• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویلي وزیرستان کې پر امنیتي پوستې د موټربم برید مسولیت ټي ټي پي په غاړه واخیست

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۹:۴۷ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د سویلي وزیرستان په واڼه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې په موټربم برید کې ځانمرګی بریدګر وژل شوی، یو ځايي اوسېدونکی ټپي شوی او د سیمې ځینو کورونو ته هم زیان اوښتی دی.

د پولیسو او ځايي چارواکو په وینا، برید د جمعې سهار شاوخوا شپږ بجې د واڼه او اعظم ورسک ترمنځ د ګنګي‌خېل امنیتي پوستې ته نږدې ترسره شو. چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د بریدګر موټر پوستې ته له رسېدو مخکې په نښه کړ، چې له امله یې بریدګر ووژل شو او د قاسم په نوم یو ځايي کس ټپي شو.
ځايي اوسېدونکي وایي، له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي او د چاودنې له امله د ملکي خلکو ځینو کورونو ته زیان اوښتی دی.
د دې برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه اخیستی دی. تر اوسه د امنیتي ځواکونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته موټربم برید شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له چاودنې وروسته د ډزو د تبادلې غږونه هم اورېدل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، برید د واڼه او اعظم ورسک ترمنځ پر ګنګي‌خېل امنیتي پوسته شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستاني چارواکو او رسمي امنیتي سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان کډوالو ایستلو لړۍ؛ په خیبر پښتونخوا کې د کورونو او دوکانونو پر کرایه ورکولو بندیز

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

خیبر پښتونخوا کې دولتي ادارو د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د کورونو مالکانو ته د خپلو ملکیتونو د خالي کولو او افغان وګړو ته د بیا کرایه ورکولو د مخنیوي لارښوونه کړې، چې له امله یې زرګونه افغان کورنۍ او د ملکیتونو مالکانو هم له اقتصادي او قانوني ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور، نوښار، چارسده، مردان، سوات، صوابۍ، خیبر او هریپور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې ضلعي ادارو د کورونو او دوکانونو مالکانو ته رسمي خبرتیاوې سپارلې دي. په دغو خبرتیاوو کې له مالکانو غوښتل شوي چې خپل ملکیتونه له هغو افغان وګړو څخه خالي کړي چې حکومت یې «غیرقانوني» بولي او له دې وروسته ورته د استوګنې یا سوداګرۍ لپاره ځای ور نه کړي.

دغه اقدام نه یوازې زرګونه افغان کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې، بلکې د کورونو او دوکانونو مالکانو او د بازارونو له سوداګرۍ سره تړلو ګڼو کسانو ته یې هم اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.

د پېښور د تاج‌اباد سیمې یوه افغان اوسېدونکي عبدالرحمن افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وویل، حکومتي چارواکو یې د کور دروازه وټکوله او د کور د تخلیې رسمي خبرتیا یې ورکړه.

هغه وایي: «کله چې چارواکي ولاړل او د کور دروازه بنده شوه، په ټول کور کې چوپتیا خپره شوه. د ماشومانو پر څېرو وېره او اندېښنه ښکاره وه او د کور مشران په دې فکر کې شول چې په دومره لنډ وخت کې به خپل سامان چېرې یوسي او وروسته به چېرې ژوند وکړي.»

د عبدالرحمن د کور مالک حاجي سلیم هم افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو وایي، چې له څو کلونو راهیسې یې خپل کورونه افغان کورنیو ته په کرایه ورکړي وو، خو اوس د ولسوالۍ ادارو له لارښوونو سره سم اړ دی چې له هغوی څخه کورونه بېرته خالي کړي.

هغه زیاتوي: «زه پوهېږم چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسې زما کرایه‌داران دي او تل یې پر وخت کرایه راکړې ده، خو اوس زما په لاس کې هم څه نه شته. د ولسوالۍ ادارې راته په څرګنده ویلي چې که د ټاکلې مودې دننه کور تخلیه نه شي، زما پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.»

حاجي سلیم زیاته کړه چې د افغان کورنیو له وتلو وروسته د نويو کرایه‌دارانو موندل وخت غواړي او له همدې امله به له مالي زیان سره مخ شي.

د دوکانونو یو مالک شهزاد علي وايي، د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې شوي او د بازارونو سوداګریز فعالیت کم شوی دی.

هغه وایي: «موږ د قانون درناوی کوو او د ولسوالۍ ادارې د لارښوونو عملي کولو ته ژمن یو، خو حقیقت دا دی چې د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې دي. د بازار پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه او سوداګریز رونق هم کم شوی او زموږ د کرایې عاید هم د پام وړ راټیټ شوی دی.»

په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو له امله د سوداګرۍ پر وضعیت هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د بورډ بازار یو شمېر دوکانونه تړل شوي او ځینو افغان سوداګرو خپل مالونه د اصلي بیې په پرتله په ټیټه بیه پلورلو ته وړاندې کړي دي.

د بورډ بازار افغان سوداګر عبدالله ویلي، د کلونو سوداګري یې په څو ورځو کې د ختمېدو له خطر سره مخ ده.

هغه ویلي: «دا دوکان یوازې زما د کاروبار ځای نه و، بلکې زما د ژوند ټوله پانګه او د کلونو زحمت و. پنځلس کاله وړاندې مې له یوه کوچني کاونټر څخه کار پیل کړی و، خو اوس اړ یم چې په څو ورځو کې هر څه راټول او پرېږدم.»

هغه زیاته کړې: «موږ خپل ډېری مالونه له اصلي بیې هم په ټیټه بیه پلورو، ځکه افغانستان ته یې لېږدول زموږ لپاره ممکن نه دي. هغه څه چې د کلونو په زحمت مو راټول کړي وو، نن یې د مجبورۍ له امله په نیمه بیه پلورو.»

بلخوا، د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه ساتنځای کې د جعلي ټوکنونو له لارې له کډوالو څخه د پیسو اخیستلو په تور د ۲۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، پولیسو د اپرېل په ۱۵مه درې کسان، د اپرېل په ۲۰مه ۱۴ کسان او د جولای په ۲۲مه پنځه نور کسان نیولي دي. د نیول شویو کسانو پر وړاندې د پیسو اخیستلو او د نوم‌لیکنې په پلمه د جعلي ټوکنونو د وېش په تړاو جنايي دوسیې ثبت شوې دي.

په سوات کې هم د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې له ثبت شویو ۳،۰۷۱ افغان وګړو څخه تر اوسه ۲،۰۷۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي او ۱۱۷ افغان کورنۍ لا هم په سیمه کې مېشتې دي. پولیس وايي، د پاتې کورنیو د بېرته ستنولو لپاره هم اقدامات روان دي.

په پنجاب ایالت کې بیا د پولیسو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۳۶،۵۴۵ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا، ۵۰۴ افغان وګړي اوس مهال په بېلابېلو ساتنځایونو کې ساتل کېږي چې د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ولېږدول شي.

د پنجاب پولیسو د معلوماتو له مخې، په بېرته لېږدول شویو کسانو کې ۱۴،۶۱۴ نارینه، ۷،۲۳۴ ښځې او ۱۴،۶۹۷ ماشومان شامل دي. له دې ډلې ۱۱،۱۲۴ کسان د ثبت‌نامې د ثبوت کارتونه، ۱۱،۱۳۷ کسان د افغان تابعیت کارتونه لرل او ۱۴،۲۸۴ کسان هغه افغان وګړي وو چې د پاکستان د چارواکو په وینا، په غیرقانوني ډول په دغه ایالت کې مېشت وو.

له بلې خوا، له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو یو شمېر کورنۍ د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په ساتنځای کې د سختې ګرمۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي.

دوی وايي، د نوم‌لیکنې او قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره ساعتونه تر لمر لاندې انتظار باسي او د څښاک اوبو، سیوري، پنکو او روغتیايي خدمتونو کمښت ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو یوه اداره وايي، په پاکستان کې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د پېښور عالي محکمې د ادعا شویو موقتي قضايي حکمونو په اړه خپرو شویو اوازو ګڼ شمېر افغانان اندېښمن کړي دي.

د «نړیوال بشري حقونو سازمان» د همغږۍ مسوولې فوزیه بي‌بي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د پېښور عالي محکمې شاوخوا ۱۴۰ افغان وګړو ته د ایستلو د مخنیوي لپاره موقتي قضايي حکمونه صادر کړي دي.

د هغې په وینا، د دوی ادارې په عالي محکمه کې په دوو جلا قضیو کې عریضې ثبت کړې دي او محکمې ویلي چې که د کوم عریضه‌کوونکي د بیا مېشتېدو یا کډوالۍ غوښتنلیک د کوم سفارت له خوا تر ارزونې لاندې وي، اړوند سفارت باید خپله رسمي تاییدپاڼه محکمې ته وړاندې کړي، له هغې وروسته به محکمه د موقتي قضايي حکم د غوښتنې په اړه غور وکړي.

فوزیه بي‌بي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي یو شمېر افغانان، که افغانستان ته بېرته ولېږدول شي، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي. د هغې په وینا، په دې ډله کې پخواني دولتي کارکوونکي، سیاسي فعالان، د ناټو او نړیوالو ادارو پخواني همکاران، خبریالان، هنرمندان، د بشري حقونو فعالان او ښځې شاملې دي.

قطر د خیبر پښتونخوا په ټانک کې پر ګډې امنیتي پوستې برید وغانده

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱
100%

قطر د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې ګډې پولیسې او امنیتي پوستې شوی برید په کلکو ټکو غندلی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په کې ۱۵ امنیتي کسان او یو دولتي چارواکی وژل شوي او ۱۲ بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دوحه هغه برید په کلکو ټکو غندي چې د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې یې پولیس په نښه کړي او د ګڼو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، برید د جولای په ۲۴مه سهار د ټانک ولسوالۍ په یوه ګډه امنیتي پوسته شوی و. د پاکستاني چارواکو په وینا، وسله‌والو هڅه کړې چې د پوستې امنیتي کمربند مات کړي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په برید کې ۱۲ پوځیان، دوه پولیس افسران او یو دولتي چارواکی وژل شوي دي. پاکستاني امنیتي ځواکونو ویلي وو چې د برید پر مهال ۱۲ بریدګر یې هم وژلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایي اعمالو پر وړاندې، «پرته له دې چې د هغوی انګېزې او لاملونه څه وي»، خپل کلک دریځ بیا تکراروي.

منظور پښتین د پاکستان له زندانونو د خپل غورځنګ د یو شمېر غړو د خلاصون خبر ورکړ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۰۸ GMT+۱
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان له زندانونو څخه د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان په ګډون د یاد غورځنګ د یو شمېر مخکښو غړو له ازادېدو خبر ورکړی او همداراز یې د هغوی له ازادېدو هر کلی کړی دی.

منظور پښتن د جمعې ورځې په ناوخته (د زمري ۲مه) په خپله فېسبوک‌پاڼه ویلي، چې د دغو کسانو د خوشې کېدو لپاره په بېلابېلو کچو هڅې شوې وې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د زبیر شاه اغا، عثمان شېراني او محمد شعیب خان د خلاصون تر څنګ، د تحریک له ټولو غړو او د «وطن له خیرخوا وګړو» مننه کړې، چې د عدالت، وکالت، نړیوالو سازمانونو او رسنیو له لارې یې د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره پرله‌پسې هڅې کړې دي.

منظور پښتین له خپلو پلویانو او فعالانو غوښتي، چې د حاجي عبدالصمد، علي وزیر، نورالله ترین، حنیف پښتین او فرید اپریدي په ګډون د نورو پاتې بندي ملګرو د خوشې کېدو لپاره خپلې هڅې او کمپاینونه په لا زیات ځواک سره دوامدار او چټک وساتي. هغه ټینګار کړی، چې د ټولو بندي فعالانو تر بشپړ خلاصون پورې مبارزه باید ونه‌درول شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د صوابۍ سیمې یو پښتون ځوان ضیاءالله همدرد ته د پي‌ټي‌اېم په اړه د پي‌اېچ‌ډي (PhD) تیزس د بریالي بشپړېدو مبارکي هم ورکړې ده. پښتین غوښتنه کړې، چې په تېرو څو کلونو کې که چا د پي‌ټي‌اېم په اړه یا په عمومي ډول د پښتون ـ افغان خاورې او ولسونو پر موضوع هر ډول څېړنې یا تیزیسونه لیکلي وي، له دوی سره دې شریک کړي، څو د دغه غورځنګ مرکزي څېړنیزه کمېټه یې په یوه ځای راټوله او عمومي جاج ترې واخلي.

حیدر خان هوتي تحریک انصاف ته: عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، لاریونونه هلته وکړئ

۲ زمری ۱۴۰۵ - ۲۴ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۰ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر حیدر خان هوتي پر تحریک انصاف ګوند نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د دغه ګوند بنسټګر عمران خان په پېنډۍ کې بندي دی، خو تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې لاریونونه کوي. هغه وايي، باید هلته لاریون وشي، چې عمران خان بندي دی.

حیدر خان هوتي د جمعې په ورځ (د زمري ۲مه) یوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، تحریک انصاف اعلان کړی، چې د اګست پر پنځمه به په پېښور کې غونډه کوي او په دې غونډه کې به د عمران خان د خوشې کېدو لپاره راتلونکی پلان اعلان کړي.

هغه وویل، د عمران خان د نیول کېدو درې کاله پوره کېږي، خو د خیبر پښتونخوا د تحریک انصاف استازو چې له خلکو د عمران خان په نوم رایې اخیستې وې چې هغه به خوشې کوي، خو د هوتي په وینا، اوس حالت داسې دی چې دوی نه یوازې د هغه د خوشې کولو وس نه‌لري، بلکې ورسره د لیدنې اجازه هم نه‌لري.

حیدر خان هوتي د تحریک انصاف له غړو وغوښتل چې فکر وکړي، د دوی مشر په پېنډۍ کې بندي دی، خو اعتراضي لاریونونه په پېښور کې ترسره کېږي.

هغه د خیبر پښتونخوا حکومت ته په خطاب کې وویل: «که عمران خان خوشې کول غواړئ، نو ايمانونه تېر کړئ په پېنډۍ او پنجاب کې لاریونونه وکړئ. پښتنو تاسو ته رایې درکړې دي؛ دلته ورته لاریونونه مه‌کوئ، سړکونه ورته مه بندوئ».

هوتي وویل، که حکومت غواړي په خیبر پښتونخوا کې فعالیت وکړي، نو باید د خلکو لپاره پوهنتونونه، کالجونه، سړکونه جوړ کړي او د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړه: «حکومتونه لاریونونه نه‌کوي، حکومتونه خدمت کوي».

د يادونې وړ ده، چې تحریک انصاف ګوند د اګست په پنځمه په پېښور کې د یوې غونډې د جوړېدو اعلان کړی دی. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د جمعې په ورځ د دې غونډې د چمتووالي په اړه یوه غونډه هم شوې ده.

د تحریک انصاف په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اګست د پنځمې نېټې غونډه به پرېکنده وي او په‌کې به راتلونکې تګلاره اعلان شي.