• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند د دفاع وزیر: که له پاکستان سره خبرې کېږي یوازې د اشغال شوي کشمیر په اړه به وي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱

د هند د دفاع وزیر راجنات سنګ د کارګل جګړې د یادغونډې په مراسمو کې ويلي، چې هېواد یې له پاکستان سره هېڅ ډول خبرې اترې نه کوي او که په راتلونکي کې کومې خبرې کېږي، هغه به یوازې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په اړه وي.

نوموړي د کارګل یادغونډۍ ته په وینا کې وویل، چې د هند او پاکستان ترمنځ د کارګل جګړه نه یوازې د هند لپاره یوه پوځي او ډیپلوماټیکه بریا وه، بلکې نړۍ پکې د هندي سرتېرو بې‌سارې مېړانه او زړورتیا هم ولیدله.

د هند د دفاع وزیر د پاکستان د بهرني سیاست او ترهګرۍ د ملاتړ پر تګلارو سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې د هند لاره له پاکستان څخه په بشپړه توګه جلا ده. هغه وویل چې د هند نیت روښانه دی او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د هند د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده چې په غیرقانوني توګه غصب شوې ده.

د هند د دفاع وزیر د دواړو هېوادونو د پرمختګونو د پرتله کولو په ترڅ کې وویل چې: «نن ورځ هند نوښتونه لټوي، خو پاکستان د نفوذ او مداخلې نوې لارې چارې سنجوي».

نوموړي زیاته کړه: چې «هند بېړۍ ډیزاینوي خو پاکستان د ترهګرۍ طرحې جوړوي، هند د نویو پیلونو یا سټارټ‌اپونو اکو سیستم رامنځته کوي خو پاکستان د ترهګرۍ اکوسیستم جوړولو کې بوخت دی او هند د نیمه‌هادي یا سیمی‌کنډکټرونو د تولید په حال کې دی خو پاکستان ځانمرګي بریدګر تولیدوي».

راجنات سنګ همداراز وویل چې هند په نړۍ کې د خپلو فضايي ماموریتونو له امله پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې «پاکستان نیابتي جګړې» پر مخ وړي.

د هغه په وینا: «هند فضا ته سټلایټ سپوږمکۍ لېږي خو پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرو په لېږلو بوخت دی، هند نړۍ ته سافټ‌ویر وړاندې کوي خو پاکستان ترهګري صادروي، او هند د ډېټا مرکزونه جوړوي خو پاکستان د افراطیت مرکزونه فعال ساتي».

نوموړي خبرداری ورکړ که پاکستان د هند د پرمختګ مخه ونیسي، د هند زړور وسله وال ځواکونه د غاښ ماتونکي ځواب ورکولو ته پوره چمتو دي.

بل لور ته د پاکستان حکومت د کشمیر د جنجالي سیمې په اړوند د هند د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي او هغه یې خورا پاروونکې او غیر مسوولانې بللې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي، چې د هند د دفاع وزیر دغه څرګندونې د حقیقتونو د تحریفولو ترڅنګ، د سیمې او نړۍ سوله او امنیت له ګواښ سره مخ کوي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړه، چې د هند د حکومت دا ډول څرګندونې د کشمیر د لانجې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو خلاف دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۵

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان د ملي احصایې اداره: د تېر کال پر تله د غنمو د اوړو بیه نږدې ۱۴ سلنه لوړه شوې

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۱۳ GMT+۱
100%

د پاکستان د ملي احصایې ادارې ویلي، دغه هېواد کې د اوړو بیه د تېر کال پر تله ۱۳،۷۴ سلنه لوړه شوې، چې د روان کال د انفلاسیون د زیاتوالي یو مهم لامل بلل کېږي. دا په داسې حال کې ده، چې د خیبرپښتونخوا حکومت او اوسېدونکي پر پنجاب تور لګوي، چې پښتونخوا ته د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کوي.

د دغې ادارې د شمېرو له مخې، د اوړو د بیې لوړېدو د روان کال د انفلاسیون په کچه کې ۹،۶۶ سلنه زیاتوالی راوستی دی.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم راپور ورکړی. چې د برېښنا، ګاز، سون توکو او خوراکي موادو د بیو لوړوالی د ژوند د لګښتونو د زیاتېدو او پر خلکو د اقتصادي فشار د ډېرېدو اصلي عوامل دي.

په ورته وخت کې، د پاکستان یو شمېر اوسېدونکو د بیو پر لوړېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د لګښتونو زیاتوالي د هغوی ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

پاکستان په دې وروستیو کلونو کې له اقتصادي ستونزو، لکه د انفلاسیون له زیاتوالي، د ملي اسعارو د ارزښت له کمېدو، د انرژۍ د لګښتونو له لوړېدو او د خلکو د پېرلو ځواک له کمښت سره مخ دی.

شنونکي وايي، د ژوند د لګښتونو پرله‌پسې لوړوالی او د خلکو د پېرلو د وړتیا کمېدل ټولنیزې نارضایتۍ زیاتې کړي او حکومت یې اړ کړی، چې د بازار د کنټرول او د خلکو د ملاتړ لپاره اغېزناک اقتصادي اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پاکستان مرکزي حکومت او په ځانګړې توګه پنجاب ایالت خیبرپښتونخوا ته د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کړی او د یاد ایالت اوسېدونکو پر مرکزي حکومت له نیوکو سربېره ویلي، چې د پنجاب ټولې کارخونې د خیبرپښتونخوا پر ګازو او برق چلېږي، خو په بدل کې یې د اوړو له لېږدېدو مخنیوی کوي.

په کراچۍ کې د افغانستان د دوو جایدادونو د مالکیت قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۰۴ GMT+۱
•
فضل عزیز
100%

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسلګري وايي، افغانستان دولت په کراچۍ ښار کې دوه جایدادونه (ودانۍ) لري، خو دا ودانۍ د افغانستان د کونسلګرۍ په واک کې نه دي، بلکې نږدې دوه لسیزې کېږي چې د نورو خلکو په ولکه کې دي او د مالکیت په اړه یې قضیه لا هم د پاکستان په محکمه کې روانه ده.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل، عبدالجبار تخاري، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په میاشت کې له خپلو همکارانو سره دغو دوو ودانیو ته ورغلی او په یوه ویډیويي پیغام کې یې ويلي، چې دا ودانۍ د افغانستان د دولت شتمني ده.

هغه ويلي، مخکې په دې ودانیو کې څو محصلین اوسېدل، څو ځله ترې غوښتنه شوې وه چې ځایونه خوشې کړي، خو هغوی هر ځل د وخت غوښتنه کوله. د هغه په وینا، د ۲۰۲۴م کال د اپرېل پر ۱۱مه دغه ودانۍ خالي شوې او کونسلګرۍ یې بېرته په واک کې واخیستې.

100%

خو په دغو ودانیو کې مېشتو محصلینو د طالبانو د کونسل له ډلې سره همغه وخت شخړه شوې او ادعا یې کړې وه چې طالبان غواړي پر دغو ودانیو قبضه واچوي. له هغې پېښې وروسته هم ودانۍ د محصلینو په واک کې پاتې شوې او تر اوسه پکې اوسېږي.

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ له دې پېښې شاوخوا یوه میاشت وروسته محکمې ته عریضه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې یاد کورونه دې ور وسپارل شي، خو تر اوسه محکمه وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې.

محکمې ته عریضه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د کراچۍ د ختیځې ولسوالۍ د ۱۳م اضافي سیشن قاضي محکمې ته عریضه کړې ده.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل - پښتو ترلاسه کړي، ښيي چې د افغانستان دولت د دغو دوو ودانیو د مالکیت رسمي اسناد محکمې ته سپارلي او ادعا یې کړې چې دغه ملکیتونه د افغانستان د دولت دي او په پاکستان کې یې د افغانستان جنرال کونسلګري استازیتوب کوي.

د اسنادو له مخې، په «پرانا نمایش» سیمه کې د میرزا خلیق بېګ اړوند ۲۸ نمبر کور او د جمشېد سړک په عامیل کالونۍ کې ۸۲ نمبر کور شامل دي».

ویل شوي چې دغه دواړه ودانۍ په «۱۹۴۹م کال کې د افغان ملي بانک له خوا په قانوني ډول پېرل شوې او تر اوسه د افغانستان د دولت ملکیت ګڼل کېږي».

د رسمي اسنادو له مخې، «لومړۍ ودانۍ د ۱۹۴۹م کال د سپټمبر پر ۲۹مه او دویمه د همدې کال د سپټمبر پر ۱۵مه ثبت او پېرل شوې ده. همداراز د ملکیت د لېږد رسمي سند د ۱۹۴۸ کال د مارچ پر ۲۹مه ترتیب شوی و».

100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او نورو ته لیکونه

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د کراچۍ ښاروالۍ او یو شمېر نورو ادارو ته لیکونه استولي او غوښتنه یې کړې وه چې یادې ودانۍ دې خالي او کونسلګرۍ ته وسپارل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته په استول شوي لیک کې راغلي: «په کراچۍ کې د افغانستان جنرال کونسلګري له پاکستانه غواړي چې د افغان ملي بانک اړوند دوه بنګلې ژر تر ژره خالي او د افغانستان کونسلګرۍ ته وسپاري».

په لیک کې ویل شوي، دغه ودانۍ له کلونو راهیسې د ځینو ساتونکو په واک کې دي، خو اوس ورته د طالبانو حکومت اړتیا لري.

ورته لیکونه د کراچۍ ښاروالۍ، د سند ایالت د پولیسو مشر او د ودانیو اړوندو ادارو ته هم استول شوي دي.

100%

د طالبانو د کونسل دریځ

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسل، سید عبدالجبار تخاري، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی محکمې ته عریضه کړې، خو تر اوسه یې یادې ودانۍ بېرته نه دي ترلاسه کړي.

هغه وویل: «په دغو دوو بنګلو کې د عوامي نشنل ګوند اړوند محصلین اوسېږي. موږ یو ځل ودانۍ بېرته ونیولې، خو هغوی بیا راغلل او پر ودانیو یې ولکه وکړه. وروسته مو محکمې ته مراجعه وکړه، خو تر اوسه محکمه د دوی پر ضد پرېکړه نه ده کړې، سره له دې چې اړوندې ادارې او د پاکستان حکومت په موضوع خبر دي او موږ ټول اسناد هم لرو».

تخاري زیاته کړه چې دغه ودانۍ اشغال شوې دي، خو د پاکستان حکومت د بېرته سپارلو په برخه کې له دوی سره همکاري نه کوي.

هغه د قضیې په اړه له نورو څرګندونو ډډه وکړه او ویې ویل: «پاکستان په افغانستان کې بمبارۍ کوي، نو موږ ترې څه تمه ولرو؟».

محصلین: له نږدې شلو کلونو راهیسې دلته اوسېږو

د طالبانو تر واک لاندې کونسلګرۍ په خپله عریضه کې د عوامي نشنل ګوند د محصيلينو د اتحادیې پخوانی مشر اصف خان د دغو کورنو د نیولو مسوول بللی دی.

خو اصف خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دغه ودانۍ له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۰۹م کال پورې د پښتونخوا او بلوچستان د پښتنو محصلینو له خوا په کرایه کارېدلې، خو وروسته هغه کس چې کرایه یې اخیسته، ورک شو.

هغه وویل، په ۲۰۱۶م او بیا په ۲۰۱۹م کال کې ځینو کسانو د کونسلګرۍ په نوم د دغو ودانیو د مالکیت ادعا وکړه، خو کله چې ترې د ملکیت اسناد وغوښتل شول، هېڅ اسناد یې نه لرل.

د هغه په وینا، په ۲۰۲۴م کال کې هم د طالبانو کونسل له خپلو ملګرو سره دغلته ورغلی، خو اسناد یې نه لرل. «موږ ورته وویل که د مالکیت اسناد لرئ، محکمې ته یې وړاندې کړئ او دوی بيا محکمې ته عریضه کړې ده».

اصف خان ادعا وکړه چې کونسلګرۍ جعلي اسناد جوړ کړي او محکمې ته یې سپارلي دي.

100%

د مدافع وکیل دریځ

د اصف خان مدافع وکیل قادر خان افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د کونسلګرۍ له خوا په قضیه کې محکمې ته بشپړ اسناد نه دي وړاندې شوي او دا نه ده روښانه شوې چې له ۱۹۴۸م کال وروسته دغه ودانۍ د چا په واک کې وې او د مالکیت لړۍ یې څنګه روانه وه.

هغه زیاته کړه، د پاکستان د قانون له مخې د کونسلګرۍ په عريضه کې قانوني پېچلتیاوې شتون لري.

د هغه په وینا: «کونسلګرۍ د غیرقانوني اشغال د ختمولو عریضه کړې، خو د پاکستان د نافذ قانون له مخې که پر یوه ملکیت له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی وي، نو دا ډول عریضه نه شي منل کېدای».

افغانستان انټرنشنل - پښتو له کونسلګرۍ څخه دا هم پوښتلي چې له ۲۰۰۷م کال څخه مخکې دغه ودانۍ د چا په واک کې وې، څوک پکې اوسېدل او د څه لپاره کارېدې، خو دغو پوښتنو ته یې ځواب نه دی ورکړی.

سید عباس عراقچي: د کسپین سمندر برید د اسراییل په هڅونه شوی او بې‌ځوابه به پاتې نه شي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ویلي چې د کسپین سمندر په یوه بېړۍ د اوکراین برید د اسراییل په هڅونه ترسره شوی او دا اقدام به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

عراقچي په اېکس خواله رسنۍ کې په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې کایا کالاس، او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف، سره په خپلو خبرو کې یې ټینګار کړی چې «د کییف دغه فرصت‌طلب واکمن اقدام نه شي کولای بې‌ځوابه پاتې شي».

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي دغه اقدام د اسراییل په هڅونه ترسره کړی، څو اروپا هم جګړې ته راکاږي.

عراقچي د خپلې ادعا د ملاتړ لپاره کوم شواهد نه دي وړاندې کړي او نه هم اوکراین، اسراییل او اروپايي ټولنې تر اوسه د هغه د څرګندونو په اړه کوم رسمي غبرګون ښودلی.

ایران: که امریکا بریدونه ودروي، موږ به هم بریدونه ونه کړو

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۰۸ GMT+۱
100%

رویټرز د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې تر څو امریکا برید ونه کړي، نو ایران به به هم بریدونه نه کوي. نوموړي خبرداری ورکړی، که واشنګټن بیا بریدونه پیل کړي، تهران به سخت پوځي غبرګون وښيي.

دغه ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویترز ته ویلي: «د ایران تګلاره لا هم د "برید د برید په بدل کې" پر ځای ده. که بریدونه ودرېږي، ایران به هم خپل عملیات ودروي.» هغه زیاته کړې چې دا پیغام مخکې له مخکې امریکا ته رسول شوی دی.

د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ د شاوخوا دوو اوونیو هوايي بریدونو له کمپاین وروسته دغه بریدونه ودرول او د شنبې او یکشنبې په ورځو کې د امریکا له لوري پر ایران کوم نوی برید نه دی ثبت شوی.

ایران، چې تر دې وړاندې یې د امریکا د هرې شپنۍ حملې په ځواب کې په هغو ګاونډیو هېوادونو بریدونه کول چې امریکايي اډې پکې دي، په تېرو دوو ورځو کې یې هم بریدونه نه دي کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، ټرمپ د ډیپلوماسۍ لپاره د لا ډېر وخت د برابرولو په موخه د بریدونو د ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د ټرمپ ادارې یوه لوړپوړي چارواکي هم ویلي، ټرمپ تل ټینګار کوي چې لومړیتوب یې ډیپلوماسي ده، خو ایران ته یې ښودلې چې که جدي خبرو ته حاضر نه شي، له پایلو سره به مخ شي.

ایراني چارواکي ویلي، تهران باور نه لري چې د امریکا د بریدونو ځنډ د واشنګټن په دریځ کې اساسي بدلون وي او په ایران کې دا اقدام تر ډېره تاکتیکي ګڼل کېږي.

بلخوا، نیویارک ټایمز او سياېناېن راپور ورکړی چې ټرمپ وروسته له هغې د جګړې د پراخولو له پلانونو تېر شو چې ځینو سلاکارانو د امریکا د توغندیز دفاعي زېرمو د کمېدو په اړه اندېښنې څرګندې کړې.

اکسیوس هم راپور ورکړی چې ټرمپ د دوو اوونیو لپاره هره ورځ د ایران د بریدونو پلانونه ترلاسه کول، خو د جمعې په ورځ یې وروستی پلان رد او د بریدونو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

د رویټرز د راپور له مخې، په همدې موده کې د یمن حوثي ځواکونو هم د سره سمندرګي له لارې د سعودي د تېلو پر هدفونو بریدونه کړي چې ورسره د برېنټ خامو تېلو بیه د مې میاشتې راهیسې د لومړي ځل لپاره له ۱۰۰ ډالرو لوړه شوې ده.

د اسراییل پوځ وايي په غزه کې یې د حماس درې قوماندانان وژلي دي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۷ GMT+۱
100%

د اسراییل پوځ په یوخ خبرپاڼه کې ویلي چې په روانه اوونۍ کې یې د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو پر مهال د حماس دوه قوماندانان او د دغه ډلې د پوځي استخباراتو مشر وژلي دي.

د اسراییل پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شویو کسانو کې د حماس د د نخبه ځواکونو قوماندان مهند اسعد محمود ابو غزال، د حماس د هوايي څارنې ډلې قوماندان راید هاني محمد العمصي او په غزه کې د حماس د پوځي استخباراتو مشر نبهان محمد نبهان العمصي شامل دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نبهان محمد نبهان العمصي په غزه کې د حماس د پوځي استخباراتو د څانګې مسول و او د معلوماتو په راټولولو، د عملیاتو په رهبرۍ او د اسراییلي ځواکونو پر ضد د بریدونو په پلان جوړونه کې یې رول درلود.

اسراییل همداراز ویلي چې راید هاني محمد العمصي د حماس د هوايي څارنې د واحد قوماندان د دغه ډلې د استخباراتي عملیاتو او د بریدونو د ملاتړ په چارو کې فعال و.

دغه بریدونه په داسې حال کې شوي چې د اسراییل او حماس جګړه ۳۴مې میاشتې ته داخله شوې او د غزې تړانګې په بېلابېلو برخو کې د اسراییل پوځي عملیات لا هم دوام لري.