• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مقاومت جبهې ادعا کړې چې د بدخشان په کران‌ومنجان کې یې یو طالب وژلی او دوه نور ټپیان دي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۸:۱۹ GMT+۱

د طالبانو مخالفه وسله‌واله ډله مقاومت جبهه وایي، چې د بدخشان په کران‌ومنجان ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې د یادې ډلې یو غړی وژلی او دوه نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي، دغه برید (د زمري ۴مه) د یادې ولسوالۍ په شهران سیمه کې شوی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ په دغه برید کې د مقاومت جبهې ځواکونو او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه‌دی اوښتی. د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو لاتراوسه د دغه برید او په هغې کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.
د ملي مقاومت جبهې په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو پر وړاندې خپلو هدفي بریدونو ته دوام ورکوي. دغه جبهه وایي، چې د دوی د مبارزې موخه د طالبانو له واکمنۍ څخه د افغانستان د خلکو او خاورې ژغورل دي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د بدخشان پر لاره د طالبانو پر پوځي کاروان «برید» شوی

۳

د بښنې سازمان او د جرمني پروتستان کلیسا د افغان کډوالو په اړه د محکمې له پرېکړې هرکلی وکړ

۴

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۵

په بدخشان کې د غورځول شويو ډرونونو جوړښت د طالبانو ډرون ټکنالوژۍ ته ورته دی

•
•
•

نور کیسې

طالبان: تېرکال کې د افغانستان او ازبکستان د سوداګرۍ کچه نږدې ۲ مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې وه

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۱
100%

د طالبانو دولتي شرکت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرکال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه نږدې دوه مېلیارډ ډالرو ته رسېدلې وه. خبرپاڼه زیاتوي، چې د یادې ادارې مشر احمدجان بلال د ازبکستان د لومړي‌ وزیر له مرستیال سره د همکارۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.

د طالبانو دولتي شرکت د دوشنبې په ورځ (د زمري ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه یف په حواله زیاته کړې، چې دغه هېواد له افغان بزګرانو څخه سل ټنه پنبه پېري.
په خبرپاڼه کې راغلي: «ازبکستان د کیمیاوي سرو، اصلاح شویو تخمونو او دارنګه د افغانستان په بنسټیزو او پراختیايي پروژو کې د ازبکستاني پانګه‌والو د ګډون په برخه کې به همکاري وکړي».

د ازبکستان د لومړي‌ وزیر مرستیال دا هم ویلي، چې د افغان–ټرانس پروژې د امکان‌ ارزونې مطالعات بشپړ شوي او د ازبکستان یو تخنیکي پلاوی به د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو د همغږۍ لپاره په کابل کې پاتې شي.

تېره ورځ د ازبکستان د لومړي‌ وزیر مرستیال په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او د بېلابېلو طالب چارواکو سره یې په بېلابیلو برخو کې لیدنې ترسره کړي او د همکارۍ پر پراختیا یې خبرې کړې دي.

ازبکستان د تورغونډۍ بندر او رېل پټلۍ پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
100%

د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر محمد عیسی ثاني د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه‌یف سره په ارګ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو او د اوسپنې پټلۍ د بنسټیزو پروژو په اړه خبرې کړې.

د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس لیکلي، چې په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د «افغان ټرانس» د اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل پر نېټې او د دغه پروژې پر چټک پرمختګ ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده لیدنه کې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پر موضوع هم خبرې شوې او ازبک پلاوي د دغه بندر د پراختیا لپاره د پانګونې چمتووالی څرګند کړی.

حق شناس د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژه، د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد زیاتوالی، د ترانزیټي همکاریو پراختیا او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرول هم د دغه خبرو یوه برخه یاده کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه لیدنه کې دواړه خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادي، ترانزیټي او دوه‌اړخیزو همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی او دا یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو لپاره مهم بللی.

د تورخم تړلې لاره؛ په لنډي کوتل کې زرګونه کارګر بې‌روزګاره شوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۲۷ GMT+۱
•
جواد شينواری
100%

د تورخم لارې د تړل پاتې کېدو پرضد د لنډي کوتل په سیمه کې د کارګرو، سوداګرو او قومي مشرانو غونډه جوړه شوه. د غونډې ګډونوالو په تورخم لاره د سوداګرۍ د ځنډ، اقتصادي ستونزو او د زرګونه کسانو د روزګار د له‌منځه تلو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ګډونوالو وویل، د ۲۰۲۵کال د اکتوبر له ۱۲مې نېټې راهیسې د ورخم لاره د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ په بشپړه توګه تړل شوې ده چې له امله یې د دواړه خواوو سوداګرو ته هره ورځ په سلګونه مېلیونه روپۍ زیان اوړي.

دوی وایي، چې د لارې بندښت یوازې لنډي کوتل او خیبر ولسوالي نه‌ده اغېزمنه کړې؛ بلکې د دواړه هېوادونو په بېلابېلو سیمو کې صنعتونه، ټرانسپورټ، سوداګریز مرکزونه او د روزګار اړوند خلک هم له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د غونډې کوربه اسرار شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې تورخم د سیمې د اقتصاد د ملا تیر دی چې زرګونه کورنۍ یې د سوداګرۍ، مزدورۍ او ترانسپورټ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي. د هغه په وینا؛ د لارې تر تړل کېدو وروسته سوداګر، ټرانسپورټران او ورځني مزدوران له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دي.

اسرار شینواري وویل، چې په تورخم کې ډېرو کارګرو هره ورځ له ۵۰۰ تر ۱۰۰۰ روپیو پورې عاید ترلاسه کاوه؛ خو اوس د کار د نشتوالي له امله د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو توان نه‌لري. د دغه وضعیت له امله په سیمه کې بې‌وزلي زیاته شوې او ګڼې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي د پاکستان حکومت پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل، که د لارې تړل کېدل د امنیت د ښه والي لپاره وو؛ نو باید تراوسه وضعیت ښه شوی وای خو اوسني حالات د دې برعکس دي.

هغه وویل، چې د لارې له تړل کېدو سره، سره امنیتي پېښې نه‌دي کمې شوې؛ خو عامو خلکو ته اقتصادي زیانونه ورځ تر بلې زیاتېږي. هغه وایي، پاکستان او افغانستان تاریخي، کلتوري او قومي اړیکې لري او د ډیورنډ کرښې دواړه خواوو ته ولسونه له پېړیو راهیسې له یو بل سره تړلي دي.

د تورخم د ګمرک د تصفیې کارکوونکو مشر مجیب شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د تېرو لسو میاشتو په ترڅ کې پاکستان ته د وارداتو او صادراتو په برخه کې تر ۳۰۰ اربه روپیو زیات زیان اوښتی دی. د هغه په وینا؛ د تورخم بندښت نه یوازې پاکستاني سوداګر زیانمن کړي؛ بلکې افغان سوداګر یې هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

مجیب شینواري د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره سوداګریز فعالیتونه بېرته پیل کړي؛ ځکه د لارې بندښت د ستونزو د حل دایمي لاره نه‌ده. هغه ټینګار وکړ، چې سوداګري باید له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا شي او د عامو خلکو د روزګار ساتنه باید لومړیتوب وي.

د تورخم د کارګرو ډلې مشر حضرت اسلام افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د لارې تړل پاتې کېدو تر ټولو ډېر زیان بې‌وزله طبقې ته رسولی دی. د هغه په وینا؛ زرګونه کارګر د کار پیدا کولو لپاره نورو سیمو ته تللي؛ خو هلته هم د روزګار فرصتونه محدود دي.

حضرت اسلام وویل، چې دی خپله د کار لپاره د پنجاب بېلابېلو سیمو ته تللی و؛ خو هلته هم خلکو ورته ویلي چې د تورخم د بندېدو له امله کاري فرصتونه کم شوي دي. نوموړي زیاته کړه، د اقتصادي ستونزو له امله ځینې کورنۍ اړې شوې چې خپل ماشومان له ښوونځیو وباسي.

نوموړي خبرداری ورکړ، د بې‌روزګارۍ له امله ځینې ځوانان پر ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته د تګ هڅه کوي چې له امله یې ګڼو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې ژر تر ژره د سوداګرۍ لپاره لارې پرانیزي؛ څو د کارګرو او بې‌وزله کورنیو روزګار بېرته ورغول شي.

د لنډي کوتل پخواني چارواکي شاه خالد شینواري افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د تورخم بندښت د سیمې هره طبقه اغېزمنه کړې ده. سوداګري، مزدوري، ټرانسپورټ، کوچني کاروبارونه او صنعتونه له یو بل سره تړلي دي او د یوه سکتور زیان د ټول اقتصادي نظام اغېزمنېدو لامل کېږي.

شاه خالد شینواري وویل، که حکومت باور لري چې د لارې تړل کېدل به امنیت ښه کړي؛ نو باید د اوسني وضعیت ارزونه هم وکړي. ځکه د لارې له بندېدو سره، سره امنیتي ستونزې لاهم پرځای دي. نوموړي خبرداری ورکړی، که ژر اقدام ونه شي نو اغېزمن شوي خلک به د ولسي احتجاجونو نورې لارې هم وکاروي.

د غونډې په پای کې اعلان وشو، چې په لنډي کوتل کې به راتلونکې یکشنبه د تورخم لارې د پرانیستلو په اړه لوی احتجاجي لاریون هم ترسره کېږي.

طالبان وایي دامهال په لغمان کې د چرګانو د روزنې ۱۰۰ فارمونه فعالیت کوي

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱
100%

په لغمان کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د چرګانو روزنه د پام وړ زیاته شوې ده او اوس‌مهال شاوخوا ۱۰۰ د چرګانو فارمونه په‌کې فعالیت کوي.

د یاد ریاست د مالدارۍ ترویج عمومي مدیر محمدمعصوم محمدي وایي، چې دغه فارمونه د هګیو او د غوښې د تولید په برخه کې فعالیت کوي. د هغه په وینا؛ یاد فارمونه د لغمان ولایت نږدې ۵۰ سلنه د چرګانو د غوښې اړتیا پوره کوي او پاتې اړتیاوې له ګاونډیو ولایتونو، کونړ او ننګرهار څخه برابرېږي.

محمدي زیاته کړې، چې په دغه فارمونو کې هره ورځ شاوخوا ۲۵۰۰ چرګوړي روزل کېږي. بلخوا په لغمان کې د چرګانو فارم لرونکو ټولنې مشر ډاکټر حبیب‌الله وایي، چې د سرخکانو په سیمه کې یو لوی فارم فعالیت لري.

د نوموړي په وینا؛ دغه فارم د ۱۰زره چرګانو د روزنې ظرفیت لري، خو اوس‌مهال په‌کې ۵۵۰۰ د چرګانو ساتنه کېږي چې هره ورځ شاوخوا ۳زره هګۍ تولیدوي. د فارم د مسوولینو په وینا؛ پخوا به چرګان او هګۍ له بهرنیو هېوادونو واردېدل، خو اوس د کورني تولید له امله د دغه محصولاتو ډېره اړتیا په کور دننه پوره کېږي.

د کابل مېشتو شکایت؛ د ګازو بیې بې‌سارې لوړې شوې

۵ زمری ۱۴۰۵ - ۲۷ جولای ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱
100%

د کابل یوشمېر اوسېدونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د اوبلن ګازو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او د هر کیلوګرام بیه تر ۹۰ او ۹۵ افغانیو پورې رسېدلې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د نرخنامې له مخې د هر کیلوګرام ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ټاکل شوې ده.

خو سوداګر وایي، هغه بیه چې طالبانو ټاکلې، د ګازو له اصلي پېرلو هم ټیټه ده. د کابل د څلورمو مکروریانو سیمې یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په هټیو کې اوبلن ګاز په ۹۰ افغانۍ او د تېلو په ټانکونو کې په ۸۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کارته پروان سیمې یو اوسېدونکی هم وایي، چې په تېرو درېیو اوونیو کې د ګازو بیه په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده. د هغه په وینا؛ درې اوونۍ مخکې د هر کیلوګرام ګازو بیه د ۵۲ او ۵۶ افغانیو ترمنځ وه، خو وروسته تر ۹۵ او ان ۱۰۰ افغانیو پورې ورسېده او اوس شاوخوا ۹۰ افغانۍ ده.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د کابل په بازار کې د هر کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له شاوخوا ۵۵ افغانیو څخه ۹۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. همدارنګه د پټرولو د هر لیټر بیه له ۶۵ افغانیو څخه ۸۲ افغانیو ته رسېدلې ده.

په همدې حال کې، یوه سوداګر افغانستان انټرنشنل ته ویلي سره له دې چې د ښاروالۍ په نرخنامه کې د هر کیلوګرام اوبلن ګازو بیه ۶۵ افغانۍ ټاکل شوې؛ خو د ټانک‌لرونکو لپاره د ګازو پېرلو لګښت، د لېږد رالېږد کرایه، برېښنا، مالیه، د کارکوونکو تنخواوې او نور لګښتونه له حسابه پرته ۷۰ افغانۍ کېږي.

هغه زیاته کړه، په داسې شرایطو کې پلورونکي لا د نورو لګښتونو له محاسبې مخکې د هر کیلوګرام ګازو په پلور کې ۵ افغانۍ تاوان کوي.