مشروعیت په ترلاسه کولو کې هم پاتې راغلې او اوس له سخت بې‌باورۍ او د انسجام له بحران سره مخ ده.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو دغه پخواني وزیر پر سیاستوالو، سیاسي او رسنیزو فعالانو غږ کړی، چې د تاریخ په سم لوري کې ودرېږي او د افغانستان ازادي، ابادي او عزت خپل اصلي هدف وګرځوي.

هغه روښانه کړې، چې په هره ټولنه کې نوي بدلونونه له ځان سره د بېلابېلو ډلو د لوېدو او راپورته کېدو لامل ګرځي او خلک د سختیو په وخت کې د دعوه لرونکو کچه تلي.

اخلاقي ټینګار کړی، تر ټولو مهمه مسئله دا ده، چې د افغانستان خلک د ازادۍ پر لور یوه لاره وګوري او د عزت، ژغورنې او انساني ژوند ته د رسېدو لپاره خپل امید له لاسه ورنه‌کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې پرون (پنجشنبه د زمري لومړۍ) د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې د ازادۍ جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې پیل شوې دي. دغې جبهې اعلان کړی، چې په زیباک کې یې د طالبانو پر پوستو بریدونه کړي او په پایله کې یې لږ تر لږه ۲۱ طالبان وژل شوي او ۳۷ نور ټپیان دي او ځینې سرحدي پوستې یې هم نیولې دي، خو بل لور ته د طالبانو چارواکو ویلي، چې په دغو نښتو کې د مخالفانو پنځه کسان وژل شوي دي.

له دې سره سم، سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، نن ماښام هغه چورلکې چې بدخشان ته یې د طالبانو تازه دمي ځواکونه لېږدول، د «ازادۍ جبهې» له‌خوا د راکټي برید موخه ګرځېدلي دي. د سرچینو په وینا، دغه برید په غرنیو سیمو کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مخه نیولې ده.

سرچینو د دې پېښې د احتمالي تلفاتو یا زیانونو په اړه جزییات نه‌دي ورکړي او همداراز طالبانو او د ازادۍ جبهې هم تر اوسه د دې ادعا په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ په یوه کان کې د چاودنې له امله ۳ کان کېندونکي وژل شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۱۲ GMT+۱
100%

د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې په یوه کان کې د کان کېندنې پر مهال د چاودنې له امله ۳ کان کېندونکي وژل شوي دي. دغه پېښه نن (جمعه د زمري ۲مه) په پچیګرام سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نورستان ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندانۍ د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه پېښه په یاد کان کې د چاودېدونکو کارېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له‌مخې، د یادو کان کېندونکو جسدونه له کان څخه را اېستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

شنونکي وايي، د هېواد په کابو ټولو کانونو کې د کارګرو خوندیتوب ته چندانې پام نه‌کېږي او ان حفاظتي وسایل هم نه‌لري او له همدې امله ډېری وخت په کاني پېښو کې کارګر قرباني کېږي.

په بادغیس کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۸ نور ټپیان شوي دي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۰۹ GMT+۱
100%

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۸ نور ټپيان شوي دي. د یادو مسوولینو په وینا، دغه پېښه تېره شپه (پنجشنبه د زمري لومړۍ) په بند سبزک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بادغیس ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي وايي، دغه پېښه تېره شپه د بادغیس- هرات پر لویه لاره د بادغیس د مرکز اړوند په بند سبزک سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یو لنډکروزر موټر د ډېر سرعت له امله له سړک څخه منحرف او چپه شو.

د نوموړي په وینا، په ټپيانو کې د درېیو روغتیايي وضعیت ډېر نازک وو او د درملنې لپاره د هرات حوزوي روغتون او پاتې نور یې د بادغیس مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.

سره له دې چې دغه پېښه د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې، خو ځايي ټرافیک مسوولینو د پلټونو له دوامه خبر ورکړی دی.

ههنګاو سازمان: په ایران کې درې افغانان د اعدام په سزا محکوم شوي

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۰۰ GMT+۱
100%

د بشري حقونو سازمان ههنګاو وایي، د ایران د اصفهان انقلابي محکمې درې افغان وګړي د پولیسو حوزې د سوځولو په تور د اعدام په سزا محکوم کړي دي. د دغه سازمان په وینا یاد کسان ۴۰ ورځې په بې خبرۍ کې ساتل شوي وو او د همدې دوسیې یو بل ۲۳ کلن افغان هم د جولای په ۱۹مه په پټه اعدام شوی دی.

د بشري حقونو یاد سازمان د راپور له مخې، دغه درې کسان د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۰مه د اصفهان په یوه واټ کې د حکومتي ځواکونو له خوا نیول شوي وو او تر نیول کېدو وروسته ۴۰ ورځې د ایران د اطلاعاتو وزارت په توقیف خونه کې په بشپړه بې خبرۍ کې ساتل شوي وو.

د ههنګاو په وینا، هغوی په دې موده کې له خپلو کورنیو او له بهرنۍ نړۍ سره له هر ډول اړیکې محروم وو.

ههنګاو وایي، نیول شوي کسان افشار شاه احمدي، ایمان شفایي او صدرالدین احمدزاده نومیږي.

د راپور له مخې، ایمان شفایي تر نیول کېدو مخکې د تنفسي ناروغۍ له ستونزې سره مخ و، خو د سختو پلټنو او د طبي پاملرنې د نشتوالي له امله یې ناروغي په شدیدې سالنډۍ بدله شوې او لا هم له درملنې او درملو بې برخې دی.

ههنګاو وایي، افشار شاه احمدي او ایمان شفایي له خپلو کورنیو سره په اصفهان کې اوسېدل، او صدرالدین احمدزاده د کار لپاره ایران ته تللی و.

دغه سازمان همداراز ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۱۹مه د اصفهان د «علیخاني میدان» د دوسیې د دوو تورنو کسانو د اعدام حکم په پټه د اصفهان په مرکزي زندان کې اجرا شوی چې یو له هغوی ۲۳ کلن افغان وګړی ګل محمد محمدي و.

ههنګاو دا راپور د ایران د اعتراضونو له نیول شویو کسانو سره د چلند او د اعدام د حکمونو د چټک اجرا په اړه د اندېښنو په دوام خپور کړی دی.

ایران د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر او ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په میاشتو کې د اقتصادي ستونزو او د حکومت پر ضد د اعتراضونو له پراخېدو وروسته سلګونه کسان ونیول. د بشري حقونو سازمانونو په وینا، د دغو اعتراضونو له نیول شویو کسانو سره د چلند، د اعترافونو د ترلاسه کولو لپاره د فشار او د چټکو قضایي بهیرونو په اړه اندېښنې شته.

د بشري حقونو سازمان «ههنګاو» وایي، په وروستیو میاشتو کې د اعتراضونو پرمهال له نیول شویو کسانو سره تړاو لرونکو د اعدام حکمونه زیات شوي دي.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغو درې افغان وګړو د اعدام د حکم او د یاد راپور په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.