• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هیلو کړکۍ غورځنګ: نړۍ دې د افغان ښځو د حقونو لپاره بېړنی اقدام وکړي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۵ GMT+۱تازه شوی: ۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۰۰ GMT+۱

د «هیلو کړکۍ» په نوم د ښځو د حقونو غورځنګ د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» تر شعار لاندې یو نړیوال کمپاین پیل کړی او د جنسیتي اپارتاید او په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو د پای ته رسولو لپاره یې د بېړنیو نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

دغه کمپاین، چې تېره ورځ پیل شوی، موخه یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د نړیوالې همغږۍ، ملاتړ او عملي اقدام جلبول بلل شوې ده.

دغه غورځنګ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د مرستې لپاره دغه نړیواله غوښتنه د افغانستان د میلیونونو ښځو غږ دی، هغه ښځې چې د دوی په وینا، نن د خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه د زده‌کړو، کار، ازادۍ، امنیت او په ټولنیزو چارو کې د ګډون له حقه بې‌برخې دي.

دغه غورځنګ ویلي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، د لسګونو محدودوونکو فرمانونو په صادرولو سره ښځې په سیستماتیک ډول له تعلیمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو ایستل شوې دي.

د کمپاین په ترڅ کې د «د ښځو وژنه ودروئ»، «عدالت، نه غچ» او «د ښځو حقونه، بشري حقونه دي»شعارونه هم پورته شوي او د افغانستان د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اعتراض څرګند شوی دی.

دغه غورځنګ له ملګرو ملتونو، حکومتونو، پارلمانونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو رسنیو غوښتي چې د «د افغانستان له ښځو سره مرسته وکړئ» کمپاین سره یوځای شي، د افغان ښځو غږ نړۍ ته ورسوي او د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو، د طالبانو د حساب ورکولو او د افغانستان د ښځو او نجونو د عملي ملاتړ لپاره اغېزمن او بېړني اقدامات وکړي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۵

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان حقونو څار بنسټ: د نجونو د زده‌کړو د بندیز هره تېرېدونکې ورځ نه جبرانېدونکې ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۱۸ GMT+۱
100%

د افغانستان د حقونو څار بنسټ د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په غبرګون کې ویلي، هره هغه ورځ چې افغان نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې کېږي، هېڅکله بېرته نه راګرځېدونکې او نه جبرانېدونکې ده.

دغه بنسټ د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، د افغانستان نجونې لا هم د یوه ټولګي، یوه کتاب او خپل راتلونکي په تمه دي.

د افغانستان د حقونو څار ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د شپږم ټولګي له پورته د نجونو د زده‌کړو له دوامداره محرومیت سره چوپه پاتې نه شي.

دغه بنسټ له اړوندو لوریو غوښتي چې نجونو ته بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي او د زده‌کړو حق یې خوندي شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې له بیا واکمنېدو وروسته، لومړی د نجونو له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې وځنډولې او وروسته یې د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پر پوهنتوني زده‌کړو هم بندیز ولګاوه. سربېره پر دې، د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار ګڼ نور محدودیتونه هم لګول شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره کوم مشخص مهالوېش نه دی اعلان کړی. په همدې موده کې ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، اسلامي هېوادونو او ګڼو نړیوالو بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د نجونو او ښځو له زده‌کړو محرومول د افغانستان پر راتلونکي، اقتصادي ودې او بشري وضعیت ژورې منفي اغېزې لري.

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال زیات شوی

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۵۶ GMT+۱
100%

د امریکا او ایران له لوري د متقابلو بریدونو تر درولو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل احتمال زیات شوی دی. په همدې حال کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران ته د خبرو د فرصت ورکولو په موخه د امریکا بریدونه درولي دي.

هغه زیاته کړه چې د ایران او امریکا ترمنځ سلا مشورې په بېلابېلو کچو، له تخنیکي خبرو نیولې تر لوړو سیاسي کچو پورې، دوام لري.

والټز له فاکس نیوز او اېن‌بي‌سي شبکو سره په مرکه کې ویلي، په ځانګړي ډول په وروستیو ورځو کې ډیپلوماټیکې هڅې زیاتې شوې دي، خو ټینګار یې کړی چې د امریکا پوځ «اقدام ته بشپړ چمتو» دی او ولسمشر ټرمپ لا هم ټول انتخابونه پر مېز ساتلي دي.

په ورته وخت کې د ایران پوځ هم د غچ اخیستونکو بریدونو د درولو خبر ورکړی، هغه اقدام چې د کړکېچ د کمېدو او د ډیپلوماټیکو هڅو د پیاوړتیا نښه بلل کېږي.

د امریکا سفیر همداراز ویلي، د ایران دننه سیاسي اختلافونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

پاکستان حکومت ته د فضل‌الرحمان خبرداری؛ د ولسواکۍ د بقا جګړه به په میدانونو کې هم وکړو

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۶ GMT+۱
100%

د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې په راتلونکو ورځو کې به د بې قانونۍ او له اساسي قانونه د پورته قانون جوړونې پر ضد د دغه هېواد په ټولو ایالتونو کې د سلا مشورو بهیر پیل کړي. دغه ګوند خبرداری ورکړی، چې د ولسواکۍ جګړه به په میدانونو کې هم وکړي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د یکشنبې په شپه (د زمري ۴مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې په را روانې اګست میاشت کې به د ګرانیو، ناامنیو، بې قانونیو او له اساسي قانون څخه د پورته قانون جوړونې پر ضد د راتلونکي عملي پلان په اړه به په ټولو ایالتونو کې د سلا مشورو بهیر پيل کړي.

د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، په دغو جوړېدونکو غونډو کې به چې په کوټه، پېښور، سکر او ملتان کې جوړېږي، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضل‌الرحمان به هم په‌کې ګډون او ویناوې وکړي.

اسلم غوري په ډاګه کړې، چې په دې غونډو کې به «د جمیعت د مشر مولانا فضل‌الرحمان پر ضد وروستي دروغجن تبلیغات به افشا شي» او په وینا یې، دغه ګوند به د اساسي قانون او ولسواکۍ د بقا جګړه به «نه یوازې په پارلمان بلکې په میدانونو کې هم وکړي».

هغه څرګنده کړې: «د ټاکنو له غلا کوونکو سره به سخته حساب و کتاب او د هغوی تعقیب وکړو».

شاوخوا دوه اونۍ مخکې فضل‌الرحمان يوې غونډې ته په وینا کې پوځ ته په اشارې سره ويلي وو، د پوځ سرتېرو د «شهيدېدلو» لپاره يونيفورم اغوستی، په دې معاش اخلي «په موږ دې د وینې احسان نه‌کوي موږ ورته په خپله ماليه معاش برابروو».

د هغه دغو څرګندونو ته د حکومت لخوا سخت غبرګون ښودل شوی وو او له هغه څخه غوښتنه شوې وه، چې د قربانيانو سپکاوی یې کړی په خپله خبره دې بښنه وغواړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۲۵ GMT+۱
100%

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي، ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله لا هم دوام لري او منځګړي د ډیپلوماټیک بهیر د پرمخ بېولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بقايي ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو د اسانتیا لپاره منځګړي لا هم فعال دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«منځګړي لا هم د ډیپلوماټیک بهیر د پرمختګ لپاره په فعالیت بوخت دي».

بقايي د پیغامونو د محتوا، د تبادلې د څرنګوالي او یا هم د احتمالي خبرو اترو د راتلونکو پړاوونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د ایران او امریکا ترمنځ مستقیمې ډیپلوماټیکې اړیکې نه شته، خو دواړو هېوادونو په وروستیو کلونو کې د منځګړو هېوادونو او لوریو له لارې خپل پیغامونه تبادله کړي دي.

شاه محمود میاخېل: وسله‌والې ډلې د پاکستان د پوځ د بهرنۍ تګلارې ستراتیژیکه وسیله ده

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۱۴ GMT+۱
100%

د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان د اټوم په تړاو د یوه مستند په اړه ویلي، پاکستان پوځ وسله‌والې ډلې د خپلو سیمه‌ییزو موخو او بهرنۍ تګلارې لپاره د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کاروي.

شاه محمود میاخېل د «پاکستان- یوه اټومي ځواک په څلور لارې کې» په انګلیسي ژبه د دویچه‌وېله د یوه مستند په تړاو ویلي، د پاکستان پوځ د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي ادارو ولکه لري او زیاتوي: «[د پاکستان پوځ] له خپل قانوني او اساسي نقش څخه زیات نفوذ او بې سارې اغېزه لري».

میاخېل په همدې تړاو د یکشنبې په ورځ (د زمري ۴مه) په خپله اېکس‌پاڼه زیاته کړې: «[د پاکستان] پوځ وسله‌والې ډلې د خپلو سیمه‌ییزو موخو او بهرنیو تګلارو لپاره د ستراتیژیکو وسیلو په توګه کاروي».

د هغه په باور، د پاکستان اټومي ټکنالوژي او اټومي رازونه ایران، شمالي کوریا او نورو هېوادونو ته لېږدول شوي او باوري دی، چې د پاکستان پوځ اوس د هغې بې نظمۍ او سیسټم له مخ په زیاتېدونکي عکس العمل سره مخ دی چې په خپله یې رامنځته کړی او زیاتوي: «د پاکستان په پنځو لویو سیمو کې ډېری خلک د پوځ له تګلارو او پر ملکي چارو د هغوی له ولکې څخه په زیاتېدونکي ډول ناخوښه دي».

شاه محمود میاخېل همداراز په ډاګه کړې، چې د پاکستان سیاسي ګوندونو هم په سیاست کې د پوځ له غالب رول څخه خپله ناخوښي څرګنده کړې او په باور یې، د پوځ د لاسوهنو له امله ډیموکراټيک بهیر اوس ډېر کمزوری شوی او پاکستان د یوه بشپړ فعال ډيموکراټيک نظام پر ځای په عملي توګه د پوځ تر کنټرول لاندې دی.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه پخواني سرپرست په باور، د پاکستان پوځ د خپلو پالیسیو له امله نه یوازې د خپل هېواد د خلکو له ځینو برخو سره په شخړه کې ښکېل دی، بلکې له نږدې ټولو ګاونډیو هېوادونو سره یې هم په وار وار شخړې کړې دي.

شاه محمود میاخېل همداراز خبرداری ورکړی، که د پاکستان پوځ په خپلو تګلارو کې په بنسټیز ډول بدلون رانه‌ولي، نو دغه هېواد به ښايي د خپل پوځي مشرتابه د پرېکړو درنه بیه پرې کړي؛ لکه څنګه چې یې په ۱۹۷۱ کال کې د بنګله‌دېش په جلا کېدو سره پرې کړه.

میاخېل په ټینګار سره ویلي: «دا باور چې د ګاونډیو هېوادونو ناامنه کول د پاکستان اوږدمهاله ګټې تامینوي، یوه خورا ناسم او پاتې راغلې ستراتیژي ده».

د جرمني دویچه‌وېله په انګلیسي ژبه د «پاکستان یو اټومي ځواک په څلور لارې کې» تر سرلیک لاندې یو نږدې ۵۲ دقیقه‌يي مستند خپور کړی او په دې مستند کې په ژوره توګه هغه ګڼ بحرانونه څېړل شوي، چې پاکستان ورسره مخ دی؛ لکه افراطیت، نه زغم او د تاوتریخوالي زیاتوالی، مالي ستونزې او کمزورې اقتصادي کړنې، سیاسي قطبي کېدل، د هېواد تر ټولو مشهور سیاسي مشر (عمران خان) زنداني کېدل او د هغه تر ټولو مشهور ګوند (پاکستان تحریک انصاف) څنډې ته کېدل، د کمزورې او فاسدې سیاسي اشرافیې ډلې حضور او همدارنګه پر سیاست د پوځ پراخ نفوذ شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې په دې مستند کې د پاکستان د ستونزو لپاره حل‌لاره نه ده وړاندې شوې، خو خبرداری ورکړل شوی، چې د دغه وضعیت دوام د دغه هېواد د اټومي وسلو د زېرمو خوندیتوب او امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي.