په خېبر پښتونخوا کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي

په خېبر پښتونخوا کې (د جولای له ۱۹مې) نېټې راهیسې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله په بېلابېلو پېښو کې ۲۸ کسان مړه او ۲۹ نور ټپیان شوي دي. د خېبر پښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په وینا؛ په مړو شویو کسانو کې ۱۰ نارینه، ۱۵ ماشومان او ۳ ښځې شاملې دي.
