• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تیراه د بې‌ځایه شویو کورنیو د بېرته ستنېدو لړۍ به د اکټوبر په ۱۰مه پیل شي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د تیرا ولسوالۍ د لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو ۲۴ کسیزې مشورتي کمېټې ترمنځ په ترسره شوې جرګه کې پرېکړه شوې، چې له تیراه درې څخه د بې‌ځایه شویو کورنیو بېرته ستنول به د اکتوبر په ۱۰مه نېټه په څو پړاوونو کې پیل شي.

خو د تیراه مشرانو په دې اړه د حکومت له‌خوا د رسمي اعلامیې د نه خپرېدو له امله اندېښنه ښودلې او د ژر تر ژره رسمي اعلان غوښتنه یې کړې ده. د سرچینو له مخې؛ په جرګه کې د ۲۴ کسیزې کمېټې مشران، پوځي چارواکي او اړوندو ادارو استازو ګډون کړی و.
په غونډه کې پرېکړه شوې، چې په تیراه کې د امنیتي وضعیت د بشپړ ټینګښت وروسته به د بېرته ستنېدو بهیر پیل شي او د اغېزمنو د غوښتنو د عملي کولو ډاډ ورکړل شوی دی.

ځایي چارواکو ویلي، چې په تیراه کې روانې پرمختیايي پروژې به دوام وکړي او د بې‌ځایه شویو خلکو ستونزې به حل شي. په غونډه کې د ځینو اغېزمن شویو کسانو ستونزې هم تر بحث لاندې راغلې او د حل لپاره یې د سملاسي اقدام ژمنه شوې ده.

بل لور ته د باړې حاجي مارکېټ په نادرا مرکز کې د تیراه د اغېزمنو خلکو د نوم لیکنې بهیر روان دی. د ځایي ادارې د معلوماتو له مخې؛ تر ۲۰زره زیاتو اغېزمنو کسانو ته مالي مرسته ورکړل شوې او د نورو اړمنو کسانو د مرستې لړۍ هم روانه ده.

د تیراه د اغېزمنو خلکو د تحریک ویاند صحبت خان اپریدي ویلي، چې اغېزمن شوي له تېرو ۱۷۰ ورځو راهیسې په پرله‌پسې توګه د باړې پرېس کلب مخې ته احتجاجي ناسته کوي. هغه وویل، چې د ستنېدو لپاره د اکتوبر ۱۰مه نېټه یاده شوې؛ خو تر اوسه حکومت رسمي اعلان نه‌دی کړی چې له امله یې اغېزمنې کورنۍ له بې‌باورۍ سره مخ شوې دي.

هغه زیاته کړه، چې د ژمي په پیل سره په تیراه کې واورې ورېږي؛ نو ځکه باید د بېرته ستنېدو لړۍ ژر بشپړه شي.

ترویج لرونکی

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان
۱

ازادۍ جبهه طالبانو ته: پوهېږو چې ځانمرګي بریدونه کوئ، دا ګز او دا میدان

۲

د ډونالډ ټرمپ اداره د پناه غوښتنې په بهیر کې نوی بدلون راولي

۳
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي د دې ډلې پر وړاندې د جګړې انګېزه نه‌شته

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو له امله په رامنځته شویو پېښو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۱:۱۶ GMT+۱
100%

په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د شمېرو له مخې، د ۲۶م جون څخه تر ۲۶مې جولای پورې په ټول هېواد کې د موسمي بارانونو له امله رامنځته شوو پېښو او سېلابونو کې ۱۰۷ کسان مړه شوي او ۳۴۴ نور ټپيان شوې دي.

د یادې ادارې په وېب پاڼه د خپرو کړل شوو معلوماتو له مخې، د پېښو له امله په ۱۰۷ مړه شویو کسانو کې، يوازې په خېبرپښتونخوا کې ۵۵ کسان مړه شوې دي. او د مړينو نورې زياتې پېښې په پنجاب ايالت کې رامنځته شوې او په دغه ایالت کې ۳۶ کسان مړه شوې دي.

په مړه شويو کې زياته شمېره، ۴۷ ماشومان، ۳۷ سړي او ۲۳ ښځې شاملې دي.

د اېن ډي اېم اې د شمېرو له مخې، د مړينو زياتې پېښې د کورونو د راپرېوتو له امله رامنځته شوي چې ۵۷ سلنه جوړېږي او ۱۸ سلنه د مړينو پېښې د سېلابونو له امله رامنځته شوې دي.

ویل شوي په يادو پېښو کې ۲۴۷ کسان په پنجاب ایالت او ۷۸ په پښتونخوا ایالت کې ټپيان شوې دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ په خپله تازه وړاندوینه کې ویلي، چې د جولای له ۲۹مې نېټې څخه د دغه هېواد په ځینو سیمو کې د موسمي بارانونو نوې لړۍ پیلېږي. د دغې وړاندوینې له مخې، په دې موده کې به په خيبرپښتونخوا، اسلام‌اباد، او د پنجاب په ځينو برخو کې سخت اورښتونه وشي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې په دې موده کې لازم احتیاطي تدابیر ونیسي.

بارانونو د تیراه بې‌ځایه شویو د نوم‌لیکنې مرکز ډوب کړی؛ زرګونه کورنۍ مرستو ته په تمه دي

۴ زمری ۱۴۰۵ - ۲۶ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۵۱ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا د باړې بازار ترڅنګ د تېرو درې ورځې پرله‌پسې بارانونو د تیراه درې له بې‌ځایه شویو خلکو سره د مرستو او نوم‌لیکنې مرکز ډوب کړی، چې له امله یې د سلګونو کورنیو د نوم‌لیکنې بهیر له جدي ستونزو سره مخ شوی دی.

د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۴مه د ملک‌دین‌خېلو قبیلې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د نوم‌لیکنې لپاره دغه مرکز ته ورغلي، خو د باران او ولاړو اوبو له امله د مرکز ډېره برخه د کار وړ نه وه.

د نوم‌لیکنې کارکوونکي اړ شوي چې د نارینه‌وو او ښځو لپاره له جلا خیمو څخه کار واخلي، خو بې‌ځایه شوي کسان د نوم‌لیکنې ځای ته د رسېدو لپاره هم اړ دي د اوبو له ډنډونو تېر شي.

بې‌ځایه شوي وايي، تر ټولو ډېرې ستونزې معلولو کسانو ته پېښې شوې دي. یو معلول بې‌ځایه شوي معروف خان، ویلي چې د سهار له اتو بجو تر ماسپښین درې نیمو بجو پورې د نوم‌لیکنې لپاره په تمه پاتې شوی او د لرګي په مرسته یې له اوبو ډک مرکز ته ځان رسولی دی.

هغه زیاته کړه چې په مرکز کې د څښاک پاکې اوبه، سیوری او د ګرمۍ د مخنیوي لپاره مناسب امکانات هم نه شته.

بې‌ځایه شوي ادعا کوي چې که څه هم د ژغورنې ادارې سیمې ته ورغلي، خو د اوبو د ایستلو یا د ستونزو د حل لپاره یې عملي اقدام ونه کړ او د ولسوالۍ د ادارې کوم چارواکی هم د وضعیت د ارزونې لپاره ورنه‌غی.

د ولسوالۍ یو چارواکي ویلي، د بې‌ځایه شویو ستونزې تر نظر لاندې دي او د نوم‌لیکنې لپاره د نوي او مناسب مرکز د جوړولو چمتووالی روان دی.

د تیره درې اوسېدونکي د ۲۰۲۶ کال په جنورۍ کې د احتمالي پوځي عملیاتو له وېرې دویم ځل بې‌ځایه شول. په لومړي پړاو کې د څه باندې ۳۵ زره کورنیو نومونه ثبت شول، خو ګڼې کورنۍ له نوم‌لیکنې او مالي مرستو بې‌برخې پاتې شوې.

وروسته د قومي مشرانو، ولسوالۍ ادارې او امنیتي چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د پاتې کورنیو نوم‌لیکنه به د قومي مشرانو له تایید وروسته ترسره کېږي.

تر اوسه د ۱۶ زره کورنیو اسناد سپارل شوي او د لومړي پړاو لپاره د ۱۶۰۰ کورنیو نوملړ خپور شوی دی.
د راپور له مخې، د بې‌ځایه شویو لپاره رسمي کمپ نه دی جوړ شوی او ډېری کورنۍ په کرايي کورونو، د خپلوانو په کورونو، غارونو او یا موقتي خیمو کې ژوند کوي.

چارواکو د بې‌ځایه شویو د ستنېدو نوې نېټه د اکتوبر ۱۰مه ټاکلې، حال دا چې مخکې د اپرېل ۱۰مه اعلان شوې وه. د بې‌ځایه شویو استازي وايي، د ستنېدو نور ځنډ به د ژمي له رارسېدو سره د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي او د کورونو د بیارغونې فرصت به له منځه یوسي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر: له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۳۲ GMT+۱
100%

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو او عامه اړيکو وزير شفيع جان ويلي، له افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه‌دی، بلکې د ستونزو د حل لپاره يوه مېکانیزم ته اړتیا ده، ځکه چې د سوداګریزو اړیکو د درېدو له امله خلک له ستونزو سره مخ شوي دي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفيع جان د شنبې په ورځ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل، د خيبر پښتونخوا د ډېریو خلکو ژوند له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی دی او په وینا یې، په اوسنیو شرایطو کې د دواړو خواوو سوداګر له سخت فشار سره مخ او بې‌برخلیکه دي.

هغه وويل، پاکستان له هند سره د سوداګرۍ خبره کوي، خو له افغانستان سره يې لارې تړلي دي. نوموړي زياته کړه، چې پاکستان په نړۍ کې د منځګړيتوب رول لوبوي دا ښه کار دی، خو په وينا يې، پاکستان له خپل «اسلامي ورور هېواد افغانستان» سره خبرو ته چمتو نه‌دی.

شفيع جان د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته وويل، «که د کوم هېواد خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي، نو د هغې مخنيوی ضروري دی او که مخنيوی نه‌کېږي، نو د حل لپاره يې مناسب اقدام هم اړين دی».

هغه وويل: «د پاکستان د هرې يوې اېنچ خاورې ساتنه زموږ ملي دنده ده، که له هغې خوا کوم يرغل کېږي، نو سمدستي ځواب ورکول ضروري دي».

نوموړي ټينګار وکړ، چې ستونزې د خبرو اترو له لارې هم حل کېدای شي او زیاته یې کړه: «تر دې وړاندې د خبرو له لارې ځينې موخې ترلاسه شوي دي. له افغانستان سره مو خبرې کړې دي او جرګې مو هم ورلېږلې دي. د خبرو لاره له موږ سره شته، خو که داسې کسان ولېږل شي چې د خبرو پر ځای نورې ستونزې جوړې کړي، نو دا هم د حل لاره نه‌ده».

د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورند کرښه تر نښتو وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۲۱مې راهیسې تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلې ده. اوس‌مهال یوازې افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته د ستنېدو اجازه لري او له هغې پرته پر یادو لارو هر ډول تګ‌راتګ درېدلی دی.

د پاکستان- افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو تړل پاتې کېدو له امله پاکستان ته نږدې ۹۸۰ مېلیونه او افغانستان ته نږدې ۴۹۵ مېلیونه امریکایي‌ ډالر زیان رسېدلی دی.

ټي‌ټي‌پي سویلي وزیرستان کې پر دوو پوستو په برید سره د ۴۰ پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا کړې

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۲۵ GMT+۱
100%

تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ادعا کړې، چې د خيبرپښتونخوا په سويلي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر دوه کمپونو په برید سره یې څه باندې ۴۰ پاکستاني نظامیان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان پوځ بیا پر یادو کمپونو د وسله‌والو دبریدونو له شنډولو خبر ورکړی دی.

ټي‌ټي‌پي په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې، چې څلورو وسله‌والو یې نن سهار (شنبه د زمري ۳مه) د سويلي وزيرستان د واڼا په ګنګي خېلو سیمه کې د پوځ پر دوه کمپونو بريد کړی او په دې څو ساعته نښته کې څه باندې ۴۰ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان زیاته کړې، چې په دغه برید کې یاد څلور بریدګر وسله‌وال یې هم وژل شوي دي.

خو د پاکستان پوځ د شنبې ورځې په ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر یادو نظامي کمپونو د وسله‌والو برید له شنډولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې د یوه ځانمرګي بریدګر په ګډون ۴ بریدګر یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې په دې برید کې دوی ته هېڅ ډول تلفات نه‌دي اوښتي او څرګنده کړې یې ده، چې لا هم په سیمه کې چاڼيز عملیات روان دي.

په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوسته موټربم برید شوی

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۲۵ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱
100%

د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې امنیتي پوستې موټربم برید شوی، چې له چاودنې وروسته د ډزو د تبادلې غږونه هم اورېدل شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، برید د واڼه او اعظم ورسک ترمنځ پر ګنګي‌خېل امنیتي پوسته شوی دی.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي، خو تر اوسه د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستاني چارواکو او رسمي امنیتي سرچینو تر اوسه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.