• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بارانونو د تیراه بې‌ځایه شویو د نوم‌لیکنې مرکز ډوب کړی؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته په تمه دي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د باړې بازار ترڅنګ د تېرو درې ورځې پرله‌پسې بارانونو د تیراه درې له بې‌ځایه شویو خلکو سره د مرستو او نوم‌لیکنې مرکز ډوب کړی، چې له امله یې د سلګونو کورنیو د نوم‌لیکنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۴مه د ملک‌دین‌خېلو قبیلې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د نوم‌لیکنې لپاره دغه مرکز ته ورغلي، خو د باران او ولاړو اوبو له امله د مرکز ډېره برخه د کار وړ نه وه.

د نوم‌لیکنې کارکوونکي اړ شوي چې د نارینه‌وو او ښځو لپاره له جلا خیمو څخه کار واخلي، خو بې‌ځایه شوي کسان د نوم‌لیکنې ځای ته د رسېدو لپاره هم اړ دي د اوبو له ډنډونو تېر شي.

بې‌ځایه شوي وايي، تر ټولو ډېرې ستونزې معلولو کسانو ته پېښې شوې دي. یو معلول بې‌ځایه شوي معروف خان، ویلي چې د سهار له اتو بجو تر ماسپښین درې نیمو بجو پورې د نوم‌لیکنې لپاره په تمه پاتې شوی او د لرګي په مرسته یې له اوبو ډک مرکز ته ځان رسولی دی.

هغه زیاته کړه چې په مرکز کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری او د ګرمۍ د مخنیوي لپاره مناسب امکانات هم نه شته.

بې‌ځایه شوي ادعا کوي چې که څه هم د ژغورنې ادارې سیمې ته ورغلي، خو د اوبو د ایستلو یا د ستونزو د حل لپاره یې عملي اقدام ونه کړ او د ولسوالۍ د ادارې کوم چارواکی هم د وضعیت د ارزونې لپاره ورنه‌غی.

د ولسوالۍ یو چارواکي ویلي، د بې‌ځایه شویو ستونزې تر نظر لاندې دي او د نوم‌لیکنې لپاره د نوي او مناسب مرکز د جوړولو چمتووالی روان دی.

د تیره درې اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې دویم ځل بې‌ځایه شول. په لومړي پړاو کې د څه باندې ۳۵ زره کورنیو نومونه ثبت شول، خو ګڼې کورنۍ له نوم‌لیکنې او مالي مرستو بې‌برخې پاتې شوې.

وروسته د قومي مشرانو، ولسوالۍ ادارې او امنیتي چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د پاتې کورنیو نوم‌لیکنه به د قومي مشرانو له تایید وروسته ترسره کېږي.

تر اوسه د ۱۶ زره کورنیو اسناد سپارل شوي او د لومړي پړاو لپاره د ۱۶۰۰ کورنیو نوملړ خپور شوی دی.
د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو لپاره رسمي کمپ نه دی جوړ شوی او ډېری کورنۍ په کرايي کورونو، د خپلوانو په کورونو، غارونو او یا موقتي خیمو کې ژوند کوي.

چارواکو د بې‌ځایه شویو د ستنېدو نوې نېټه د اکتوبر ۱۰مه ټاکلې، حال دا چې مخکې د اپرېل ۱۰مه اعلان شوې وه. د بې‌ځایه شویو استازي وايي، د ستنېدو نور ځنډ به د ژمي له رارسېدو سره د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي او د کورونو د بیارغونې فرصت به له منځه یوسي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
100%

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بې‌برخلیکه دي.

هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نه‌کېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».

هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».

نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نه‌ده».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

ټي‌ټي‌پي سویلي وزیرستان کې پر دوو پوستو په برید سره د ۴۰ پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا کړې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر دوه کمپونو په برید سره یې څه باندې ۴۰ پاکستاني نظامیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان پوځ بیا پر یادو کمپونو د وسله‌والو دبریدونو له شنډولو خبر ورکړی دی.

ټي‌ټي‌پي په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې څلورو وسله‌والو یې نن سهار (شنبه د زمري ۳مه) د سويلي وزيرستان د واڼا په ګنګي خېلو سیمه کې د پوځ پر دوه کمپونو بريد کړی او په دې څو ساعته نښته کې څه باندې ۴۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان زیاته کړې، چې په دغه برید کې یاد څلور بریدګر وسله‌وال یې هم وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ د شنبې ورځې په ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر یادو نظامي کمپونو د وسله‌والو برید له شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ۴ بریدګر یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په دې برید کې دوی ته هېڅ ډول تلفات نه‌دي اوښتي او څرګنده کړې یې ده، چې لا هم په سیمه کې چاڼيز عملیات روان دي.

په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته موټربم برید شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له چاودنې وروسته د ډزو د تبادلې غږونه هم اورېدل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، برید د واڼه او اعظم ورسک ترمنځ پر ګنګي‌خېل امنیتي پوسته شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستاني چارواکو او رسمي امنیتي سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان کډوالو ایستلو لړۍ؛ په خیبر پښتونخوا کې د کورونو او دوکانونو پر کرایه ورکولو بندیز

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۰۲ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

خیبر پښتونخوا کې دولتي ادارو د افغان کډوالو د ایستلو په لړ کې د کورونو مالکانو ته د خپلو ملکیتونو د خالي کولو او افغان وګړو ته د بیا کرایه ورکولو د مخنیوي لارښوونه کړې، چې له امله یې زرګونه افغان کورنۍ او د ملکیتونو مالکانو هم له اقتصادي او قانوني ستونزو سره مخ شوي دي.

په پېښور، نوښار، چارسده، مردان، سوات، صوابۍ، خیبر او هریپور په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر ولسوالیو کې ضلعي ادارو د کورونو او دوکانونو مالکانو ته رسمي خبرتیاوې سپارلې دي. په دغو خبرتیاوو کې له مالکانو غوښتل شوي چې خپل ملکیتونه له هغو افغان وګړو څخه خالي کړي چې حکومت یې «غیرقانوني» بولي او له دې وروسته ورته د استوګنې یا سوداګرۍ لپاره ځای ور نه کړي.

دغه اقدام نه یوازې زرګونه افغان کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړې، بلکې د کورونو او دوکانونو مالکانو او د بازارونو له سوداګرۍ سره تړلو ګڼو کسانو ته یې هم اقتصادي ستونزې پیدا کړې دي.

د پېښور د تاج‌اباد سیمې یوه افغان اوسېدونکي عبدالرحمن افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو کې وویل، حکومتي چارواکو یې د کور دروازه وټکوله او د کور د تخلیې رسمي خبرتیا یې ورکړه.

هغه وایي: «کله چې چارواکي ولاړل او د کور دروازه بنده شوه، په ټول کور کې چوپتیا خپره شوه. د ماشومانو پر څېرو وېره او اندېښنه ښکاره وه او د کور مشران په دې فکر کې شول چې په دومره لنډ وخت کې به خپل سامان چېرې یوسي او وروسته به چېرې ژوند وکړي.»

د عبدالرحمن د کور مالک حاجي سلیم هم افغانستان انټرنشنل-پښتو سره خبرو وایي، چې له څو کلونو راهیسې یې خپل کورونه افغان کورنیو ته په کرایه ورکړي وو، خو اوس د ولسوالۍ ادارو له لارښوونو سره سم اړ دی چې له هغوی څخه کورونه بېرته خالي کړي.

هغه زیاتوي: «زه پوهېږم چې افغانان له ډېرو کلونو راهیسې زما کرایه‌داران دي او تل یې پر وخت کرایه راکړې ده، خو اوس زما په لاس کې هم څه نه شته. د ولسوالۍ ادارې راته په څرګنده ویلي چې که د ټاکلې مودې دننه کور تخلیه نه شي، زما پر وړاندې به هم قانوني اقدام وشي.»

حاجي سلیم زیاته کړه چې د افغان کورنیو له وتلو وروسته د نويو کرایه‌دارانو موندل وخت غواړي او له همدې امله به له مالي زیان سره مخ شي.

د دوکانونو یو مالک شهزاد علي وايي، د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې شوي او د بازارونو سوداګریز فعالیت کم شوی دی.

هغه وایي: «موږ د قانون درناوی کوو او د ولسوالۍ ادارې د لارښوونو عملي کولو ته ژمن یو، خو حقیقت دا دی چې د افغان کرایه‌دارانو له وتلو وروسته ګڼ شمېر دوکانونه او کورونه تش پاتې دي. د بازار پخوانۍ ګڼه‌ګوڼه او سوداګریز رونق هم کم شوی او زموږ د کرایې عاید هم د پام وړ راټیټ شوی دی.»

په پېښور کې د افغان کډوالو د ایستلو له امله د سوداګرۍ پر وضعیت هم اندېښنې زیاتې شوې دي. د بورډ بازار یو شمېر دوکانونه تړل شوي او ځینو افغان سوداګرو خپل مالونه د اصلي بیې په پرتله په ټیټه بیه پلورلو ته وړاندې کړي دي.

د بورډ بازار افغان سوداګر عبدالله ویلي، د کلونو سوداګري یې په څو ورځو کې د ختمېدو له خطر سره مخ ده.

هغه ویلي: «دا دوکان یوازې زما د کاروبار ځای نه و، بلکې زما د ژوند ټوله پانګه او د کلونو زحمت و. پنځلس کاله وړاندې مې له یوه کوچني کاونټر څخه کار پیل کړی و، خو اوس اړ یم چې په څو ورځو کې هر څه راټول او پرېږدم.»

هغه زیاته کړې: «موږ خپل ډېری مالونه له اصلي بیې هم په ټیټه بیه پلورو، ځکه افغانستان ته یې لېږدول زموږ لپاره ممکن نه دي. هغه څه چې د کلونو په زحمت مو راټول کړي وو، نن یې د مجبورۍ له امله په نیمه بیه پلورو.»

بلخوا، د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل کې پولیسو د افغان کډوالو په یوه ساتنځای کې د جعلي ټوکنونو له لارې له کډوالو څخه د پیسو اخیستلو په تور د ۲۲ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د معلوماتو له مخې، پولیسو د اپرېل په ۱۵مه درې کسان، د اپرېل په ۲۰مه ۱۴ کسان او د جولای په ۲۲مه پنځه نور کسان نیولي دي. د نیول شویو کسانو پر وړاندې د پیسو اخیستلو او د نوم‌لیکنې په پلمه د جعلي ټوکنونو د وېش په تړاو جنايي دوسیې ثبت شوې دي.

په سوات کې هم د افغان وګړو د بېرته ستنولو بهیر چټک شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په دې ولسوالۍ کې له ثبت شویو ۳،۰۷۱ افغان وګړو څخه تر اوسه ۲،۰۷۴ کسان افغانستان ته ستانه شوي او ۱۱۷ افغان کورنۍ لا هم په سیمه کې مېشتې دي. پولیس وايي، د پاتې کورنیو د بېرته ستنولو لپاره هم اقدامات روان دي.

په پنجاب ایالت کې بیا د پولیسو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۳۶،۵۴۵ افغان وګړي افغانستان ته بېرته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا، ۵۰۴ افغان وګړي اوس مهال په بېلابېلو ساتنځایونو کې ساتل کېږي چې د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ولېږدول شي.

د پنجاب پولیسو د معلوماتو له مخې، په بېرته لېږدول شویو کسانو کې ۱۴،۶۱۴ نارینه، ۷،۲۳۴ ښځې او ۱۴،۶۹۷ ماشومان شامل دي. له دې ډلې ۱۱،۱۲۴ کسان د ثبت‌نامې د ثبوت کارتونه، ۱۱،۱۳۷ کسان د افغان تابعیت کارتونه لرل او ۱۴،۲۸۴ کسان هغه افغان وګړي وو چې د پاکستان د چارواکو په وینا، په غیرقانوني ډول په دغه ایالت کې مېشت وو.

له بلې خوا، له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدونکو افغانانو یو شمېر کورنۍ د خیبر ولسوالۍ په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په ساتنځای کې د سختې ګرمۍ او د بنسټیزو اسانتیاوو له کمښت شکایت کوي.

دوی وايي، د نوم‌لیکنې او قانوني بهیر د بشپړېدو لپاره ساعتونه تر لمر لاندې انتظار باسي او د څښاک اوبو، سیوري، پنکو او روغتیايي خدمتونو کمښت ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

په همدې حال کې، د بشري حقونو یوه اداره وايي، په پاکستان کې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د پېښور عالي محکمې د ادعا شویو موقتي قضايي حکمونو په اړه خپرو شویو اوازو ګڼ شمېر افغانان اندېښمن کړي دي.

د «نړیوال بشري حقونو سازمان» د همغږۍ مسوولې فوزیه بي‌بي ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې د پېښور عالي محکمې شاوخوا ۱۴۰ افغان وګړو ته د ایستلو د مخنیوي لپاره موقتي قضايي حکمونه صادر کړي دي.

د هغې په وینا، د دوی ادارې په عالي محکمه کې په دوو جلا قضیو کې عریضې ثبت کړې دي او محکمې ویلي چې که د کوم عریضه‌کوونکي د بیا مېشتېدو یا کډوالۍ غوښتنلیک د کوم سفارت له خوا تر ارزونې لاندې وي، اړوند سفارت باید خپله رسمي تاییدپاڼه محکمې ته وړاندې کړي، له هغې وروسته به محکمه د موقتي قضايي حکم د غوښتنې په اړه غور وکړي.

فوزیه بي‌بي ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته راغلي یو شمېر افغانان، که افغانستان ته بېرته ولېږدول شي، له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېدای شي. د هغې په وینا، په دې ډله کې پخواني دولتي کارکوونکي، سیاسي فعالان، د ناټو او نړیوالو ادارو پخواني همکاران، خبریالان، هنرمندان، د بشري حقونو فعالان او ښځې شاملې دي.

قطر د خیبر پښتونخوا په ټانک کې پر ګډې امنیتي پوستې برید وغانده

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۳۷ GMT+۱
100%

قطر د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر یوې ګډې پولیسې او امنیتي پوستې شوی برید په کلکو ټکو غندلی، چې د پاکستاني چارواکو په وینا، په کې ۱۵ امنیتي کسان او یو دولتي چارواکی وژل شوي او ۱۲ بریدګر هم له منځه وړل شوي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، دوحه هغه برید په کلکو ټکو غندي چې د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې یې پولیس په نښه کړي او د ګڼو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې په وینا، برید د جولای په ۲۴مه سهار د ټانک ولسوالۍ په یوه ګډه امنیتي پوسته شوی و. د پاکستاني چارواکو په وینا، وسله‌والو هڅه کړې چې د پوستې امنیتي کمربند مات کړي، خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په برید کې ۱۲ پوځیان، دوه پولیس افسران او یو دولتي چارواکی وژل شوي دي. پاکستاني امنیتي ځواکونو ویلي وو چې د برید پر مهال ۱۲ بریدګر یې هم وژلي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې دغه هېواد د تاوتریخوالي، ترهګرۍ او جنایي اعمالو پر وړاندې، «پرته له دې چې د هغوی انګېزې او لاملونه څه وي»، خپل کلک دریځ بیا تکراروي.